ورزش

کرکټ: «میلیون لیګ» سیالۍ کابل کې پیل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۳ل): کابل کې د کرکټ کلبونو لخوا د «میلیون لیګ» تر نامه لاندې چې د کوزې پښتونخوا دوه ټیمونه هم په کې ګډون کوي، کرکټ سیالۍ پرون پیل شوې. دغه سیالۍ د «لوبه کرکټ کمیونيټي» یا LCC  لخوا تېره ورځ د وږي په ۲۸مه په کابل کې پیل شوې چې یوه اونۍ به دوام ...

نور ولوله »

اسیايي لوبې سبا پیلیږي او افغانستان اولمپک کمېټه د افغان لوبغاړو د سیالیو په اړه انديښمنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وږي ۲۷مه ۱۳۹۳ل): اسیايي لوبو چې سر له سبا ۱۹ سپتمبر ۲۰۱۴ د جنوبي کوریا په انچوین (Incheon) ښار کې د اسیا د المپیک کميټې (OCA) په سرپرستۍ پیلیږي د افغانستان له لورې په کې تر سلو زیات لوبغاړي ګډون کوي. د افغانستان د اولمپک کميټې چارواکو ویلي چې دغه لوبغاړي به په ۱۲ بېلابېلو لوبو ...

نور ولوله »

شاهد افریدی یو ځل بیا کپتان شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان کرکټ بورډ یو ځل بیا مشهور پاکستانی لوبغاړی شاهد افریدي   د ۲۰ اوریزو سیالیو کپتان وټاکلو. مصباح الحق  د تېر په څېر د یو ورځېنۍاو ټيسټ سیالیو کپتان پاتې شوی دي. شاهد افریدی به د ۲۰۱۶ز کال پورې ددغه ټيم کپتان وي. یاده دې وي چې روان کال په بنګلادیش ...

نور ولوله »

د کرکټ نړیوال جام د شنبې پر ورځ کابل ته راورسید

نن تکی اسیا (یکشنبه، وږی ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوال جام چې هر ځل تر نړیوالو سیالیو وړاندې سیالیو کې ګډون کوونکو هیوادونو ته انتقالیږي، پرون په تاریخ کې د لومړې ځل لپاره کابل ته راوړل شو. په هوايي ډګر او ولسمشرۍ ماڼۍ کې لوړپوړو دولتي چارواکو د دې جام تود هرکلی وکړ. نړیوال جام کابل هوايي ډګر ته تر ...

نور ولوله »

کرکټ: سعید اجمل باندې عمري بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا(سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې شورا  د پاکستان مشهور او تکړه  ورو توپ اچوونکی  (سپينر بالر) سعید اجمل  د نړیوالو لوبو کولو باندې بندیز لګولی. اجمل  باندې تر هغه وروسته بندیز ولګول شو، کله چې دا ثابت شول  چې نوموړی د بال غورځولو پر مهال د آی سي سي قوانین نه مراعتوي، او غیر قانوني ...

نور ولوله »

افغان لوبډلې نوی روزونکی: طالبان له کرکټ سره کار نه لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۱۸مه ۱۳۹۳ل): د کبیر خان تر استعفا وروسته افغان لوبډلې  نوی برتانوی روزونکی اینډي مولز ته د افغان لوبغاړو د روزنې دنده وسپارله. اینډي مولز په ۱۹۹۷ کې د انګلش کاونټي وارک شایر له خوا لوبېدلو او په نړیواله کچه یې د کینیا او سکاټلینډ لوبډلو روزنه کړې. اینډي مولز کابل کې په یوه ...

نور ولوله »

د کرکټ نړیوالو سیالیو کې څوک افغانستان ننګوي؟

د کرکټ یوه ورځنۍ نړیواله سیالي د ۲۰۱۵ز کال د فیبرورۍ په میاشت کې پیلیږي. دغه سیالي هرو څلورو کلونو کې یو ځل ترسره کیږي، چې مخکې ځل ۲۰۱۱ز کال د فیبرورۍ ‎میاشت ۱۹مه کې تر سره شوی وو، چي افغانستان پکې ګډون نه درلود. دا ځل یوې ورځنۍ نړیوالې سیالۍ ته افغانستان هم لاره موندلې، چي دغو سیالیو کې ...

نور ولوله »

د «ټرای سیریز» لوبو له ماتو او بریاوو خبر یاست؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): هر کال د استرالیا، جنوبي افریقا او زیمبابوي تر مینځ یو لړ سیالۍ ترسره کیږي چي د ټرای سیریز په نوم یادیږي. د روان کال د ټرای سیریز پایلوبه د استرالیا او جنوبي افریقا تر مینځ وه چي جنوبي افریقا مقابل لوري ته د سختې ماتې ورکولو سره د دغه سیریز اتل شو. ...

نور ولوله »

د راتلونکو نړیوالو سیالیو جام کابل ته راوړل کیږي

هر ځل د نړیوالو سیالیو له پیله مخکې نړیوال جام ټولو هغو هیوادونو ته چي په سیالیو کي ګډون کوي د لنډې مودې لپاره لیږدول کیږي. دا ځل د امنیتي او سیاسي ستونزو سربیره بیا به هم نړیوال جام کابل ته ولیږدول شي. د نړیوالو سیالیو جام به د روان زیږیدیز کال د سپټمبر میاشت په ۱۳مه کابل ته راورسیږي، ...

نور ولوله »

د سپین غر بازان د سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (کابل) د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ دوهمه هفته پای ته ورسېده، چې د همدې ورځې په سیالۍ کې د سپین غر بازان د سیمرغ البرز لوبډلې پر خلاف میدان ته ووته. د لوبې په لومړۍ نیمایي کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول په وهلو بریالۍ نه شوه او دواړو لوبډلو دفاعي ...

نور ولوله »