ورزش

هندوستان یو ځل بیا سریلانکا له سختې ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۹مه، ۱۳۹۳ل): نن د هندوستان او سریلانکا تر منځ د پنځو یو روځنیو سیالیو درېیمه لوبه وه چې دغه لوبه کې هندوستان د سریلانکا لوبډلې ته په ۶ ویکټو سخته ماتې ورکړه. نننۍ لوبې پچه سریلانکايي لوبډلې مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نننۍ لوبه کې هم سریلانکايي لوبغاړي ښه لوبه نندارې ته ...

نور ولوله »

افغانستان په لومړۍ لوبه کې مالیزیا ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳): اسیا پریمیر لیگ لوبو په ترڅ کې نن افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې مالیزیايي لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو سخته ماتې ورکړه. نننۍ لوبې پچه د مالیزیا لوبډل مشر وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. مالیزیايي توپ وهونکې د افغان توپ اچونکو په خلاف مقاومت ونشو کړای او ټوله لوبډله يي یوازې ۱۰۱ ...

نور ولوله »

کرکټ: «له دې وروسته به هیڅ پریکړه له تاسې پټه نه وي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): له دې وروسته به د ډگر او درېیم لوپڅار ټولې خبرې د کرکټ شایقینو ته رسول کیږي. لوبڅارانو کومې نتیجې ته تر رسیدو ټولې خبرې به د مایکروفون په وسیله د کرکټ ټول لیدونکي واوري. دغه نوی تجربه به نن د استرالیا او جنوبې افریقا تر منځ یوه ورځنۍ لوبه کې کیږي او ...

نور ولوله »

کرکټ: شکیب الحسن د نړۍ درېیم الراونډر شو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۱۷مه، ۱۳۹۳): د زیمبابووي او بنگله دیش تر منځ دوهمه لوبه د جمعې په ورځ پای ته ورسیده کومه لوبه چې شکیب الحسن د بنگله دیش تکړه الراونډر د نړۍ په کچه درېیم الراونډر کړ. دغه لوبه کې شکیب الحسن سلیزې وهلو سربیره د سیالې لوبډلې ۱۰ لوبغاړي وسوځول چې د کرکټ په تاریخ کې ...

نور ولوله »

د اسټرلیا غوره توپ اچونې سویلي افریقا له ماتې سره مخ کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): نن د استرلیا او سویلي افریقا تر منځ د درې شل اوریزو سیالیو دوهمه لوبه وه. دغه لوبه کې استرالیا، سویلې افریقا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه د سویلې افریقا لوبډلې وگټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه چې دغه پریکړه وروسته بیا غلطه ثابته شوه. نننۍ لوبه ...

نور ولوله »

انگلینډ خپلې لوبډلې ته د توپ وهنې نوی روزونکی ټاکلی

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): انگلینډ خپلې لوبډلې ته د توپ وهنې نوی روزونکی ټاکلی. د توپ وهنې دغه نوی روزونکی د همدې هیواد پخوانی تکړه توپ وهونکی مارک رام پراکاش دی. دغه خبر د انگلستان کرکټ بورډ لخوا ورکړل شوی. ۴۵ کلن مارک ۱۹۹۱ څخه تر ۲۰۰۲ز کال ۵۲ ټیسټ لوبې کړې. د انگلینډ پخوانی روزونکی روان ...

نور ولوله »

کرکټ: د ۲۰۱۵ نړیوال جام لومړی کمرشل پر لیکه سو – ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، د لړم ۱۶مه، ۱۳۹۳ل):  د کرکیټ نړیوال جام ته ۱۰۰ ورځي پاته دي، چې را روان کال ۲۰۱۵ کې به د اسټرالیا په سیډني، او د نیوزیلاند په اوکلاند ښار کې تر سره شي. ددې لوبو لومړی کمرشل تیره ورځ د آی سي سي له خوا نشر شو، د کمرشل پیل په پنځه پښتنو ماشومانو کیږي، ...

نور ولوله »

د باسکټبال نړیوال فیډراسیون حجاب ته اجازه ورکوي

نن ټکی آسیا: د باسکټ بال نړیوال فیډراسیون (فیبا) به په نیژدې راتلونکې کې ددغه لوبي به نړیوال مسابقو کې مسلمانو ښځو ته وروسته تر ډیرو ناندریو د حجاب اغوستلو اجازه ورکړې. په سویلي کوریا کې د آسیايي لوبو په دوران کې دغه موضوع وروسته تر هغه ډیره توده شول، کله چې د قطر هیواد ښځینه لوبغاړي حاضري نه شوې، ...

نور ولوله »

د کرکټ نړیوالې ادارې د کال غوره لوبغاړي کاندیدان اعلان کړل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیواله اداره هر کال د کرکټ مختلفو لوبو کې د غوره لوبغاړي نومونه اعلانوي چې له هغوي څخه هره برخه کې یوازې یو کس د جایزې گټونکی اعلانیږي. روان کال کاندیدانو کې محمد نبي عیسی خیل او سمیع الله شینواری هم شامل دي چې افغانانو لپاره ډیر خوشحالوونکی خبر دی. دغه ...

نور ولوله »

سویلي افریقا د استرالیا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): استرالیا او سویلي افریقا تر منځ درې شل اوریزو سیالیو لړۍ پیل د نن ورځې له لوبې سره وشو. نننۍ لوبه کې سویلي افریقا د استرالیا لوبډلې ته په ۷ ویکټو په داسې حال کې چې د لوبې ۶ نور توپونه هم پاتي ول ماتې ورکړه. د لوبې پچه استرالیايي لوبډل مشر وگټله ...

نور ولوله »