ورزش

بنګلدیش د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش کرېکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لپاره خپله پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه. دغه لوبډله چې لوبډلمشري یې تکړه آلراونډر شکیب الحسن ته سپارل شوې ده، د بنګلدیش تکړه لوبډله ده، د بنګلدیش کرېکټ بورډ تر ډېره حده کوښښ کړی تر څو خپل غوره لوبغاړي وټاکي. ...

نور ولوله »

آی پي ایل: کلکته درېیمه لوبډله شوه چې پلی آف پړاو ته یې لار وموندله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۹ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کلکته نایټ رایډرز درېیمه لوبډله شوه چې په ۱۶ پواینټونو پلی آف پړاو ته په لار موندلو بریالۍ شوه. دغې لوبډلې نن ورځ د راشد خان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره په جدول کې ۱۶ پواینټونه خپل کړل او د پلی آف لوبډلو په لیست کې یې ...

نور ولوله »

راشد خان په شل اوریزو سیالیو کې له ۱۵۰ څخه زیاتې ویکټې ترلاسه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ غويي، ۱۳۹۷ل): راشد خان د هند په سوداګریزو سیالیو کې په خپلو څلورو اورونو کې ۳ مهمې ویکټې ترلاسه کړې، چې په دې سره یې په شل اوریزو سیالیو کې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې. نوموړي د رائل چیلنجر بینګلور لوبډلې پر وړاندې د ویرات کوهلي، ای بي ډیویلیئرز او معین علي سترې ویکټې ترلاسه کړې، ...

نور ولوله »

آی پي ایل: راشد خان د کوهلي او ډیویلیئرز مهمې ویکټې واخیستې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې راشد خان خپل کړی ارمان پوره کړ او د ستر نامتو توپوهونکي ویرات کوهلي ویکټ یې ترلاسه کړه. راشد خان چې په دغه لوبه کې یې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، په لومړي اور کې د ویرات کوهلي او پخپل وروستي اور کې د ای ...

نور ولوله »

مجیب ځدراڼ په انګلستان کورني لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په غوره لیګ (Vitality Blast) سیالیو کې د همپشایر کرېکټ لوبډلې د افغانستان سوکه غوره ځوان توپ اچونکی مجیب الرحمن واخیست. د همپشایر لوبډلې د مجیب ځدراڼ په اخیستلو خوښي ښکاره کړې او وایي چې، دوی خوښ دي چې د افغانستان ځوان با استعداده سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن یې له ...

نور ولوله »

راشد خان: د یوه مقام ترلاسه کول اسانه خو د هغې ساتل ستونزمن وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۷ غويي، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان یوې هندي ټولنیزې رسنۍ ته په مرکه کې وویل چې افغانستان لوبډله باید له بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو څخه وروسته دغه مقام وساتي. راشد خان د افغانستان بشپړ غړیتوب او ټیسټ درجې ترلاسه کولو ته په اشاره زیاته کړه  چې، د یوه مقام ترلاسه کول ...

نور ولوله »

آی پي ایل: د کی ایل راهول په زړه پورې توپوهنې يې لوبډله له ماتې ونه ژغورله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې د ممبۍ انډینز او مجیب ځدراڼ لوبډلې ترمنځ له زړه راښکونکې سیالۍ وروسته ممبۍ لوبډلې د مجیب لوبډلې ته د ۳ منډو په توپير ماتې ورکړه. ممبۍ لوبډله چې بریا ورته اړینه او په دغه سیالیو کې د ژوندي پاتې کېدو په معنا وه، له ...

نور ولوله »

آی پي ایل: مجیب ځدراڼ په ننۍ لوبه کې هم نه دی شامل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې نن د مجیب ځدراڼ او ممبۍ انډینز لوبډلې په مهمه سیالۍ کې مخامخ دي چې مجیب ځدراڼ د نن لوبې په شمول په پرلپسې دویمه سیالۍ کې نه دی شامل شوی. مجیب ځدراڼ څو ورځې وړاندې د توپ اچونې پر مهال په لاس په توپ ولګید چې ...

نور ولوله »

فوټبال: جرمني او برازیل نړیوال جام لپاره لوبډلې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړۍ کې دوه مشهورو او سر سخت مخالفو لوبډلو برازیل او جرمني د نړیوال جام لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړې. پنځه ځله نړیوال جام ګټونکې لوبډله برازیل چې په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري، او لوبغاړي یې د بېلا بېلو کلبونو برخه دي، د نړیوال جام لپاره خپله ۲۳ کسیزه ...

نور ولوله »

آیرلینډ پخپله لومړۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ کې پاکستان نه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غويي، ۱۳۹۷ل): آیرلینډ لوبډلې پخپله لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د پنځه ویکټو په توپير ماتې وخوړه. په دغه لوبه کې چې په وروستۍ ورځ پاکستان ته بریا ترلاسه کول یو څه ستونزمن شول، خو امام الحق او بابر اعظم په زړه پورې ملګرتیا وکړه او لوبډلې ته یې بریا ...

نور ولوله »