ورزش

راشد خان د کرېکټ سربېره «خیریه ټولنه» هم جوړه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي او ګوګلي ماسټر راشد خان د کرېکټ کولو ترڅنګ په افغانستان کې خیریه ټولنه جوړه کړه. د نړۍ په کچه لومړی مقام لرونکي توپ اچونکي پخپله فیسبوکپاڼه کاږلي چې نوموړي د هېوادوالو لپاره د خیر او نیکۍ ګام پورته کړ، تر څو ځپلي افغان ولس ته ...

نور ولوله »

قیس احمد د کربین لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ښه ونه ځلید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډلې ځوان لوبغاړی قیس احمد په ویسټ انډیز کربین لیګ سیالیو کې د لوبېدو لپاره دغه هېواد ته تللی دی چې پخپله لومړۍ سیالۍ کې ښه ونه ځلید. سوکه لیګ سپین قیس احمد چې د سینټ لوشیا سټارز لوبډلې لخوا لوبیږي په لومړۍ سیالۍ کې ۲ اورونه وکړل چې ...

نور ولوله »

د افغانستان پریمیئر لیګ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا رسما ومنل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۷): د افغانستان تجارتي سیالۍ (APL) چې په لومړي ځل پېلیږي د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په رسمي ډول ومنل شو. دغه لیګ چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي د افغانستان په غوښتنه چې تېره میاشت یې له کرېکټ نړیوالې شورا غوښتي وو، په رسمي ډول ومنل شول، او په اکتوبر میاشت ...

نور ولوله »

ویټالټي بلاسټ: ظاهر خان په لومړۍ ورځ ښه وځلېد او دوه ویکټې يې واخیستې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي سیالیو (ویټالټي بلاسټ) کې د افغانستان ځوان سوکه توپ اچونکی ظاهر خان په لومړۍ ورځ د پام وړ توپ اچونه وکړه او دوه ویکټې يې واخیستې. افغان لوبغاړی ظاهر خان چې تېره ورځ د لنکا شایر لوبډلې په لومړي وار واخیست، پخپله لومړۍ سیالۍ کې په زړه پورې توپ ...

نور ولوله »

بالاخره راشد خان په انګلستان تجارتي سیالیو کې وځلېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان له تیرې یوې میاشتې راهیسې په انګلستان تجارتي سیالو کې لوبیږي چې بالاخره یې خپل جادويي توپ اچونه ژوندۍ شوه. که څه هم راشد خان په یادو سیالیو کې له پېله ښه توپ اچونه کوي خو دده په زړه پورې توپ اچونې ...

نور ولوله »

ظاهر خان هم په انګلستان تجارتي سیالیو کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې ځوان لوبغاړی او تکړه سوکه لیګ سپین توپ اچونکی ظاهر خان په انګلستان تجارتي سیاليو کې واخیستل شو. د انګلستان تجارتي لیګ سیالیو «لنکاشایر» لوبډلې د ظاهر خان اخیستل د سیالیو تر پایه له ځان سره منلي او زیاته کړې یې ده چې دوی د نوموړي لپاره ...

نور ولوله »

ویرات کوهلي په ټیسټ سیالیو کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۷ل):  د هندوستان کرېکټ لوبډلې مشر او د نړۍ په کچه تکړه لوبغاړي ویرات کوهلي د استرالیا لوبډلې تکړه توپوهونکی سټیو سمیت شاته او پر ځای یې لومړی مقام خپل کړ. د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د یکشنبې په ورځ د لوبغاړو نوې پوړ بندي اعلان شوه چې په کې ویرات کوهلي د سټیو ...

نور ولوله »

کرېکټ: بنګلدیش له ویسټ انډیز څخه تېر غچ واخیست

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې بنګلدیش له ویسټ انډیز څخه د تېرې سیالۍ غچ واخیست او ماتې یې ورکړه. بنګلدیش لوبډلې لخوا شکیب الحسن هم لومړی په توپوهنه کې مسوولیت ادا کړ او هم یې توپوهنه کې د ویسټ انډیز توپوهونکي ستر شاټونو ته پرینښودل، ...

نور ولوله »

د ویرات کوهلي سترو هڅو یې هم لوبډله له ماتې ونه ژغورله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د هند او انګلستان لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې که څه هم لوبډلمشر ویرات کوهلي سترې هڅې د لوبډلې د بریا لپاره وکړې خو ناکام شو او بالاخره یې ماتې وخوړه. ددغه سیالۍ په دواړو پاڼیو کې ویرات کوهلي د خپلې لوبډلې لپاره مسوولانه لوبه ترسره کړه خو بل کوم داسې ...

نور ولوله »

د محمد نبي اسمان څکو شپږیزو او ۸۶ چټکو منډو یې لوبډلې ته بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي سیالیو کې د نړۍ تکړه او مشهور آلراونډر محمد نبي په زړه پورې او مسوولانه توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله. په دغه سیالۍ کې محمد نبي په یوازې ۳۲ توپونو ۸۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې چې په کې ۸ اسمان څکې شپږیزې او ۴ ...

نور ولوله »