ورزش

له لوی کړکیچ وروسته بالاخره د ویسټ انډیز لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د درې شل اوریزو لړۍ په پاکستان کې د یکشنبې په ورځ پېلیدونکې دي چې له لوی کړکیچ او لانجو وروسته نن جمعه ویسټ انډیز خپله لوبډله اعلان کړه. په پاکستان کې د ویسټ انډيز پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ په کراچۍ ښار کې ...

نور ولوله »

د استرالیا کرېکټ تاریخي او ژړغونې پيښه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ وری، ۱۳۹۷ل): یوه اوونۍ وړاندې د استرالیا کرېکټ بورډ په تاریخ کې تر ټولو ژړغونې او د خواشینۍ ډکې پيښې سره مخ شو چې له کبله یې لوبډلمشر او مرستیال له دندې ګوښه کړی شول. څو ورځې وړاندې د استرالیا او سویلي افریقا تر منځ په ټيسټ لوبه کې د استرالیا لوبډلمشر سټیو سمیت، ډيويډ ...

نور ولوله »

ځوان ریکارډ ماتوونکی مجیب ځدراڼ اوولس کلن شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ وری، ۱۳۹۶ل): د کرېکټ په تاریخ کې د ملي لوبډلې تر ټولو ځوان لوبغاړی او د افغانستان سوکه توپ اچونکي مجیب ځدراڼ نن اوولسمه کلیزه ولمانځله. مجیب ځدراڼ چې په تېرو اوو میاشتو کې ملي لوبډله کې شامل شوی، نړۍ او د کرېکټ مبصرین حیران کړي او یو شمېر نړیوال ریکارډونه یې مات او پخپل ...

نور ولوله »

راشد خان له لومړي نمبر څخه دویم ته راښکته شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان سوکه غوره توپ اچونکی راشد خان د کرېکټ په نړیواله درجه بندۍ کې په توپ اچونه کې له لومړي نمبر څخه دویم نمبر ته راښکته شو. نوموړي په غوراوي سیالیو کې چې په زمبابوې کې ترسره شوې، اطمناني توپ اچونه ترسره نه کړه، چې له امله یې دده نمبرې کمې ...

نور ولوله »

ملي لوبډله هسکه غاړه له زمبابوې څخه هېواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن هسکه غاړه له زمبابوې څخه وروسته له دې چې د غوراوي سیالیو اتلولي یې پخپل نوم کړه، نن ماسپښین د کابل هوایي ډګر له لارې هېواد ته راستنه شوه. ملي لوبډله په داسې حال کې چې د غواروي سیالیو جام د اصغر ستانکزي په لاس کې ...

نور ولوله »

نبي که راشد، څوک به د سنرایزز حیدر اباد لوبډلمشر وټاکل شي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ وری، ۱۳۹۶ل): د هند تجارتي سیالۍ کې چې د راروانې اپریل میاشتې په اوومه نېټه پېل کېدونکي دي، د راشد خان او محمد نبي لوبډله له یو شمېر ستونزه سره مخ شوه. د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې پخوانی لوبډلمشر ډیویډ وارنر چې د استرالیا لوبډلې مرستیال مشر هم ټاکل شوی و، د سویلي افریقا ...

نور ولوله »

پي ایس ایل: اسلام اباد کراچۍ کې پیښور لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ وری، ۱۳۹۷ل): د پاکستان سوپر لیګ پایلوبه کې د اسلام اباد یونائیټيډ لوبډلې د پيښور زلمو ته ماتې ورکړه او ددغې جام اتلولي يې وګټله. ددغې جام پایلوبه چې په لومړي ځل د کراچۍ په نیشنل لوبغالي کې ترسره شوه، اسلام اباد لوبډلې د لیوک رونکي په غوره توپ اچونه د پيښور زلمیانو ته د ...

نور ولوله »

افغانستان پایلوبه کې ویسټ انډیز ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۷ل) افغان ملي لوبډلې ویسټ انډیز لوبډلې ته د غوراوي سیالیو پایلوبه کې د ۷ ویکټو او ۹ اورونو په توپیر ستره ماتې ورکړه. ننۍ لوبه کې لومړی ویسټ انډیز لوبډلې توپوهنه وکړه چې د افغان توپ اچونوکو په غوره توپ اچونه یې ونشو کړای ستر هدف وټاکي او په ۴۶.۵ اورونو کې یې ...

نور ولوله »

کراچۍ ښار کې نن د پي ایس ایل پایلوبه ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ درېیم پړاو سیالیو پایلوبه نن د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کیږي او د تېرو دوو پړاونو ګټونکي اسلام اباد یوناېټډ او پېښور زلمي به په دوهم ځل د ددغه جام د ګټلو هڅه کوي. د پاکستان سوپر لیګ لومړي پړاو کی اسلام آباد اتلولۍ ګټلې او دوهم ...

نور ولوله »

سټیو سمیت ولې له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): د استرالیا او سویلي افریقا تر منځ لوبه کې د استرالیا لوبډلمشر د توپ خرابولو په تور له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو. د دواړو لوبډلو ترمنځ په ټيسټ لوبه کې په دریمه ورځ د سویلي افریقا لوبډلې د دویمې پاڼۍ توپوهنه کوله چې استرالیاوي لوبډلمشر سټیو سمیت او بل لوبغاړي کیمرون بینکروفټ د ...

نور ولوله »