ورزش

قیس احمد د ویسټ انډيز په کریبین لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې سوکه غوره توپ اچونکی قیس احمد په ویسټ انډیز کریبین لیګ (CPL) کې د ايس ټي لوشیا سټار (st Lucia star) لوبډلې لخوا په ۷۵۰۰ ډالره وپېرل شو. نوموړی د ۱۹ کلنو ځوانانو په یو ورځني نړیوال جام کې په غوره توپ اچونکو کې نومول شوی و، ...

نور ولوله »

د افغانستان او هالینډ ترمنځ لوبه بې نتیجې پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶): د افغانستان او هالینډ لوبډلو ترمنځ دویمه تمریناتي سیالۍ د ورښت له کبله بې نتیجې پای ته ورسېده. دغه لوبه چې افغانستان په کې لومړۍ توپوهنه وکړه د ۲۰۱۹م کال غوراوي سیالیو لپاره تمریناتي سیالۍ دي. د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهونکي یو ځل بیا د تېرې لوبې په څېر ناکام شول او په ...

نور ولوله »

د راشد خان په زړه پورې توپوهنې سره افغان لوبډلې هالینډ ته ۲۱۷ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶ل) د هالینډ په وړاندې په دوهمه تمریناتي سیالۍ کې افغان لوبډلې هالینډ  لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه. راشد خان د توپ اچونې ترڅنګ نن یوځل بیا په توپوهنه کې ښه وځلید او مسؤولانه لوبه یې ترسره کړه او ۶۳ منډې یې جوړې کړې. افغان لوبډله چې په پېل کې له ستونزو ...

نور ولوله »

افغان توپوهونکي د هالنډ په وړاندې له ستونزو سره مخ شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډله د هالنډ لوبډلې په وړاندې په توپوهنه کې له ستونزو سره مخ شوه او په لږو منډو یې ډېرې ویکټې له لاسه ورکړې دي. د ۲۰۱۹م نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره په تمریناتې لوبو کې افغانستان د هالنډ په وړاندې خپله دویمه تمریناتي لوبه ترسره کوي چې له پېله ...

نور ولوله »

ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې راشد خان سره نوی تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی او اوسمهاله لوبډلمشر «راشد خان» د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې لخوا د دوه نورو کالونو لپاره تړون لاسلیک کړ. د ایډلیډ سټرایکرز لوبډلې په خپله ویبپاڼه لیکلي دي چې راشد خان به لږ تر لږه د بیګ بیش سیالیو نهم پړاو ...

نور ولوله »

افغان ملي لوبډله به سبا پنجشنبه له هالنډ سره سیالۍ ترسره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان ملي لوبډله به سبا د پنجشنبې په ورځ د هالنډ ملي لوبډلې سره په زمبابوې کې د پنځوس اورونو دویمه تمریناتي لوبه ترسره کوي. دغه لوبې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره تمریناتي لوبې دي، په غوراوي سیالۍ کې ټولې لس لوبډلې شرکت کوي چې په دوه ګروپونو ویشل ...

نور ولوله »

د دولت ځدراڼ هیټریک د کمو منډو په بدل کې ویسټ انډیز مات کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): افغانستان د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو کې د دولت ځدراڼ په غوره توپ اچونه ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې دولت ځدراڼ د ویسټ انډیز درې لوبغاړي پرلپسې وسوځول او هیټریک یې ترسره کړ. افغانستان د ویست انډیز پر وړاندې په یوه تمریناتي لوبه کې ۱۶۳ ...

نور ولوله »

په نړیوالو لوبو کې راشد خان تر ټولو کم عمره لوبډلمشر

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): د هند ټایمز ناو (Times Now) ورځپاڼې لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د افغانستان نامتو سوکه توپ اچونکی راشد خان به په نړیوالو لوبو کې د تر ټولو ځوان لوبډلمشر ویاړ خپل کړي. افغانستان لوبډله دا مهال په زمبابوې کې د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته لار موندنې په ...

نور ولوله »

په تمریناتي سیالۍ کې د ویسټ انډیز په وړاندې افغان لوبډله له ستونزو سره مخ شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹م کال غوراوي سیالیو لومړۍ تمریناتي لوبه د زمبابوې په هراري لوبغالي کې پېل شوه. لوبه کې ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، چې راشد خان د اصغر ستانکزي په نه شتون د لوبډلې لوبډلمشر ټاکل ...

نور ولوله »

پي ایس ایل: د شاهد افریدي په زړه پورې توپ اچونې کراچي کینګز ته یو بله بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ په اتمه لوبه کې کراچي کینګز او لاهور قلندرز ترمنځ سیالۍ کې د شاهد افریدي په زړه پورې توپ اچونې او د روي بوپارا په زړه پورې توپوهنې لاهور قلندرز ته د ۲۷ منډو په توپير ماتې ورکړه. په پي ایس ایل سیالیو کې دغه دواړه لوبډلې سخت ...

نور ولوله »