ورزش

د نړیوال جام تمریناتي سیالۍ؛ افغانستان په مخکښ لوبډلو کې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۰۹۸ل): د کرېکټ نړیوال جام تمریناتي یا وارم اپ سیالۍ پرون د سه شنبې په ورځ پای ته ورسیدې، چې په کې استرالیا لوبډله تر ټولو مخکښ ثابت شوه. په دغه تمریناتي سیالیو کې هرې لوبډلې دوه-دوه سیالۍ ترسره کړې، چې په کې استرالیا تر ټولو مخکښ او سریلانکا تر ټولو پاتې لوبډلې ثابت ...

نور ولوله »

هغه مهال چې دهوني بنګلديش لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې سمولو هڅه وکړه – ويډيو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۸ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوال جام د تمريناتي سياليو په وروستۍ ورځ د بنګلديش او هند لوبډلو ترمنځ سيالۍ ترسره شوه چې هند د ۹۵ منډو په توپير بريا خپله کړه. د لوبې پرمهال يوه جالبه پېښه دا شوه چې د هند مشهور لوبغاړي ايم ايس دهوني د توپوهنې پرمهال د بنګلديش لپاره د ډګر ...

نور ولوله »

د «۲۰۲۰م» کال اسیا جام سیالیو کوربه توب پاکستان ته ورکړل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د راتلونکي ۲۰۲۰م کال اسیایي جام سیالیو کوربه توب پاکستان کرېکټ بورډ ته ورکړ. نن د سه شنبې په ورځ په سنګاپور هېواد کې د کرېکټ نړیوالې شورا ناسته ترسره شوه چې په کې د پاکستان، افغانستان، هندوستان، سریلانکا او بنګلدیش کرېکټ بورډ چارواکو ګډون کړی و. ...

نور ولوله »

ميرويس اشرف نړيوال جام کې د افغان لوبډلې لخوا د ښه نيت سفير ټاکل شوی

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۷ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې آلراونډر لوبغاړی ميرويس اشرف چې له اوږدې مودې راهيسې له لوبډلې بهر دی د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا په نړيوال جام د ښه نيت سفير ټاکل شوی دی. د کرېکټ نړيوالې شورا له خوا په ۲۰۱۹م نړيوال جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو څخه يو- يو تن ...

نور ولوله »

په نړیوال جام کې تر ټولو کم عمره او زیات عمر لرونکي لوبډله کومه یوه ده؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ تر ټولو ستر ټورنمنټ (نړیوال جام) پېلیدو کې یوازې درې ورځې وخت پاتې دي، چې په کې د ګډون لپاره ټولې لوبډلې انګلستان ته رسیدلي دي. په یاد نړیوال جام کې به لس لوبډلې ګډون کوي او هره لوبډله به د بلې پر وړاندې په لومړي پړاو کې یوه-یوه سیالۍ ترسره ...

نور ولوله »

تمريناتي سيالۍ جدي نيول افغان لوبډلې ته په ستر زيان تمام شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په دويمه تمريناتي سيالۍ کې افغان لوبډلې له انګلستان څخه ستره ماتې وخوړه. د افغان لوبغاړو لخوا تمريناتي سيالۍ له اندازې زياته جدي نېول ستونزمن تمام شول چې له نيمايي زياتې ويکټې يې بېځايه له لاسه ورکړې، په دې لړ کې ځاځي، رحمت، اصغر او نائب ...

نور ولوله »

«نړیوال جام کې به هره لوبډله د افغانستان څخه په ویره کې وي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغې چې د افغانستان کرېکټ لوبډلې په لومړۍ تمریناتي سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه، نړیوال مبصرین په یوه خوله دي چې افغان لوبډله د نړیوال جام لپاره «تور اسونه» ثابتیدلای شي. د هندوستان مشهور مبصر هارشا بوګلی (Harsha Bhogle) وایي چې په راتلونکي ۲۰۱۹م نړیوال جام کې افغانستان یوازینۍ داسې ...

نور ولوله »

پاکستان ته له ماتې ورکولو وروسته افغان لوبډله انګلستان سره مخامخ کيږي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډله په دويمه تمريناتي سيالۍ کې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې سبا د دوشنبې په ورځ مخامخ کيږي. پاکستان لوبډلې ته له تاريخي ماتې ورکولو وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي نړيوال جام تر ټولو خوښوونکې او خطرناکې بلل شوې لوبډلې انګلستان سره خپل بخت ازمايي. د تيرې جمعې په ...

نور ولوله »

ملي لوبغاړي؛ «خوشحالي په ډزو لمانځل خپل هېوادوال د غم په ټغر کښېنول دي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغې چې له نړیوال جام څخه وړاندې په یوه تمریناتي سیالۍ کې افغانستان خپلې سر سختې سیال لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه، هېوادوالو دغه خوشحالي په هوایي ډزو کولو ولمانځله. ددغې سیالۍ ګټل د هېواد لسګونه کورنۍ د غم په ټغر کښېنولې چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د هوایي ډزو ...

نور ولوله »

میسي یو وار بیا د غوره لوبغاړي په حیث د «سرو زرو بوټ» ګټونکی شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د نړۍ ستر نوموتي فوټبالر «لیونل میسي» د ۲۰۱۸/۱۹ کال د غوره لوبغاړي په حیث د اروپا لیګ په پرلپسې دریم کال او په مجموعي ډول په شپږم وار هم د سرو زرو بوټ جایزه ترلاسه کړه. په اروپایي کلبي سیالیو کې د برسلونا لوبډلې لخوا لوبیدونکي ستر لوبغاړي لیونل میسي په یوه ...

نور ولوله »