ورزش

سریلانکا، پاکستان کې له ټيسټ سیالۍ کولو انکار وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱ وږی، ۱۳۹۸ل): د سریلانکا لوبو وزارت د پاکستان کرېکټ بورډ هغه غوښتنه رد کړه چې په پاکستان کې دې ټيسټ سیالۍ ترسره کړي. له تېرو لسو کلونو راپدیخوا په پاکستان کې تر دې دمه په بشپړ ډول نړیوالې سیالۍ نه دي ترسره شوي چې ددې بېرته راستنېدو لپاره د پاکستان کرېکټ بورډ ټولې هڅې ناکامې ...

نور ولوله »

برسلونا او پاریس لوبډلې د نیمار په اړه پریکړې ته نږدې شوي – راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د فوټبال کلبۍ سیالۍ چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې پېل شوي او یا په راتلونکې نږدې کې پېلیږي دغه ډول د لوبغاړو د پېر او پلور کړکۍ هم د بندېدو په حالت کې ده. د ۲۰۱۹م کال په فوټبال کې د لوبغاړو د انتقالیدو له لړۍ څخه یې یو برازیلي مشهور لوبغاړی «نیمار» ...

نور ولوله »

ملي لوبډله راتلونکي سیالیو ته د چمتو والي په موخه عربي اماراتو ته لاړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د چهارشنبې په ورځ د راتلونکې ټيسټ او شل اوریزو سیالیو ته د چمتو والي په موخه عربي اماراتو ته لاړه. ملي لوبډله به د اګست میاشتې له ۲۲مې نیټې څخه تر ۲۹مې نیټې د عربي اماراتو په ابو ظبي ښار کې د غوراوي کمیټې مشر او ...

نور ولوله »

د بشري حقونو د څار سازمان له افغان حکومته د تورن کرام الدین د حکم عملي کول غواړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۸ل): د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان  یا هیومن رایټس واچ د افغانستان حکومت څخه په جدي ډول وغوښتل تر څو د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخواني تورن مشر کرام الدین کریم حکم په جدي ډول عملي کړي. د افغانستان فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم د ښځینه فوټبالرانو سره په جنسي ...

نور ولوله »

افغانستان د راتلونکي ټيسټ او شل اوریزو لوبو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان غوراوي کمیټې د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې د یوازیني ټیسټ، د بنګلدیش او زمبابوې په شمول د درې اړخیزه شل اوریزو سیریز لپاره د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ. راشد خان به په ټيسټ او شل اوریزو لوبو کې د افغانستان ملي لوبډلې مشري کوي، چې ورسره مرستیال لوبډلمشر اصغر ...

نور ولوله »

د ګلبدين نائب لوبډلې د خپلواکۍ جام سيالۍ وګټله

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸): د افغانستان د خپلواکۍ بيرته اخيستو سلمې کليزې په وياړ کابل لوبغالي کې د افغان ځوانانو او افغان اتلانو لوبډلو ترمنځ د ګلبدين نائب او راشد خان تر مشرۍ لاندې د خپلواکۍ جام شل اوريزه لوبه ترسره شوه چې په کې د ګلبدين نائب لوبډلې بريا خپله کړه. د لوبې په پېل کې ...

نور ولوله »

د خپلواکۍ لمانځلو سیالۍ: افغان ځوانانو سیال لوبډلې ته د «۱۸۰» منډو هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د خپلواکۍ بېرته اخیستلو د سلمې کلیزې لمانځلو په ویاړ په شل اوریزو سیالۍ کې د افغان ځوانانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې خپلې سیال افغان اتلانو لوبډلې ته ۱۸۰ منډې هدف وټاکه. د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د استقلال سلمې کلیزې لمانځلو په یاده جوړه شوې افتخاري سیالۍ ...

نور ولوله »

د استرالیا او انګلستان ترمنځ جالبه ټيسټ سیالۍ مساوي شوه – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸ زمری، ۱۳۹۸ل): د استرالیا او انګلستان لوبډلې تر منځ د «اشیز» سیریز دویمه ټیسټ سیالۍ له جالبې لوبې وروسته مساوي پای ته ورسیده. دغه سیالۍ چې په لومړۍ ورځ یې د ورښت له کبله هیڅ لوبه ونه شوه، په وروستۍ ورځ جالبې صحنې ته داخله شوې وه خو استرالیا وتوانېدله د وروستي لوبغاړو په مرسته ...

نور ولوله »

پر محمد شهزاد یو کال بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د ډسپلین یا انظباط کمیټې پر محمد شهزاد یو کال بندیز لګولی دی. د کرېکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼې له مخې د افغانستان کرېکټ بورډ د ډسپلین کميټې نن په رسمي ډول د ملي لوبډلې د لوبغاړي محمد شهزاد په اړه خپله پرېکړه اعلان کړه ...

نور ولوله »

د ملي لوبغاړو ترمنځ سبا کابل کې د خپلواکۍ لمانځلو په وياړ کرېکټ سيالۍ ترسره کيږي

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړو د دوه لوبډلو ترمنځ سبا د دوشنبې په ورځ په ۱۹م اګست چې د زمري مياشتې له ۲۸مې نيټې سره سمون خوري، په پلازمينه کابل کې له انګريزي ښکېلاک څخه د ۱۰۰مې کليزې د استقلال لمانځلو په وياړ د شل اوريزو سيالۍ ترسره کيږي. د افغانستان کرېکټ بورډ ...

نور ولوله »