ورزش

د ۱۹ کلنو نړیوال جام لومړۍ لوبه کې پاکستان توپ وهنه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام لومړۍ لوبه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پچه پاکستان وګټله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه. په لوبډله کې د افغانستان لخوا ۶ توپ وهونکي او ۵ توپ اچونکي شامل دي، چې ښکاري داسې ډیر تمرکز یې پر توپ وهونکو وي. ننۍ لوبه کې لاندې ...

نور ولوله »

بیګ بیش لیګ: محمد نبي وځلید خو بریا یې خپله نه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې محمد نبي غوره لوبه ترسره کړه خو لوبډلې یې بریا ترلاسه نه کړه. لوبه نن د استرالیا په میلبورن لوبغالي کې د ۴۴۰۰۰ نه زیات مینوالو ترمخ ترسره شوه چې په کې پچه د نبي لوبډلې وګټله خو لومړی یې توپ اچونه ترسره کړه. د ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان ۱۹ کلن سبا ته له پاکستان سره لوبه لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه سبا ته له پاکستان سره ده او د افغانستان او پاکستان په لوبه به نړیوال جام هم پیل شي. د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډلمشر نوین الحق وايي، سبانۍ لوبې له پاره یې پوره چمتو والی نیولی او هیله لري چې دغه لوبه ...

نور ولوله »

د افغانستان (T20) پریمئیر لیګ تړون لاسلیک شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغوموي، ۱۳۹۶ل): په پلازمینه کابل کې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان (T20) پریمئیر لیګ تړون لاسلیک شو. دغه تړون د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر شکرالله عاطف مشعل او د سنیکسر سپورټس (Snixer Sports) نومې هندي کمپنۍ د استازي لخوا لاسلیک شو، چې یاد لیګ د روان ۲۰۱۸م کال په ...

نور ولوله »

د ویرات کولي په نه ځلیدنه مینوال ځانته اور واچوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سویلي افریقا او هند لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې لوبډلمشر ویرات کولي په توپ وهنه کې ونه ځلید چې له امله یې یو مینوال دده په ناکامۍ ځان ته اور واچوه او ژوند یې له لاسه ورکړ. د سویلي افریقا ښار کیپ ټاون کې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ ...

نور ولوله »

سعودي په لومړي ځل ښځو ته لوبغالي کې د فوټبال سیالۍ کتلو اجازه ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومت وړمه ورځ اعلان وکړ چې ښځې کولای شي د فوټبال سیالۍ کتلو لپاره لوبغالي ته لاړې شي. د سعودي د معلوماتو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: چې ښځې به په لومړي ځل د فوټبال سیالۍ د جمعې په ورځ په ریاض لوبغالي کې وکتلی شي، ...

نور ولوله »

افغان لوبغاړي د فرسټ کلاس لوبو ستر ریکارډ پخپل نوم کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱ مرغوموي، ۱۳۹۶ل): د افغان نولس کلنې لوبډلې نوی ۱۸ کلن ځوان لوبغاړی بهیر شاه محبوب د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي ډان بریډ مین ریکارډ مات کړ. بهیر شاه محبوب اوس د نړۍ لومړی لوبغاړی دی چې په فرسټ کلاس لوبو کې تر ټولو غوره اوسط لري، چې له دې وړاندې د استرالیا لوبډلې غوره ...

نور ولوله »

شهزاد له بندیزونو وروسته په فروري کې میدان ته را ګرځي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان د کرېکټ لوبډلې تکړه توپ وهونکی او وکټ کیپر محمد شهزاد چې د کرېکټ د نړیوالي شورا له لوري باندي بندیزونه وه، بالاخیره یو ځل بیا د افغانستان ملي لوبډلې ته را ستنیږي او مینه وال به یې وکولای شي چې هغه د راتلونکي فروري میاشتې پر پنځمه نیټه یو ...

نور ولوله »

کرېکټ: نیوزیلینډ یو ځل بیا په باران ځپلې لوبه کې پاکستان ته ماته ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): نن د سې شنبې په ورځ د نیوزیلینډ په نلسون ښار کې د پاکستان او کوربه هیواد تر منځ دویمه نړیواله یوه ورځنۍ لوبه تر سره شوه چې پاکستان په ۸ وکټونو وبایلله. د لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د بیټنګ پرېکړه وکړه، خو د سر درې لوبغاړي تر ۴۰ ...

نور ولوله »

کرېکټ: د زمبابوې په وړاندې ملي لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټۍ د زمبابوې په وړاندې د ټاکل شویو پنځه یو ورځنیو او دوه شل اوریزو لوبو لپاره د افغانستان ۱۵ کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه. په دې سیالیو کې له ډیرې مودې راهیسې د افغان ملي لوبډلې څخه لرې شوي ځینې لوبغاړي لکه شهزاد محمدي، سمیع الله شینواری، ...

نور ولوله »