ورزش

کرېکټ: افغانستان ایرلنډ ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درې پنځوس اوریزو د لوبو لومړۍ لوبه افغانستان په ستر توپیر وګټله. د لوبې پچه ایرلنډ وګټله؛ خو افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. د هېواد د ملي لوبډلې پیل ښه نه و او په لومړیو لس اورنو کې یې یوازې ۲۹ منډې کړې وې ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان آیرلینډ ته ۲۳۹ منډې هدف وټاکه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) افغانستان آیرلینډ ته په لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۹ منډې هدف وټاکه. افغانستان چې په لومړي کې له ښه لوبیدا وروسته د ستونزو سره مخ شو، او د محمد نبي او اصغر ستانکزي سوځیدلو وارخطا کړل خو په آخر کې د راشد ارمان او شفیق الله ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان د آیرلینډ په وړاندې لومړی توپ وهنه کوي

نن ټکی آسیا (سه شنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او آیرلینډ تر منځ په لومړي پنځوس اوریزه لوبه کې آیرلینډ پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. د افغانستان لوبډله په لاندې ډول ده: جاوید احمدي احسان الله جنت محمد نبي اصغر ستانکزی راشد خان دولت ځدراڼ شفیق الله شفق ګلبدین نائب رحمت شاه مجیب ...

نور ولوله »

کرکټ: د افغانستان او ایرلینډ تر منځ یو ورځنۍ لوبه سبا پیل کیږي

نن ټکی آسیا (دوشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د افغانستان او ایرلینډ تر منځ ددریو نړیوالو یو ورځینیو لوبو لړۍ به سبا د شارجه په نړیوال لوبغالي کې د افغانستان په کوربه توب پیلیږي. د یادو لوبډلو تر منځ درې یو ورځینۍ نړیوالې لوبې به د دیسمبر په پنځمه، اومه او لسمه نیټه تر سره کیږي. دا لومړی ځل دی چې ...

نور ولوله »

فوټبال: د فیفا ۲۰۱۸ نړیوال جام سیالیو کې، څوک له چا سره لوبیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د فوټبال نړیوال فدراسیوان فیفا د ۲۰۱۸ نړیوال جام لوبو لپاره پر ۳۲ لوبډلو ګډ جدول اعلان کړ. وړمه ورځ د روس په پلازمینه ماسکو کې د فیفا غونډې په ترڅ کې د ۳۲ لوبډلو ګروپونه اعلان شول. جدول کې ۸ ګروپه شامل دي، او په هر ګروپ کې ۴ لوبډلې دي، چې ...

نور ولوله »

بي پي ایل: د مجیب ځدراڼ لوبډلې رانګپور رایډرز مات کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) د بنګلدیش غوره لیګ سیالیو کې د مجیب ځدراڼ لوبډلې سمیع الله شینواري لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه. د سمیع شینواري لوبډله ښه ونه ځلیده، او د سترو لوبغاړو په شمول یې په ۱۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۰ منډې جوړې کړې. مجیب ځدراڼ د افغانستان ۱۹ کلنو ...

نور ولوله »

کرکټ: افغانستان د انټر کانټینینټل سیالۍ اتل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) افغانستان عربي اماراتو ته د انټر کانټیننټل څلور ورځنۍ سیالۍ کې په لسو ویکټو ماتې ورکړه. عربي اماراتو لوبډله د افغانستان توپ اچونکو پر وړاندې مقاومت ونشو کړای. د څلورمې ورځې په پیل کې د عربي اماراتو لوبډلې د ۳ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۰۱ منډې جوړې کړې وې، چې د نورو ورځو ...

نور ولوله »

کرېکټ: د ایرلنډ پر وړاندې د یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیو نړیوالو ورځنیو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان شوه. د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري ۱۵کسیزه لوبډله نن اعلان شوه. د درېیو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره اصغر ستانکزی«لوبډلمشر»، نورعلي ځدراڼ، جاوېد ...

نور ولوله »

کرېکټ: افغانستان درېیمه ورځ هم ښه ولوبید

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او عربي اماراتو تر منځ د انټر کانټیننټل سیالۍ دریمه ورځ هم د افغانستان په ګټه تمامه شوه. د عربي اماراتو لوبډله د ۱۹۷ منډو په جوړولو سره وسوځیده او افغانستان اماراتو ته د پرله‌پسې دوهمې توپوهنې یا فالوان بلنه ورکړه. عربي امارات چې د اولې پاڼۍ په نسبت په دوهمه ...

نور ولوله »

کرکټ: نولس کلنو نړیوال جام پرانیسته وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ لیندۍ، ۱۳۹۶ل) نن ورځ د نیوزي لینډ په ویلینګټن ښار کې د نولس کلنو نړیوال جام پرانیسته وشوه. نړیوال جام لوبې به د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ په دیارلسمه په نیوزي لینډ کې پیلیږي. دغې جام ته ۴۴ ورځې پاتي چې په کې ۱۶ لوبډلې شرکت کوي، د نیوزي لینډ په څلورو ښارونو او ...

نور ولوله »