ورزش

ایرلینډ سره د شل اوریزو سیالیو لړۍ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لړۍ د وروستۍ لوبې ترسره کېدلو پرته د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې. نن د جمعې په ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبه ترسره کېدله خو د زیات ورښت او لوبغالي لمدیدو له کبله سیالۍ ترسره نشوه، او ...

نور ولوله »

حضرت ځاځی، مجیب او راشد خان یو ځل بیا د بریا اتلان شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دویمه شل اوریزو سیالۍ کې د افغانستان نوي ځوان چپ لاسي چټک توپوهونکي حضرت الله ځاځي یو وار بیا پر ایرلینډ توپ اچونکو د شپږیزو باران جوړ کړ. حضرت الله ځاځی چې خپله درېیمه نړیواله شل اوریزو سیالۍ یې ترسره کوله د ایرلینډ پر وړاندې یې د ...

نور ولوله »

هند له انګلستان څخه د دوه پرلپسې ماتو وروسته خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او انګلستان ترمنځ په درېیمه ټیسټ سیالۍ کې هند لوبډلې له دوه پرلپسې سختو ماتو وروسته بالاخره ستره بریا خپله کړه. په دغه سیالۍ کې د هند لوبډلې مشر ویرات کوهلي مسوولانه او په زړه پورې لوبه ترسره کړه، چې په یوه پاڼۍ کې یې ۹۷ او په بله کې یې ...

نور ولوله »

افغانستان لوبډلې د ایرلینډ پر وړاندې دویمې بریا لپاره ملا تړلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دویمه شل اوریزو سیالۍ نن ماښام ۷:۳۰ بجې د ایرلینډ به بریډي لوبغالي کې ترسره کیږي. دغه سیالۍ به د افغانستان په ګټه پېل کیږي، او پر ایرلینډ لوبډلې به یې ځانګړی فشار وي، ځکه چې په تېره لوبه کې د افغانستان لخوا په توپوهنه کې د حضرت ...

نور ولوله »

حضرت ځاځي او مجیب افغانستان په ښکلې لومړۍ بریا ونازاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په لومړۍ نړیواله شل اوریزو سیالۍ کې افغانستان ایرلینډ ته د ۱۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان لوبډلې لخوا حضرت الله ځاځي په توپوهنه، مجیب الرحمن او راشد خان په توپ اچونه کې ښه وځلېدل چې افغانستان لوبډله یې په ایرلینډ کې په ښکلې لومړۍ ...

نور ولوله »

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړۍ سیالۍ نن ماښام پیلیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ايرلینډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله شل اوریزه سیالۍ به نن ماښام د افغانستان پر وخت په ۷:۳۰ بجې پيليږي. د افغانستان کرېکټ بورډ حخه په خپور شوي خبر کې ویل شوي چې دغه سیالۍ به په ژوندۍ بڼه له OSN Supersport، Sky NZ، Fox Sports Australia او Sony ...

نور ولوله »

د افغانستان او فلسطین ترمنځ دوستانه فوټبال سیالۍ مساوي پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او فلسطین لوبډلو ترمنځ په کابل کې ترسره شوې یوازینۍ نړیواله دوستانه سیالۍ په صفر-صفر مساوي پای ته ورسېده. تېر ماښام د یکشنبې په ورځ چې د افغانستان د استقلال ۹۹مه کلیزه هم ولمانځل شوه، د خپلواکۍ په مناسبت د افغانستان او فلسطین ملي لوبډلو ترمنځ دوستانه سیالۍ په افغانستان فوټبال ...

نور ولوله »

ویټالټي بلاسټ: د راشد او ظاهر لوبډلې کوارټر فاینل، د نبي او مجیب لوبډلې بهر شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي «ویټالتي بلاسټ» سیالیو کې بالاخره د راشد خان او ظاهر خان لوبډلو (سسیکس او لنکا شایر) کوارټر فاینل ته لار وموندله. د راشد خان لوبډله چې په لومړیو کې یې څو پرلپسې سیالیو کې ماتې وخوړه او کوارټر فاینل ته تګ ورته ستونزمن شو، په داسې حال کې راشد ...

نور ولوله »

راشد خان افغانستان ته په راتګ له فلسطیني لوبغاړو مننه وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نامتو او تکړه سوکه توپ اچونکي له هغو فلسطیني لوبغاړو چې کابل ته د فوټبال سیالۍ لپاره راغلي مننه وکړه. ګوګلي ماسټر پخپله فیسبوکپاڼه لیکي: ګرانو هېوادوالو! د استقلال په ورځ د ګران افغانستان د فوټبال ملي ټيم په کابل کې د فلسطين له ملي ټيم سره دوستانه ...

نور ولوله »

کابل فوټبال لوبغالي کې د فلسطین لوبډلې بشپړ تمرینات ترسره کړل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ نن ماښام په کابل فوتبال فدراسیون لوبغالي کې ترسره کیږي چې د فلسطین لوبډله پرون سهار کابل ته راغلې ده. ټاکل شوې ده چې د افغانستان او فلسطین فوټبال لوبډلو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ یوه دوستانه سیالۍ ترسره کیږي، چې د ...

نور ولوله »