ورزش

کرېکټ: هند لوبډله یو ځل بیا د انګلستان تر زورور برید لاندې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د هندوستان او انګلستان لوبډلو ترمنځ د پنځه ټیسټ سیالیو دویمه سیالۍ د لارډز په تاریخي لوبغالي کې دوام لري چې د تېرې لوبې په څېر یو ځل بیا هند لوبډله د انګلستان لوبډلې تر زورور برید لاندې راغلې ده. د انګلستان لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ سیالۍ کې هم د هند لوبډلې ...

نور ولوله »

کربین لیګ: د قیس احمد جادويي توپ اچونه، درې لوبغاړي یې وسوځول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز په کربین لیګ سیالۍ کې د افغانستان ځوان سوکه توپ اچونکي قیس احمد د پام وړ جادويي توپ اچونه وکړه او د پاکستان لوبډلې تکړه توپوهونکی شعیب ملک یې بولډ او دوه نور لوبغاړي يې وسوځول. د ګیانا امازون لوبډلې پر وړاندې قیس احمد د خپل لومړي اور په لومړي ...

نور ولوله »

فوټبال: افغانستان د فلسطین پر وړاندې سیالۍ ته لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان فوټبال فدراسیون د فلسطین لوبډلې پر وړاندې په کابل کې د ترسره کېدونکې دوستانه سیالۍ لپاره دوه ویشت کسیزه لوبډله اعلان کړه. په یاده لوبډله کې لاندې لوبغاړي شامل دي: ویس عزیز، حیمد الله وکیلي، بکتاش اکبري، هارون امیري، میلاد انتظار، مصطفی حدید، کنشکا طاهر، بینامین نجم، حسین علي زاده، فیصل ...

نور ولوله »

انډري رسل په یوه سیالۍ کې د ویکټو هیټرک سربېره چټکه سلیزه ووهله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۷ل): د ویسټ انډیز لوبډلې تکړه او په سترو شپږیزو وهلو مشهور لوبغاړي انډري رسل په کربین لیګ سیالیو کې د یوه آلراونډر په حیث نړیوال ریکارډ جوړ کړ. انډري رسل وړمه ورځ د ټرینباګو نایټ رایډرز لوبډلې پر وړاندې لومړی ددغه سیالۍ په وروستي اور کې پرلپسې درې لوبغاړي وسوځول او هیټرک یې ...

نور ولوله »

راشد خان د کرېکټ سربېره «خیریه ټولنه» هم جوړه کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي او ګوګلي ماسټر راشد خان د کرېکټ کولو ترڅنګ په افغانستان کې خیریه ټولنه جوړه کړه. د نړۍ په کچه لومړی مقام لرونکي توپ اچونکي پخپله فیسبوکپاڼه کاږلي چې نوموړي د هېوادوالو لپاره د خیر او نیکۍ ګام پورته کړ، تر څو ځپلي افغان ولس ته ...

نور ولوله »

قیس احمد د کربین لیګ په لومړۍ سیالۍ کې ښه ونه ځلید

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډلې ځوان لوبغاړی قیس احمد په ویسټ انډیز کربین لیګ سیالیو کې د لوبېدو لپاره دغه هېواد ته تللی دی چې پخپله لومړۍ سیالۍ کې ښه ونه ځلید. سوکه لیګ سپین قیس احمد چې د سینټ لوشیا سټارز لوبډلې لخوا لوبیږي په لومړۍ سیالۍ کې ۲ اورونه وکړل چې ...

نور ولوله »

د افغانستان پریمیئر لیګ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا رسما ومنل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۷): د افغانستان تجارتي سیالۍ (APL) چې په لومړي ځل پېلیږي د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په رسمي ډول ومنل شو. دغه لیګ چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي د افغانستان په غوښتنه چې تېره میاشت یې له کرېکټ نړیوالې شورا غوښتي وو، په رسمي ډول ومنل شول، او په اکتوبر میاشت ...

نور ولوله »

ویټالټي بلاسټ: ظاهر خان په لومړۍ ورځ ښه وځلېد او دوه ویکټې يې واخیستې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۷ل): د انګلستان په تجارتي سیالیو (ویټالټي بلاسټ) کې د افغانستان ځوان سوکه توپ اچونکی ظاهر خان په لومړۍ ورځ د پام وړ توپ اچونه وکړه او دوه ویکټې يې واخیستې. افغان لوبغاړی ظاهر خان چې تېره ورځ د لنکا شایر لوبډلې په لومړي وار واخیست، پخپله لومړۍ سیالۍ کې په زړه پورې توپ ...

نور ولوله »

بالاخره راشد خان په انګلستان تجارتي سیالیو کې وځلېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ لوبډلې تکړه سوکه توپ اچونکی راشد خان له تیرې یوې میاشتې راهیسې په انګلستان تجارتي سیالو کې لوبیږي چې بالاخره یې خپل جادويي توپ اچونه ژوندۍ شوه. که څه هم راشد خان په یادو سیالیو کې له پېله ښه توپ اچونه کوي خو دده په زړه پورې توپ اچونې ...

نور ولوله »

ظاهر خان هم په انګلستان تجارتي سیالیو کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ زمری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنې لوبډلې ځوان لوبغاړی او تکړه سوکه لیګ سپین توپ اچونکی ظاهر خان په انګلستان تجارتي سیاليو کې واخیستل شو. د انګلستان تجارتي لیګ سیالیو «لنکاشایر» لوبډلې د ظاهر خان اخیستل د سیالیو تر پایه له ځان سره منلي او زیاته کړې یې ده چې دوی د نوموړي لپاره ...

نور ولوله »