ټکنالوژي

د ایچ ټي سي (HTC) د نوی سمارټ فون بیه، ځانګړتیاوې او د وړاندې کیدو نیټه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۲۹مه ۱۳۹۴ل): د ایچ ټي سي کمپنۍ خپل نوی او پیاوړی سمارټ فون د ایچ ټي سي ون اې ۹ (HTC One A9) په نوم معرفي کړ. د ایچ ټي سي کمپنۍ خپل دغې سمارټ فون ته ډیرې هیلې لري. د وروستیو راپورونو پر بنسټ د دغې سمارټ فون یوه بڼه به له ۳۲ ګیګابایټ ...

نور ولوله »

د هغو سمارټ فونونو لیست چې انډرایډ وروستی ورژن ته اپګریډ کیدی شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، تلې ۲۸مه ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د ګوګل کمپنۍ خپل د اپریټنګ سیسټم نوې بڼه انډرایډ ۶ مارشمالو (Android 6 Marshmallow) معرفي کړ د انډرایډ اپریټنګ سیسټم ټول کاروونکي د دغې نوې بڼې ترلاسه کولو په انتظار دي. تیره ورځ د ګوګل کمپنۍ د هغو سمارټ فونونو نوی لیست چې په لومړۍ مرحله کې ...

نور ولوله »

اپل کمپنۍ ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ خپل په ورستي ایفونونو کې د استعمالو شوو هارډوییرونو له امله ۲۳۴ میلیونه ډالره جریمه شوې. څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې د ویسکانسن پوهنتون د اپل کمپنۍ په خلاف شکایت کړی. ویسکانسن پوهنتون په رسمي دول خپل شکایت محکمې ته سپارلی و. د ویسکانسن پوهنتون په وینا اپل ...

نور ولوله »

هغه ایفون ۶ (iPhone 6) چې بیه يي ۳.۵۱ میلیونه ډالره ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۷مه ۱۳۹۴ل): د انګلستان یو شرکت چې د ګران بیه سمارټ فونونو جوړولو کې ځانګړی شهرت لري یو نوی ایفون ۶ نندارې ته وړاندې کړی چې بیه يي له یوې کوچنۍ ټاپو وزمې څخه هم زیاته ده. د راپورونو پر بنسټ د انګلستان دغه شرکت ګولډن جیني (Gold genie) نومیږي چې د کاروونکو تر منځ ...

نور ولوله »

د ټولنيزو شبکو کاروونکي د مخابراتو وزارت له کنترول څخه وتلي دي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل):د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وايي چې نشي کولای د ټولنيزو شبکو په ټولو کاروونکو کنترول ولري. د دغه وزارت مرستيال ايمل مرجان وايي چې دا مهال په هېواد کې شاوخوا يو ميليون کسان له ټولنيزو شبکو څخه استفاده کوي او د مخابراتو وزارت نه شي کولای چې د ټولو څار ...

نور ولوله »

پیپسي (Pepsi) هم خپل سمارټ فون وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۴ل): څو ورځې وړاندې د ټکنالوژي برخې ځینو مشهورو پاڼو راپورونه خپاره کړل چې د پیپسي د ساړه مشروباتو کمپنۍ هم غواړي خپل سمارټ فون نړیوالو کاروونکو ته وړاندې کړي. د وروستیو راپورونو پر بنسټ د پیپسي د کمپنۍ دغه سمارټ فون پي ۱ (P1) نومول شوی او د اکتوبر د میاشتې په ۲۰مه ...

نور ولوله »

د بلیک بیري (BlackBerry) د راتلوونکی سمارټ فون تصویرونه خپاره شول (تصویرونه)

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۴ل): د بلیک بیري نوی سمارټ فون چې بلیک بیري پریو نومول شوی یو له هغو سمارټ فونونو څخه دی چې زیات شمیر کاروونکي يي بازار ته د وړاندې کیدو په انتظار دي. له دې وړاندې د دغې سمارټ فون ځینې عکسونه چې ډیر واضحه نه ول خپاره شوي ول. اوس د ټکنالوژي د ...

نور ولوله »

د تلګرام اپلیکیشن هیک کوونکي ته ستره جایزه ټاکل شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۱۹مه ۱۳۹۴ل): په دې ورځو کې ډیر لږ شمیر کسان به وي چې د ټلګرام اپلیکیشن ونه پيژني. دغه اپلیکیشن خپلو پیاوړو ځانګړتیاوو سره توانیدلی د کاروونکو په ذهن کې ځانګړی ځای جوړی کړي. د یو شمیر راپورونو پر بنسټ په میلیونونه کسان دغه اپلیکیشن په ورځنۍ ډول استعمالوي. ټلګرام خپله اعلان کړی چې هر ...

نور ولوله »

دولت د موبایل د کاروونکو څخه په ۲ اونیو کې ۱۶۰ ملیونه افغانۍ ټولي کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): دوه اونۍ وړاندي د حکومت له خوا د موبایل په کاروونکو باندی نوی ټیکس ولګېد، په دغه ټیکس کې چې د موبایل کاروونکي خپل موبایل ته د ۱۰۰ افغانیو کارډ اچوي، د سلو افغانیو څخه یې لس سلنه یاني په سل کې لس افغانۍ یې د حکومت خزانې ته ځي. چارواکي وايي چې ...

نور ولوله »

د سامسنګ ګټه ۸۰ سلنه زیاته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۱۶مه ۱۳۹۴ل): سامسنګ کمپنۍ خپل مالي فعالیت په اړه معلومات ورکولو سره وویل چې د دغې کمپنۍ ګټه په تیرو دریو میاشتو کې یعني جولایي، اګست او سپتمبر میاشتو کې ۷۹.۸ سلنه زیاته شوې. سامسنګ کمپنۍ وویل چې د دغې کمپنۍ ګټه د جولايي څخه تر سپتمبر پورې ۶.۲۴ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې کوم چې ...

نور ولوله »