ټکنالوژي

چین له الوتکې د چټک ریل ګاډي وړاندې کولو ادعا کړې – ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ غبرګولی، ۱۳۹۸ل) چین د نړۍ تر ټولو چټک ریل ګاډي جوړولو ادعا کړې چې په یوه ساعت کې د «۶۰۰» کیلو میتره چټک سرعت وړتیا لري. د چینایي رسنیو د راپور سره سم د چین ریل ګاډي وزارت د نړۍ تر ټولو چټک تلونکي ریل ګاډي جوړولو ادعا کړې چې بشپړ تولید به یې په ...

نور ولوله »

د انډرایډ پر ځای هوواوې خپل چلونکی سیستم وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د چین مشهور شرکت «هوواوې» اعلان کړی چې د ګوګل چلونکي سیستم «انډرایډ» څخه د بې برخې کیدو په حالت کې یې خپل نوی چلونکی سیستم چمتو کړی دی چې ډير ژر به وړاندې شي. دغه اعلان د هوواوې یوه مشر  «ریچارډ یو» کړی، نوموړي وویلې که چیرې د ګوګل او میکروسافټ سافټویر ...

نور ولوله »

واټساپ هم د «سټیټس» په برخه کې د اعلاناتو خپرولو لړۍ پېلوي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۴ غبرګولی، ۱۳۹۸): په نړۍ کې د پيغام استولو لپاره تر ټولو مشهور د ټولنیزو رسنیو اپلیکیشن «واټساپ» اعلان کړی چې په راتلونکې نږدې کې به پر دغه اپلیکیشن د سوداګریز مقصد لپاره د اعلاناتو خپرولو لړۍ پېل کړي. د فیسبوک تر ملکیت لاندې واټساپ په یوه کلني سوداګریز کانفرانس کې چې په هالینډ هېواد کې ...

نور ولوله »

فیسبوک تر درې ملیاردو زیات جعلي اکاونټونو بندولو ادعا کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې پاڼې فیسبوک یوازې د روان ۲۰۱۹م کال په لومړیو درې میاشتو کې تر ۲ ملیارده زیات جعلي اکاونټونه بند کړي دي. د فیسبوک لخوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي دي چې د ۲۰۱۸م کال په وروستیو درې میاشتو کې یې یو ملیارد او ۲۰۰ ملیونه، او د ...

نور ولوله »

امریکا پر هوواوې شرکت لګولی بندیز د موقتې مودې لپاره ختم کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۱ غوایي، ۱۳۹۸ل): د امریکا حکومت د سوداګرۍ څانګې پر چینایي شرکت لګولی بندیز د موقتې مودې لپاره ختم کړ او پرځای یې د لنډمهاله ورځو لپاره عمومي جواز ورکړ. اوسمهال په ټکنالوژۍ کې د نړۍ دویم مقام لرونکی شرکت «هوواوې» باندې د دوشنبې په ورځ د ګوګل لخوا بندیز لګیدلی و چې نور به ...

نور ولوله »

ګوګل پر هوواوې شرکت د «انډرایډ» استعمال بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ غوایي، ۱۳۹۸ل): ګوګل «Google» د مبایل جوړولو سترې نړیوالې کمپنۍ هوواوې په نوي وړاندې کونکو مبایلونو باندې د انډرایډ استعمال بندیز لګولی دی چې له کبله به یې کاروونکي د یو شمېر ستونزو سره مخامخ شي. وروسته له دې چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هوواوې شرکت د هغو شرکتونو په لیست کې شامل ...

نور ولوله »

فیسبوک پر اسراییلي شرکت بندیزونه لګولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک پر اسراییلي شرکت (آرکمیډیز) ددې لپاره بندیزونه لګولي دي چې په بېلا بېلو هېوادونو کې د دروغو خبرونو پر خپرولو او په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه پرې وو. د نړیوال خبري اژانس راپور له مخې فیسبوک د اسراییلي شرکت په ۶۵ فیسبوک حسابونو، ۱۶۱ پاڼو، لسګونو ...

نور ولوله »

واټساپ مو ژر تر ژره «اپډيټ» کړئ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د پیغام استولو مشهور اپلیکیشن واټساپ له خپلو کاروونکو غوښتي چې د واټساپ کاریال نوی ورژن ژر تر ژره اپډيټ یا اوسمهال کړي. فیسبوک په تېره نږدې کې منلې ده چې د واټساپ پر کاریال کې یې یوه کمزوري ددې لامل شوې چې بریدګر پر دغه شبکه څارګر سافټ ویر نصب کړي او ...

نور ولوله »

په «ژوندۍ بڼه» ویډیو خپرولو لپاره د فیسبوک نوي اصول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک؛ په نیوزیلنډ هېواد کې د کرایست چرچ ښار په یوه مسجد کې د زړه بوږنونکې ترهګریزې حملې پر فیسبوک د ژوندۍ خپرونې له کبله ځینې بندیزونه لګیدلي دي. فیسبوک د یادې پریکړې اعلان د یوه پوسټ له مخې کړی چې په کې د ژوندۍ بڼه خپرونې په ...

نور ولوله »

د «One plus» دوه په زړه پورې ځیرک مبایلونه وړاندې شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): د چین هېواد مشهورې کمپنۍ ون پلس دوه داسې نوي په زړه پورې مبایلونه وړاندې کړي چې ددې ځانګړتیاوې د سامسنګ او ایفون نوي مبایلونو سره ټکر وهلی شي. د one plus شرکت دوه نوي فلیګ شیپ مبایلونه هر یو ون پلس سیون او ون پلس سیون پرو (one plus 7) او (one ...

نور ولوله »