ټکنالوژي

د نړۍ تر ټولو سترې الوتکې په لومړي وار الوتنه وکړه – ويډيو او انځورونه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۸ل): د نړۍ لومړۍ تر ټولو ستره الوتکه چې د فوټبال لوبغالي د پراخوالي په اندازه ځای نيسي په لومړي وار الوتنه وکړه. دغه الوتکه چې وېنګسپن (wingspan) نوميږي د مايکروسافټ شرکت پخواني ونډه وال پال الېن لخوا جوړه شوې ده. د سټراټولانچ (Stratolaunch) شرکت لخوا چمتو شوې الوتکه کولای شي له لس کيلو ...

نور ولوله »

د فيسبوک شريکانو د «مارک زوکربرګ» لرې کولو غوښتنه کړې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۸ل): د ټولنيزې شبکې مشهورې پاڼې فيسبوک شريکانو يا ونډه والو وړانديز کړی چې ددې شبکې مشر او بنسټګر مارک زوکربرګ له دندې لرې کړي. د امريکا د ارزښتمنو پاڼو او بورس کميسيون ته ليږل شوې ليک کې دي چې “د دوه ګوني کلاس د ونډو د مالکيت حق زوکربرګ ته شپېته سلنه ونډه ...

نور ولوله »

«سلام» مخابراتي شرکت د ۱ جي بي انترنيت بيه ۴۹ افغانۍ ټاکلې

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژي وزارت وايي چې د خلکو شکايتونو ته په کتلو اوس د يو جي بي انترنيت بيه يوازې ۴۹ افغانۍ ته ټيټه شوې ده. د مخابراتو وزارت وايي چې د انترنيت کاررونکو يو شمېر شکايتونه په پام کې نيولو سره يې د ۱ جي بي انترنيت بيه يوازې ۴۹ ...

نور ولوله »

فيسبوك، واټساپ او انسټګرام په ناڅاپي ډول کار پريښی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۸ل): د ټولنيزو رسنيو مشهورې پاڼې فيسبوک، واټساپ او انسټګرام په ناڅاپي ډول د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې کار پريښی دی. د فيسبوک اړوند ټولنيزې پاڼې (تر فيسبوک مالکيت لاندې پاڼې) نن د يکشنبې په ورځ ناڅاپي بندې شوي او يا هم ستونزې په کې ليدل شوي چې په اړه يې يو ...

نور ولوله »

د مخابراتو وزارت فيسبوک ته د بندولو خبرداری ورکړی – ويډيو

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۴ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د معلوماتو او ټکنالوژۍ رييس شهزاد ګل اريوبي وايي چې د فيسبوک اداره دې بايد د افغانستان پاليسۍ او قوانين ومني. د مخابراتو وزير شهزاد اريوبي نن په کابل کې يوې رسنيو ته د خبرو پرمهال وويل چې د فيسبوک اداره بايد د افغانستان پاليسۍ ومني، که داسې ونکړي پر فعاليتونو ...

نور ولوله »

د هوواوې (پي ۳۰ او پي ۳۰ پرو) ۵۰ زره مبایلونه دیرش ثانیو کې پلورل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۸ل): تېره میاشت د چین هېواد مشهور شرکت (هوواوې) د ځیرک مبایلونو په لړ کې دوه داسې کامیابه مبایلونه وړاندې کړل چې د ایفون او سامسنګ نوي مبایلونه ماتولی شي، دغه مبایلونه یو شمېر بېلا بېلې ځانګړتیاوې لري. اوس راپورونه وایي دغه مبایلونه کله چې په انلاین بڼه د خرڅلاو لپاره وړاندې شول نو ...

نور ولوله »

په فضا کې بلېک هولز يا تور غارونه څه شی دي؟

نور احمد عایل تور غار Black hole چې په دري ژبه کې ورته سياه چال يا شګاف سياه وايي، يوه عجيبه ښکارنده (پديده) ده، چې په لومړي ځل د نامتوساينس پوه John Archoald wheeler له خوا په ١٩٦٨ زېږدي کال کې په فضا کې وپېژندل شو. په راتلونکې مقالو کې چې ( د لمريز نظام د راتلونکې )تر سرليک لاندې ...

نور ولوله »

د مخابراتو پخوانی وزیر د محکمې لخوا نغدي جریمه شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي په دنده کې د غفلت له کبله دولس زره افغانۍ جریمه شوی دی. عبدالرزاق وحیدي په دنده کې د فساد، غفلت او په سمه توګه سرته نه رسونې له کبله د عدلي او قضایي مرکز د محکمې لخوا مجازات او په ۱۲ ...

نور ولوله »

واټساپ کاروونکو ته د لویې ستونزې حل وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل): د پیغام استولو تر ټولو غوره کاریال واټساپ په خپل نوي ورژن کې د کاروونکو د یوې لویې ستونزې حل وړاندې کړی دی. په عام ډول هر څوک کولای شي په واټساپ کې ګروپ جوړ کړي او د چا په خوښه یا ناخوښه یې دغې ګروپ کې ځای کړي، چې د ځینو لپاره ...

نور ولوله »

نړۍ کې په لومړي وار د «5G انترنیت» خدمتونه پېل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷ وری، ۱۳۹۸ل): تېر کال نړۍ ته په لومړي وار د انترنیت تر ټولو سرعت لرونکی خدماتي شبکه فایو جي (5G) وړاندې شوه، چې د فعالولو لپاره پرې له اوږدې مودې راهیسې تجربې کیدلې. په عام ډول په جاپان او ځینې امریکایي هېوادونو کې د وایفای په بڼه فایو جي خدمتونو ازمویل شوي وو خو په ...

نور ولوله »