ټکنالوژي

فيسبوک او ټويټر د اسلام ضد خپرونو او ويډيوګانو ملاتړ کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې فيسبوک اوټويټر تولنيزې شبکې د اسلام او مسلمانانو پر ضد پاروونکې او سپکوونکې ليکنې او ويډيوګانې نه لرې کوي، سره له دې د توکمپالنې ضد ګڼو ډلو له دغو ادارو څو څو ځل د دغو پاروونکو ويډيوګانو اوخپرونو د لرې کولو غوښتنه کړې، مګر تر اوسه هم فيس ...

نور ولوله »

له سمارټ فون څخه خپل موټر کنټرول کړئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۱۵مه ۱۳۹۳ل): هیوندای (Hyundai) موټر جوړولو کمپنۍ نوی اپلیکیشن کاروونکو ته وړاندې کړی چې په مرسته يي کاروونکي کولی شي له خپل سمارټ فون څخه خپل موټر کنټرول کړي. دغه اپلیکیشن چې بلو لینک (Blue Link) نومیږي د ټول انډرایډ اپریټنګ سیسټم لرونکي سمارټ ساعتونو کې هم کارول کیدی شي. کاروونکي کولی شي له دغه ...

نور ولوله »

نن غوره سافټ وییر: خپل مهم فایلونه وژغورئ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۱۳مه ۱۳۹۳ل): ټکنالوژي کله نا کله انسان له داسې ناورین سره مخ کړي چې د حل لار يي هم نه وي لکه د مهمو فایلونو له منځه تلل. نو د همدې لپاره تل باید خپل د مهمو فایلونو یو کاپي وساتئ چې فري فایل سینک (FreeFileSync) سافټ وییر دغه کار ډیر زیات اسانوي. که غواړئ ...

نور ولوله »

فرانسه کې بریښنا تولیدونکی مصنوعي ونه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): فرانسوي ساینس پوهانو داسې ونه جوړه کړې چې کولی شي د اړتیا وړ برېښنا تولید کړي. دغه ۱۱ متره ارتفاع لرونکی ونه کې ۶۶ داسې پاڼې ځای پر ځای شوی چې د هوا په شتون کې خوځیږي. د دې پاڼو په لاندینی برخه کې داسې ټوربینونه لګول شوي چې د پاڼې له تاویدو ...

نور ولوله »

د سامسنګ نوی لیپ ټاپ ۱۲ ساعته چارج ساتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د اپل کمپنۍ کاروونکي د دغې کمپنۍ لخوا جوړیدونکی لیپ ټاپ ریټینا میک بوک ایر (Retina Macbook air) ته سترګې په لار دي خو د سامسنګ کمپنۍ له هغې مخکې خپل انټل کور ایم (Intel Core M) وینډوز لرونکی لیپ ټاپ چې اټیف بوک ۹ ۲۰۱۵ (Ativ Book ...

نور ولوله »

نن غوره سافټ وییر: له خنډ پرته خپل د خوښې ویډیو ښکته کړئ

نن ټکی اسیا (پنچشنبه، مرغومي ۱۱مه ۱۹۳۹ل): ټیوب کېچر (aTube Catcher) یو وړیا سافټ وییر دی چې ستاسې د خوښې فایل ښکته کوي او د دې سافټ وییر په مرسته خپل ښکته شوي فایل نورو بڼو ته هم بدلولئ شئ. باور به مو وشي چې هر میاشت پر یوټیوب ۶ بلیونه ساعته ویډیو لیدل کیږي چې دغه شمیر انټرنیټ د ...

نور ولوله »

مایکروسافټ نوی براوزر جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۱۰مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ خپل راتلونکی اپریټنګ سیسټم وینډوز ۱۰ کې به نوی براوزر هم وړاندې کوي. ځینې ناڅرګند سرچینو په وینا مایکروسافټ کمپنۍ غواړي خپل نوی وینډوز کې نوی براوزر وړاندې کړي چې دغه براوزر تر اوسمهاله د «اسپارتان» په نوم نومول شوی. دا په داسې حال کې ده چې د دغې کمپنۍ پخوانی ...

نور ولوله »

نن غوره سافټ وییر: خپل کمپیوټر له ویروس څخه پاک کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): که غواړئ خپل کمپیوټر له هر ډول ویروس او له ویروس څخه اغیزمن شوي فایلونو څخه پاک کړئ نو (McAfee Stinger) سافټ وییر استعمال کړئ. که ستاسې کمپیوټر او د کمپیوټر فایلونه له ویروس څخه اغیزمن شوی وي نو تاسې یو سافټ وییر لکه (McAfee Stinger) ته اړتیا لرئ. دغه سافټ وییر ...

نور ولوله »

چین کې Gmail بند شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه ۱۳۹۳ل): چین هیواد چې په نړۍ کې د انټرنیټ فلټر کولو تر ټولو پیاوړی سیسټم لري جیمیل هم بند کړ. په چین کې د ګوګل کمپنۍ ټولو خدمتونو ته لاس رسی محدود شوی. دغه هیواد کې د ګوګل لټون او یوټیوب خدمتونه هم محدود شوي او چینایی کاروونکي د ګوګل پر ځای د خپل ...

نور ولوله »

کوډک (Kodak) کمپنۍ له دې وروسته سمارت فون جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه ۱۳۹۳ل): کوډک د کامرې په برخه کې یو پیژندل شوی نوم دی چې له کلونو کلونو څخه د مختلفو کامرو په جوړولو مصروف دی. دغه کمپنۍ د کامرې جوړولو په برخه کې نړیوال شهرت لري. خو په دې وروستیو کې دغه کمپنۍ اعلان کړی چې د راتلونکی زیږیدیز کال له پیل څخه به د ...

نور ولوله »