اړیکه

که غواړئ چې لیکنه مو په نن ټکی اسیا کې خپره شې، هیله ده چې د ایمیل له لاري يې را ولیږئ، زمونږ ادرس دی: 

nunn.asia@gmail.com

د نن ټکی اسیا فیسبوک پاڼه:

https://www.facebook.com/nunn.asia

58 تبصرې

    1. عکاس: کولای شم، یو عکس در څخه واخلم؟

      ماشومه: نو به څه وشي؟

      عکاس: چي خلګ وویني په څومره تکلیف او څومره کم عمر  په دې شنه یخ کي ناسته یې او جرابې خرڅوې…

      ماشومه: ایا کولای شې مرسته مې وکړې؟!

      عکاس: څرنګه مرسته؟!

      ماشومه: ماښام نژدې شوی دی، کور مې ازاد دی، که چیرته مې تر یوحه ځایه پخپل موټر کې ورسوې…؟!

      عکاس ژر یو عکس ورڅخه واخیست او په تلوار روان شو: وبخښه اوس ډیره بیړه لرم، کارونه مې دي…

      ـــــــــــــــــــــ

      پند: هر څوک کولای شي چي د انسانیت د عوه دې وکړي، خو هر څوک نشې انسان کیدلی.

      عکاس له یوې ماشومې څخه چې په سخته یخني او باران کې یې د سړک له غاړې جرابې خرڅولې یو تصویر واخیست… دا تصویر د کال تر ټولو غوره تصویر وګڼل شو، او د کال د غوره تصویر جایزه یې واخیسته… ددې تصویر په اړه یو کتاب ولیکل شو… د کتاب لیکوال د غوره لیکوال جایزه وګټله… کتاب څخه فلم جوړ شو او فلم هم تر ټولو زیات لیدونکې پیدا کړل… ددې عاطفي او احساس پارونکي انځور وړاندي کونکو هر یوه بیله بیله جایزه او مډالونه وګټل…….

      خو هغه ماشومه اوس هم د سړک له غاړې جرابې خرڅوي.

    2. زه انجینر محمد اکرام عبدالرحیمزی یم او زه په احمدشاه بابا مینه کی زنده ګی کوم زه ډیر خوشحاله یم چی دکهکشان علمی مرکز کی زده کړی کوم که څوک غواړی چی خپل درس قوی کړی نو ژر تر ژره دی دکهکشان علمی مرکز ته دمراجعه وګړی او مونږ به یی ښه عزت وکړو او فیس کی به یی ورته تخفیف ورکړو او مونږ به ترینه ډیر خوشحاله شو ادرس ارزان قیمت دوهمه څلولاری احمدشاه بابا ۸بلاک د۲او ۳کوځه ترمنځ دکاکا حمدالله دوکان ته څیرمه
      نوټ:که زما خبره منی مه پامیر ته ولاړ نشی او تندر ولاوشی کهکشان ته راشی
      بو شعر:دانجینر محمد اکرام عبدالرحیمزی لخوا
      دکهکشان علمی مرکز ته ګوره
      دعلم پوهی ډګ سړی ته ګوره
      علم او پوهه خو رڼا ده زمونږ
      تورو تیاروپسی رڼا ته ګوره
      دکهکشان علمی مرکز ته ګوره
      زمونږ هیواد کی پسرلی ته ګوره
      دکهکشان علمی مرکز ته ګوره
      په اتفاق یی معلمان وګوره
      له مینی ډک یی شاګردان وګوره
      دانجینر محمد اکرام عبدالرحیمزی کارکردګی ته ګوره
      دکهکشان علمی مرکزته ګوره

      1. سنگه به پوه شم چي فيغام مي تَر تاسو در ورسيده
        —–
        په دې ایمیل ادرس له مونږ سره اړیکه نیولی شئ:
        nunn.asia@gmail.com
        اداره

  1. جان کیري او د دیموکراسی تمثیل!
    د ټاکنو د پروسې اوسنی وضعیت ته په کتو سره یو مهم ټکې ته باید ځیر شو، هغه کسان چی په غربي دیموکراسې باور لري او عمومي انتخابات چې پریکړه په اکثریت د آراوو کیژي د دیموکراسی یو مهم اصل بولي، کله کله له داسې وضعیت سره مخ شي چې هغه موخي چې د همدی مدعا له لارې یې د تر لاسه کولو په هڅه کې وی نشي تر لاسه کولای، نو بیا د دیموکراسی هغه واقعي بڼه چې ټول خلک ترې ناخبره دي را څرګنده شي او په اوسنی نړی کې د دیموکراسی واکداران یې لوبغاړي وي. خبره اوژده نشي، مهم ټکی د زعامت ټاکل دي لکه اوس به چې د کیری لخوا په افغانستان کې و ټاکل شي او څه موده مخکې یې په مصر کې شاهدان وو خو د دواړو بڼی سره ورته نه وي. زما په اند باید هغه مسلمانان چې د اسلام دین تر هرڅه وړاندې سیاسي دین بولي او په دې عقیده دې چې اسلام د انسانانو د ژوند هره برخه کې شامل دی خو سیاسي بودن یې تر ټولو وړاندې دی، باید د خلکو د اذهانو د روښانه کولو او هغوی ته د سمې لارې د ښوولو په موخه دا جوته کړي چې د غربي دیموکراسی تر چتر لاندې چی د ټاکنو هره پروسه په هر اسلامي هیواد کې په لاره اچول شوې د غربیانو د موخو لپاره وي نه د خلکو په خوښه د یو منتخب نظام د راوستلو لپاره ځکه که چیرې د خلکو په خوښه د منتخب نظام د راوستلو لپاره غربیانو د خلکو رایو ته درناوی درلودای نو کلونه پخوا یی ولي په الجزایر کې نتیجه سرچپه کړه؟ کال وړاندې یې په مصر کې ولې آرامې او سوکالي د زرهاوو بې ګناه مصریانو د وینو په بهولو سره د بشریت ټول اصول تر پښو لاندې کړل …… په دې برخه کې د هر هغه کس مسؤلیت زیات دی چې د اسلام او شریعت اصول ورته معلوم دي او باید له هیڅ راز تهدید څخه و نه ډار شي او د دعوت او عامه پوهاوي په لاره اچولو سره، په تعلیمي مؤسساتو کې، د رسنیو له لارې او بلې هر ډول هغې وسیلی له لارې چی دوی یې په اختیار کې لري، خپل رسالت ادا کړي. الحمدلله ډیر شمیر داسی شازلمیان هم شته چې له دې لارې سره د بی ساره مینې په خاطر یې خپل سرونه قرباني کړل الله یې د په خپل دربار کې قبول او درجات عالي کړي. آمین. او الله د مونږ ته توفیق راکړي چې د هغوی لارې ته دوام ورکړو. آمین

    1. حلیم صیب ستاسی نظر بالکل سم دی.

      خو مسلمانان ددی فتنی پر وړاندی څه وکړی او څنګه سره یو ځای شی د لاندی ټکو په موجودیت سره:

      ۱- د مسلمانانو ضعف د دین په عملی ډول پلی کولو کی ( زما څخه شروع)
      ۲- د غربی او شرقی طاقتونو دسیسی لکه دیموکراسی (چی تاسی یی تشریح وکړه)و ازادی بیان- بربنډی او شیطانی رسنی او داسی نوری دسیسی
      ۳- د مسلمانانو تر ۱۴ ډیری ډلی دی چی د جهاد او مبارزی ادعا کوی اول باید ددی اتحاد لپاره کاروشی
      ۴- ددی ډلو څخه ځینی داسی شته چی دیو بل نه تایدوی او حتی د یو بل غړی وژنی لکه د داعش له خو د تحریر خزب د ځینیو غړو وژنه( البته زه یی غړی هم نه یم )

      ۵- د شیعه یانو په هکله د اسلامی علماوو او مجاهدینو له خوا یوه متحده فیصله ځکه دوی زمونږ د ټولنی ۱۰ نه تر ۱۵ ٪ بوری نفوس( ۱۴۰ میلونه) جوړوی نو زما په نظر ددوی تکفیر د اوسنی اسلامی نړی لپاره یو خطرناک او تجزیوی حرکت دی
      او داسی نور دلایل …

      او زما په نظر دا ټکی چی کوم مایاد کړل او دد اسی نورو د حل لپاره کی یو شریکه او متحده تګ لاره جوړه شی نو بیا به مونږ یو څه کولای شو . که نه نو خبره ورز په ورز خرابیږی
      مننه که تاسی ځواب راکړ

  2. دنن ټکی آسیا ددرنې ویب پاڼې درنو کارکوونکو،دلغمان خبر دنړۍ په خبرونو کې راغلی دی . ښه به وي چې دافغانستان فایل ته ېې را ولیږدوۍ
    په درننښت

  3. یوه ګیله ولسمشر ته
    ګرانه ولسمشره !
    نه پوهیږم چی ستا د تفکر په فورمول کی زما بی هویته کول څه معنی ورکوی او ته دی ته څه پلان لری؟ آیا ستاسو نورو کړنو په شان دا هم وانګیرو ګواکی تاسی مفکر یاست او ستاسی د تفکر په دنیا کی دا هم یوه د خلاصون لار دی زما دپاره د خیر پیلامه ده ؟
    نن سبا که د هر هیواد د وګړو هویت کارتونه وګوری نو خاماخا د هماغه هیواد په نوم یادیږی خو دلته نه پوهیږم چی د افغان کلمی سره ولی ځینی حساسیت لری او کله چی ددی کلمی د ذکر مسله رایاده شی نو په ځان یی خارښ لګیږی.
    زما په دی ورکوټی فکر کی داسی ګرځی چی دا کار نه ماته او نه هم ستا لپاره خوشالوونکی او ښه پیلامه لری دا به ما هم ورک کړی او تا هم دا د هغو مافیایی کړیو کار دی چی اوس په دی ډول خلک راوپاروی او ستا د اصلاحاتو مخه ونیسی.
    ولسمشره ! تا پخپله ویلی وو چی ما پری نږدئ چی د غوړه مالانو او چاپلوسانو ښکار شم تاسی اوس د همدی خلکو ښکار شوی یاست، داسی حالات په دی هیواد کی روان دی چی ولس درنه د هغو د حل غوښتنه لری دغه ولس چی پرتا اعتماد وکړل او د ټولو ناخوالو سره سره بیا هم د رای صندقونو ته لاړل او تاته یی نارینه او زنانه رای ورکړی او د هرو ډلو او فریقو پیغورونه یی واوریدل، تقلبو یهودی …. او نور خو بیا هم له تا څخه حمایت وکړل خو اوس هماغه خلک په خپل مفکر ماغزه بی هویته کوی؟ ولی ؟
    د فساد ورک کول او سوله باید ستا په لمړیتوبونه کی وی خو تر کومه چی ګورو دواړه درنه پاتی دی او ګواکی پکی پاتی راغلی یی او بلی خواته روان یی.
    ولسمشره ! زه د ننګرهار ولایت یم راشه دلته چارواکی وګوره چی اوس هم هماغسی په فساد ککړ مافیایی کړی په خلکو ظلمونه او ستمونه کوی، هماغه بی سوادان د قوماندانی مقام او رتبو څخه په ګټه اخیستنی د خلکو شخصی ځمکی غصب کړی او لا غصبول روان دی.
    زه داسی یو څوګ پیژنم چی ځمکه یی د یو غاصب او جابر قوماندان (چی ځان مجاهد بولی او دا د ځان حق بولی) له لوری غصب شویدی او څو کاله کیږی چی د کابل او مختلفو مراجعو څخه امرونه راوړی خو څوک یی په قصه کی هم نه دی ځکه د کرزی په فساد ککړه اداره وه او ګیله هم تری نه وه، اوس ستاسو د ښه نظام په تمه یو ځل بیا عارض شویدی، خو تر کومه چی خبر یم ولسوال صیب یی هم عریضه په ګوته وهی او وایی چی داکار نه کیږی او د ولسوالی حقوقو مدیریت او نور امنیتی کسان هم ورته اعتنا نه کوی ولی ؟ پوهیږی چی ولی ؟
    داسی خبر شوم چی نوموړی قوماندان د حقوقو مدیر کورته د شپی له خوا مسلح کسان ورلیږلی وو او مدیر ته یی اخطار ورکړی وو که ددی سړی کار مو وکړل خیر به مو نه وی دغه بیچاره او مظلوم شخص بیا ولسوالی ته مراجعه کړی وو چی ولسوال موجود نه وو او د ولسوال معاون ورته ویلی وو چی زه خپل ځان په خطر کی نشم اچولی هغه قوماندان دی او هر څه کولای شی. او قوماندان صیب د ټوپک په زور په ځمکه ولاړ دی او مزدوران یی کار کوی
    پوهیږی ولسمشره! هغه په هیڅ کوم دولتی ارګان کی دنده هم نلری خو د کور ترشا یی ۴ دولتی موټری ولاړ دی او کله چی خپل ګوندی دفتر ته ځی نو دری موټره یی بدرګه کوی. دا ټول څه دی ؟ له شخصی ځمکو او جایدادونو نیولی بیا تر دولتی او بیت المال امکاناتو پوری ددی غاصبانو په لاسونو کی دی.
    د خدای خاطروکړه د مظلومانو له حاله ځان خبر کړه ګنی د مظلومانو آه به درته ډیر ګران پریوځی.
    ولسمشره ! نور تر کومه او څه وخت به دا ظلمونه روان وی ؟ په همدی ملحوظاتو خلک له تاڅخه ورځ تر بلی واټن اخلی، خو هغه د ارګ غوړه ماران چی ستا تر شاوخوا راټول دی تاته غلط وایی او غلطی مشوری درکوی ګنی یوځل د خپل محبوبیت د معلومولو په خاطر د اموزینی په ډول شل ورقی د ننګرهار په عامو خلکو کی توزیع کړی او وغواړی چی ستاسو په هکله ولیکی، مطمین یم چی ۱۵ کسان به درسره مخالف وی.
    هغه ستا تر شاوخوا معافیایی کړی دی چی تراوسه فعاله دی او ستا ددی کارونو نتیجه به دا شی چی ډیر ژرستا دغه مخلوط نظام له پښو وغورځیږی.
    هیله لرم چی له هری معاملی تیر شی او ددی مظلوم ولس او د هیواد ګټو ته لمړی توب ورکړی.

    والسلام
    هلال احمد یوسفزی

    1. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
      که دهیواد په امنیتی مسایلو هره ورز خبری ونه شی نو هیواد به نور هم له سولی بی برخی پاتی شی .

  4. د فرانسې ناورین له خپله لاسه!

    لیکونکی: محمد سلطان (شریفی)

    درې اونۍ مخکي، د چهار شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۷ نېټه، چي د عیسوی کال د جنوري د اوومي نېټې سره سمون خوري، د فرانسې هیواد د پاریس ښار په یوه مرکزي برخه کي یوه تر ټولو خونړی پیښه ځکه رامنځته سول، چي د چارلي هیبدو د مجلي دولس کسه هغه کارتونیستان چي په ډېره سپین سترګي سره د بیان د ازدۍ تر چتر لاندي پخپلو خپرونو کي د اسلام د ستر لارښود د سپکاوي سره سم، انساني کرامت ته هم توهین وکړ، پخپله د فرانسې هیواد د دوو اتباعو لخوا په نښه او ووژل سول. لاکن دا ډول زړه بوږونکي برید د پاریس د ښار سره سم د فرانسې ټول هیواد د غم پر ټغر کښېناوه.

    پدې کی هیڅ شکه نسته، چی د چارلی هیبدو مجلې پخپلو خپرونو کي ټولنیز عدالت تر پښو لاندي کړی وو. ځکه خو يې د رسنۍ د پاڼو د متنونو او کارتونونو څخه لمسوونکی بوی تر پزه کېده، چي د اسلام او مسلمانانو د ستر لارښود په وړاندي يې یو ښکاره تیری وکړ. چی دا تیری په نړی کي د څه ناڅه دوه میلیارډو مسلمانانو لپاره د خواشینی او خپګان سبب سو. خو دا خپګان د چارلي هیبدو د مجلې د کارکوونکو ژوند هم بې ویره پرې نښود، ځکه خو دا ناوړه عمل د دې سبب سو، چي د دې مجلې د دولسو کارکوونکو په وژنه باندي يې د فرانسې هیواد د اتباعو د خوښي او خندا موسم په غم او ناورین واړوه.

    له بده مرغه په نیویارک کي د ۲۰۰۱ عیسوي کال د سپټمبر د ۱۱ مي ڼېټې د خونړی پيښي راهیسي، نړی د یو ډول جګړیز بحران سره مخ سوېده، چی له عمله يې د نړی په ګوډ ګوډ کي انسانان په یو ډول نه په یو ډول د ژوندانه د ستونزو او جګړو سره لاس او ګریوان دي. البته د ۲۰۰۱ عیسوي کال د سپټمبر د یولسمی نېټې راهیسی په نړیوال ډګر کي عمومآ مسلمانان تر ټولو زیات په تپل سوي جګړو کي وځپل سول. لاکن دا پدې معنی نده، چي ټولو مسلمانانو د سپټمبر د ۱۱ مي نېټې په برید او ملاتړ کي لاس درلود، دا پدې معنی هم نده، چي په نړی کی دي نور مذهبي قشرونه د بېګنا مسلمانانو څخه نفرت کوي او یا دي یوه رسنۍ پر خپل سر د ټولو اسلامي مقدساتو سپکاوی وکړي.

    اوس نو که یو شخص او یا هم یوه رسنۍ پدا ډول منفي خپرونو باندي د شهرت تر څنګ د پیسو موندلو په لټه کي وي، نو دا دي هیڅکله نه هېروي، چي د شهرت او پیسو حاصلول د انسانو د ژوند په بیه باید نوي او نه هم دا شهرت او پیسه په نړی کی سیاسي او ټولنیز بحران په بیه. دا ځکه چي دا ډول خپروني د داسي یوې نړی د اوسېدونکو ترمنځ، چی همدا اوس يې تقریبآ د یوه کلي بڼه غوره کړېده، د نفرتونو، او تبعض تخم کري.

    د چارلي هیبدو د مجلې، مسؤول کسان، چي غوښتل يې په دا ډول تبلیغاتی جګړه باندی د نړیوالو پام ځانته راواړوي، همداراز يې پدې وروستیو وختونو کی په ښکاره ډول د اسلام د ستر لارښود په وړاندي په فکري او فرهنګي جګړې لاس پوري کړی وو. چي کیدایسي دا مجلې هم د صلیبی جګړي په ملاتړ خپل ټول وس پکار اچولی وي، ځکه خو يې د اروپا د اسېدونکو ذهنونه د اسلام او مسلمانانو په وړاندي تخریبول.

    زما په اند، که یو شخص په نړی کی دنورو خلګو مذهب، کلتور او عنناتو په سپکاوی او ملنډو وهلو کی خپل شهرت او عزت لټوي نو دا خو بیا پدې معني ده، لکه یو سړی چی د نورو خلګو په بېعزتی کی خپل عزت بقا لټوي، او بیا دي پخپله د یو ښه او هوسا ژوند په تمه وي. چی دا ډول سوچ د ځان د غولولو په معنی دی.

    د اسلام دین بېله شکه چی یو سپېڅلی، کامل او پاک دین دی، البته په اوس وخت کی، چی د انټرنیټي شبکو فعالیتونو پراخوالی موندلی، ور سره سم د اسلامي عقا‌‌ئدو مینوالو هم د خاموشه مطالعې ترڅنګ، پر ږغیزو او ټولنیزو رسنیو باندي د دیني علماو لکچرونو ته پوره پاملرنه کوي. چي دا کار ددې سبب سوی دی، چی هر سړی وکولایسي، اسلامي معلومات د مسجد نه پرته پر انټرنیټي پاڼو باندي هر وخت چی زړه يې وغواړی وګوري. ترڅو يې په زړونو کي د اسلام په وړاندي هغه سوالونه چی دوی يې لري، حل سي.

    د دا مطالعې او اسلامي معلوماتو له مخی ټول همدا اوس پدې ښه پوهیږی، چي داسلام دین د الهي حکم پر بنسټ د دې لپاره ندی راغلی، چي د بشریت تر منځ د بېلتانه تخم وکري. بلکی ټول بشریت ته يې د ورورولی، میني، خلوث څخه ډک پیغامونه راوړی دي. دا پیغامونو د انسانانو د ژوندانه په هره برخه او اړخ کي د ژوند اسانه کول او د مشکیلاتو او ستونزو څخه په امن کی ساتل دي. لاکن دا امن یوازي او یوازی په هغه صورت کی امکان لري، چي د اسلام د دین پیروانان يې د صحي لوست او زدکړي ورورسته، په مکمله توګه پر ځان باندي تدبیق کړی.

    د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کي د ۲۰۰۱ عیسوي کال د سپتمبر د یولسمي نېټې د خونړی پيښي سره سم، په نړی کي نوري دا ډول پيښي ددې سبب سوي چي، ډيری خلګ د اسلامي عقایدو په اړه مطالعې پیل کړی، تر څو ځانته دا معلومه کړي، چي اسلام یعنی څه؟ او ولي مسلمانان د خپل دین سره دومره لیونی مینه لري؟
    له نېکه مرغه دا مطالعې ددې سبب سوې، چي د اروپا او امریکا د ځینو هغه اتباعو شکونه چی د اسلام په وړاندي يې لري او یايې درلوده، دېته اړایستل، ترڅو د انټرنیټ او اسلامي کتابونو د لوست او زدکړي له لاري، چي هغه نن د نړی په هره ژبه ژباړل سوي دي. تر نورو څېړنو لاندي ونیسي، ترڅو پخپل ذهن کي هغه خلق سوي سوالونو او شکونو ته د حل لاره وموندي، چي دوی يې د اسلام په وړاندي شکمن کړي وه، الحمدالله هغه شکونه او سوالونه د هغو کسانو په زړونو کي اوس ټول حل سوي دي، چي په اسلامي مطالعه يې لاس پوري کړی دی.

    ځکه خو په اروپا او امریکا کی اوس زیات شمیر ځوانانو، چي په هغوی کي مشهور فلمي اکټران، په نړیواله سطحه ورزیش کاران او علمي څېرې هم شاملي دي، اوس اسلام ته مخه کړېده. همدا علت دی، چی د یهودو په مشرتابه نړیوالي استخباراتي شبکې د ډاره، د اسلامي عقایدو په ژوبلولو پیل کړی، ترڅو خدای مکړه، د اسلام دین د دا ډول مجلو د خپرونو او په نړی کي نورو تخریبي اعمالو په واسطه د اروپا امریکا مېشتو ځوانانو په زړونو کی ژوبل کړي.
    هیڅ عجبه نده، چی د چارلی هیبدو مجلې دي خپلي خپروني په شعوري توګه د نړۍ د مخورو استخباراتی شبکو په ملاتړ پیل کړی وي، دا ځکه چي دا امکان نلري، چي یوه عادي رسنۍ دي پر خپل سر د دا ډول خطرناکو خپرونو مسؤلیت پر غاړه واخلي، ترڅو يې تر شا قوي ملاتړي او پشتبانه موجوده نوي. زما په اند د دا ډول نشراتو او خپرونو پېټی پر خپل سر د یوې ادارې پر اوږو یو ډېر دروند بار دی، او نه هم یوه عادي رسنی پرخپل سر داسي تصمیم نیولای سي. ځکه پدې هر څوک پوهېږي، چي د دا ډول خپرونو عواقب بې خطره ندي.

    همدا وجه ده، چي د نړی په ګوډ ګوډ کی مسلمانانو د دا ډول پارونکي عمل په وړاندي د حقارت احساس وکړ او په زړونو سخت ژوبل سول. خو بیا هم د نړی اکثرو اسلامي هیوادو چوپتیا او زغم غوره وبلل. ځکه خو يې غبرګونونه په نشت کي وه، او که وه هم خورا پڅ ښکاریدل.

    لاکن دا هم ټولو ته ښکاره معلومه سول، چي ځیني مسلمانان د اسلام د ستر دین د سپکاوی په وړاندي، چوپتیا او زغم نسي کابو کولای. همدا علت وو، چي موږ او تاسو درې اونۍ مخکي د چهار شنبې په ورځ، د مرغومي پر ۱۷ نېټه، چي د عیسوی کال د جنوري د اوومي نېټې سره سمون خوري، د دې مجلې دوولس مشهور کارتونستان او کارکوونکي د دوو مسلمانانو وروڼو په توسط، چي په غالب ګمان سره کېدایسي د القایدې د شبکې سره يې تړاو درلوده، او هم يې د فرانسې هیواد تابعت تر لاسه کړی وو، لخوا پخپل کاری دفتر کی تر برید لاندی راغلل او ووژل سول.

    چي په نتیجه کي يې د اردون هیواد پادشا ښاغلي عبدالله او د فلسطین هیواد ولسمشر ښاغلي محمود عباس په شمول د ۴۴ غربي هیوادنو واکمنانو هم د پاریس ښار پر سړکونو باندي په عامه احتجاج وکړ او د وژل سوو کسانو تر څنګ د فرانسې هیواد د اتباعو سره خپله خواخوږي ښکاره کړل، او دا دول بریدونه يې په سختو ټکو وغندل.

    لاکن تر ټولو دردونکې خو لا دا وه، چي د دا خونړی پېښي څخه یوه اونی لا نه وه تېره سوې، چي د چارلي هیبدو د مجلي ادارې یو ځل بیا پخپلو خپرونو کي د اسلامي مقدساتو په توهین لاس پوري کړ، چي دا ځل يې په ترکیه، ایران، افغانستان، پاکستان او نورو اسلامي هیوادنو کي د خلګو سخت غبرکونونه را وپارلول، چي په نتیجه کي يې په ایران، افغانستان او پاکستان کي عوامو د فرانسې هیواد د بیرغونو سوځولو ترڅنګ د خپلو حکومتونو څخه د فرانسې د سفارت د بندېدو غوښتنه وکړه.
    د ایران او ترکيې هیواد واکمنانو ښاغلي رجب طیب اردوغان او خامنيې یوازني شخصیتونه وه، چي د چارلي هیبدو د مجلي د خپرونو په وړاندي يې په عامه د حقارت احساس و کړ. ښاغلي اردوغان فرانسې ته ګواښ وکړ، چي که چیري فرانسه د دا ډول ناوړو خپرونو په اړه د اسلامي هیوادونو بخښنه ونغواړي، نو ترکيې پخپل هیواد کي د فرانسې سفارت ته ضرورت نلري، او پاته نورو اسلامی هیوادونو مشرانو، چي سعودی عرب يې په سر کي راځي، د یو ګېلې په شکل هم نه د دې کارتونونو غندنه وکړه، نه يې دا کار د نړی د مسلمانانو سپکاوی وباله او نه يې هم د اسلام د دین سپکاوي یو غیري انساني او لمسوونکی عمل.

    د ملګرو ملتونو د ټولني سر منشي بان کیمون، د امریکا متحده ایالتو ولسمشر بارک اوباما، همدا راز د برطانيې صدراعظم ډیویډ کېمرون، ایټالیا، جرمني او د نړۍ د ۴۴ مملکتونو واکمنانو هم د دې پر ځای چي د چارلي هیبدو د مجلې خپروني يې د مسلمانانو په وړاندي لمسوونکي عمل بللی وای، برعکس د دې مجلې خپرونو ته يې د بیان د ازادی نوم ورکړ او د هغوی ښکاره ملاتړ يې اعلان کړ.

    بان کیمون د دې پر ځاي چی د دا مجلې خپرونې يې د دې وسلوال برید اصلي لامل، لمسوونکي او د نړی د مسلمانانو سپکاوی بللي وای، برعکس دا برید يې د تفرقې او د بیان د ازادی په وړاندي ښکاره تیری وباله.

    اوس پوښتنه داده، چي ښاغلی بان کیمون، بارک اوباما او د غربی نړی واکمنانو! دلته د تفرقې اچوني او د بیان د ازادی په وړاندي اصلی تیری کوونکي څوک دي؟

    ایا د بیان ازادي د نړۍ مسلمانانو ته د ښکنځلو او سپکو سپورو په معنی ده؟

    زما پخپل اند د بیان د ازادی اصلي تېری کوونکی هغه کسان دي، چي د بیان د ازادی تر چتر لاندي د نړی د یو لوی قشر د انسانانو دین او مذهب ته توهین کوي او هغوی تعقیروي.

    خو د یوه لیکوال په اند زه په دا کار نه پوهیږم، چي د یوشتمې پېړۍ د معیارونو او ستندردونو سره سم، د اروپا غوندي په یوه پرمختللي هیواد فرانسه کي، څرنګه یوه رسنۍ په رسمي ډول د نړی د مسلمانانو ارزښتونو ته په شعوري توګه سپکاوی کوي؟

    زه نه پوهېږم، چي څرنګه د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړی د څه نا څه دوه میلیارډه مسلمانانو معنویاتو او دیني ارزښتونو و سپکاوي ته د بیان د ازادی نوم ورکوي؟

    نن ورڅ نړیوال واکمنان د دولسو کسانو په وژنه په زغرده د پاریس په ښار کي خواشني ښکاره کوي او دا وژنه غندي، خو په اعراق، افغانستان، لیبیا، فلسطین، سوریه او لبنان کي چي د دوی د ناحقه لاسوهنو له لاسه د ورځي په زرګونو انسانان په بې رحمانه ډول وزل کیږی، ولي چا د دغو ظلمونو په وړاندي ږغ پورته نکړ، نه يې د خوشینی اظهار وکړ او نه يې چا لای پورته کړ؟

    ولي د سعودي، اردون، کویټ، قطر او متحده اماراتو واکمنانو ددې ظلمونو په وړاندي سړکونو ته نه راووتل؟
    ايا موږ د نړی د دوه د میلیارډو انسانانو معتقداتو او مقدساتو ته سپکاوی او ښکاره تیري نسو ویلای او دا ډول ډیموکراسۍ ته د وحشت نوم نسو ورکولای؟

    که څه هم په ظاهره باندي اکثره غربیان دا ښيې، چي ګڼي باید د دوی د مملکتونو اوسېدونکی د ( رېسیزم او فاشیزم ) د بېځایه تبلیغاتو څخه ډډه وکړي، چی کڼي د اروپا او امریکا ټول اتباع باید د تور، سپین، ګندومي اسیايې، اروپايې او افریکايې په نوم یو د بل سره د رنګ، منطقې او مذهب په نوم تبعیض ونکړي. دا پدې معنی چي، هیڅ یو شخص ددې ایجازه نلري، چی د یو بل د مذهب، کلتور او عنناتو سپکاوی وکړي.

    د اروپايې اتحاديې د قانون له مخي، که چیري یو شخص په یوه ټولنه کی د مختلفو اقوامو، عنناتو او مذاهبو په تفرقه اچونه او د هغوی تر منځ په تبعض باندي تورن او ونیول سو، نو د قانون د حکم پر بنسټ به دا ډول شخص د سخت قانونی چلند سره مخ سي.

    خو له بده مرغه دې حکم ته د عمل په جامه کښي د مسلمانانو سره دوه مخی چلند کیږي. دا ځکه چی که یو څوک په ښکاره ډول د اسلام د دین سپکاوی کوی، قران شریف ته اور اچوي، د رسول اکرم ( ص ) کارتونونه رسموي، چي دا ډول عمل په سوونو میلیونه مسلمانانو چی د نړی دوهم لوی مذهبي قشر تشکیلوي د خپګان او خواشینی سبب ګرځي. د اروپا او امریکا حکومتونو د دې پر ځای چي د دغسی اشخاصو مخنیوی و کړی، برعکس هغوی يې همېش تشویق کړي او دا ډول عمل يې د دې پر ځای چي د تبعض تفرقې اچوني او ټولنیز بحران د سبب کېدولو یوه وسیله بللی وای، برعکس دا کار ته يې د بیان د ازادی نوم ورکړی.

    خو که چیري یو مسلمانه ښځه په اروپا او امریکا کي په اسلامي لباس او حجاب کي یوه بس یا اورګاډي ته وخیژي، نو یوه غربي ښځه د هغې مسلماني څنګ ته هم نه کښېني، او د ورایه ټول خلګ هغې ته د نفرت او حقارت په سترګه ګوري او په اسلامی جامه کی د نارینه مسلمان سره همداسي چلند کیږي.

    په انګلیستان کی د ډيلې ټیلګراف د ورځپاڼي په حواله په ۲۰۱۴عیسوي کال د می په میاشت کی د فرانسې حکومت خپل د هیواد دوو اتباعو ته د حجاب له وجهي جریمه ورکړه.

    د ورځپاڼي له قوله چي دغو دوو انجونو ته په محکمه کي د دوخول ایجازه ځکه نه ورکول کېدل، چي هغوی دننه په محکمه کي هم نقاب اغوستی وو، او د لیري کولو څخه يې په زغرده ډډه کول. ډيلي ټیلګراف لیکلي، چي د محکمې د حکم پر اساس ۳۲ کلنه احماس نومي انجلۍ۱۲۰ ایرو او ۳۶ کلني نیت علي ته ۸۰ ایرو جریمه ورکړل سول.

    اوس سوال دادی، چی دلته د مذهب، کلتور، ژبی او رنګ د ساتلو توازن څه سو؟

    ایا د نورو انسانانو کلتور او مذهب ته د درناوي اصلیت څه سو؟

    ایا د دیموکراسي اصل، خپلي غوښتني پر نورو باندی د تحمیلولو به معني دي، چي ان یو شخص به خپله جامه هم د نورو په خوښه اغوندي؟

    که چیري له وقعتونو سترګی پټي نکړو، او خدای مکړه، یو مسلمان په اروپا او امریکا کي د یو بل مذهب کتاب وسوځوي، او یايې په عامه رسنیو کی د مذهب سپکاوی وکړي، اروپایان دغه عمل ته په قانوني توګه پروکېشن یا (پارونکی عمل) وايې، نو ځکه به د یو مسلمان لپاره د دغسي عمل اجرآ کول مځکه سره کړي، او د هغه شخص به پر شپه کړي. په سلو نومونو لکه تروریست، دهشت ګر، بنسټپاله، رېسیست به ویادول سي، نوم به يې په تور لیست کي شامل، او بلاخره به دغه شخص تر نیولو وروسته د جسمي او روحي شکنجو تر څنګ د بند په تورو تیارو کی شپې سبا کوي.

    د بي بي سي د خبر له مخي د چارلي هېبدو طنزي مجله د دې دمخه چی پداسی سپک او ناوړه عمل لاس پوری کړي، د اقتصادي ستونزو سره مخ وه. خو کله چي يې په کارتون کي زموږ دستر لارښود سپکاوی وکړ، نو دا ټیم دومره تشویق سو، چي په ټوله غربی نړی کی د شهرت موندلو سره سم په میلونونو ایرو سود تر لاسه کړ. دا پدې معنی چی دا اشخاص اسلام ته د سپکاوي پر بنسټ د حکومت او عوامو لخوا تقدیر سول.

    په ۲۰۰۵ عیسوي کال کی د جیلاند پوسټن په نامه د یوې ډنمارکی ورځپاڼي له خوا د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) کاريکاتور تر خپرېدو وروسته په افغانستان او پاکستان کي سخت احتجاجونه وسول. په دا غبرګون کی د څو ورځو مظاهري د پولسو او عوامو په تاوترخوالي واوښتې، چي ددې تاوترخوالي په نتجه کي يې په لسګونو کسان ووژل سول. همداراز په ۲۰۰۸عیسوي کال کي په اسلام آباد کي د ډنمارک پر سفارت باندي د بمي يرغل په واسطه ۶ کسان ووژل.
    نو ایا په ډنمارک کي د جیلاند پوسټن ورځپاڼي د اسلام د ستر پیغمبر د کاریکاتور خپرول پارونکی عمل نوو؟ چي د دوی د دې کار په عکس العمل کي په لسګونو کسان ووژل سول. اروپايې ټولني د دې پر ځای چي د ډنمارکي ورځپاڼي دا کار يې غندلی او پارونکی بللی واي، برعکس هغوی هم دا کاریکاتور ته یوار بیا د بیان د ازادی نوم ورکړ.
    لنډه دا چی، په یوه سالمه او پرمختللې تولنه کي، داسی یوعمل چي په ټولنیزه توګه د انسانانو تر منځ د بحران سبب کیداسي، هغه ته مشروعیت او حمایت ورکول، د مشکیل د کابو کولو پر ځای د اور لمبو ته په لوی لاس د لمن وهلو په معنی دي. چي دا ډول بیځایه ملاتړ د نړی د انسانانو تر منځ د واټن پراخولو تر څنګ د غچ اخستلو او پراخي مرګ ژوبلي سبب کیدایسي.

    نن ورځ د دې پرځای چی نړیوالو واکمنانو په اروپا او امریکا کي د مختلفو قومونو او مذهبونو تر منځ د توازن ساتلو پر اساس يې فکر کړی وای، ترڅو په راتلونکي کي نه څوک د بل مذهب، کلتور او عنناتو سپکاوی وکړي، او نه هم بل شخص د غڅ اخستلو په هوډ په یوه ټولنیز بحران لاس پوري کړي. دوی بر عکس د مسلمانانو په وړاندي د فکري او فرهنګي جګړې د کمپاینونه ملا تړي او هغوی د خپلو استخباراتي شبکو له لاري له مالي لحاظه تمویلوي. چي دا ډول عمل په اسلامی هیوادونو کي د غربي هیوادونو د اوسېدونکو په وړاندي ستونزي زېږوي. همدا علت دی، چي نن ورځ په اسلامي هیوادونو کی د بحرني سیلانیانو او کارکوونکو لپاره اوسېدل او سفر کول له وېري او ډار څخه په امن کی ندي.

    فرانسه او اروپايې اتحادیه باید پر داسي یوه ستراتیژي کار وکړي، چي له عمله يې په راتلونکی کي، په اروپا او امریکا کي یوځل بیا د مذهب، کلتور، عنناتو له وجهي ټولنیز عدالت تر پښو لاندي نسي. ترڅو یو شخص د غچ په هوډ د عامه وژنو او د همدې ټولنیز بحران سبب نوي ګرځېدلی.
    لیکونکی: محمد سلطان ‍‍‍‍(شریفی)

  5. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته دراډیو ټولوکارکونکو او اوریدنوته وایم زه ونوی افغان ولس مشر داپیشنیهاد وړاندی کوم چی نن سبا هر کشر چی دخپلو والیدینو دنصحت څه په تنګ شی نو هم دستی ځی پوستی ته چی دپوستی دمشر یا لوړ اورګان له خوا دده کم سن وسال یابل کم جوار نه کتل کیږی نو داسی اشخاص بیا نه دوطن خدمت نه دولس دمشرانو عزت بلکی دولت ته هم اوفاار نه پاته کیږی باید هیځ کشر بچی ته اجازه ورنه کړل شی چی ددټول خصوصیات په نظر کی نه وی نیول شوی داځکه چی دی دوالیدینو و اصولو ته غاړه کښینژدی حکومت ته به څنګه اوفادار شی

  6. ښاغلی خوستی صیب مضمون مو منطقي دی خو له پښتو الفاظو سره، هغه هم په عنوان کې، پام کوه. که مو ګرېوان اسیر دی، لاس خو مو لا شته. مطلب مې دا دی چې د “مشت و ګرېوان” په ځای په پښتو کې “لاس و ګرېوان” عام دی. له دې سره ستاسو مضمون لا درندېدای شي.

  7. السلام عليكم دنشرفه هيله
    ـــــــــــــ غـــزل ــــــــــــــــ
    تومی کړلی اوښکی پرګریوان په لـــپو؛؛؛
    باران هم په سلګوکړ ی داسمان په لــپو؛؛؛

    په داسی حال کی دجانان له کوڅی بیل شوم
    رټلی په سر وویــــنووم دځان په لــــپو؛؛؛

    داچی خیږی نن اهــونه له کـــوم درده.
    بیاریبلی دی په لاســــو چا ګلان په لـــپو؛؛.

    درکی څوبه درپدریو ای زخــــمي وطــنه.
    لولپه کړلی نن خپـــلو دخزان په لپـــو؛؛؛

    دبــلال رنګینه غـــــزله خو ګ به نـــشی.
    اوري چی پرموږباندي خفګان په لــــپو.؛؛؛

  8. د افغانستان مظلوم اوبیچاره اولس ! د پاکستان او ګوډاګی اولس مشر غنی د نوی انډیوالۍ ، او د کم عمره بی تجربی ډیموکراسۍ ، چور او تالان چی اکثره د یو نظام په پایله کی هیواد ورسره لاس او ګریوان وی د اولس ژوند په سلګو ګړي ده .
    هره ورځ نوی غمیزه ، فاجعه ، ماتم ویر او د قیامت صغری منظر وی ،،،
    کله مو اسلامی شعائر ، مقدسات او عنعنات په ډلیز شکل په عام محضر کی ښکنځل کیږي ،،، او کله مو ددی کړنو په انتقام کی ژوندی انسانان په اور کی کبابیږي ،،،،، علما ، روحانیون ، ملي قهرمانان او کدری ، مسلکی ځوانان مو په پردی وطن کي د هجرت تر عنوان لاندی د بل پر کټ تر نامعلومي نیټي ژوند کوی په هیواد کی مو دیهودو بچیان او د پردی ډیموکراسی پلویان د خره په ویاړ لمانځ غونډی جوړوی ،،،،،،،،،،،،، پاکستان چی تل یی په درواغو سیاست کړی او له همدی لاری یی خپل نس ډک کړی د دروغو په وعدو چی ګوندی طالبان د دوی خلګ وی ځکه ټوله نړی دا دعوه لری او کیدای شی خبره یی ومنې او د مذاکراتو لپاره یی اماده کړی غلطی وعدی ګوډاګی دولت ته ورکوی او طالبان خپلی قربانۍ د پاکستان لپاره نه ضائع کوی هیڅ د باکستان تر فشار او اغیز لاندی نه رازی په نتیجه کی دغه شیطان نوی لوبی د داعش تر عنوان لاندی پیل کړی چی کله مو بیګنا وتنوال برمته کړی او کله مو بیا لارویان را شهیدان کړی ،،،،،،،،،،،،،،،،،،، اخر څه به کیږی او څه وخت به کیږی تر څو به په دغسی ناورین او نا معلوم برخلیک ګرفتاریو …….
    که په دغه حساس وخت کی هیوادوال په یوه صلاح له او یوه پریکړه دغه د پردو ګنجیان ، دیهودو او غرب مزدوران چغه کړی او تر پلیتی ډیموکراسی تیرشی او خپلی سپینی جامی په تن کړی او قران کریم په غیږکی ونیسی او د رسول لله صلی الله علیه وسلم نظام له خپل طالب سره په ګډه ومنی او یو سوچه اسلامی او ملی دولت اعلان کړی څه اسمان به ونړیږی بیا به ولی وینی تویږی ولی به قران کریم سوځول کیږی ولی به یی انتفام د کافرانو په ځای له یوی افغاني میرمني اخیستل کیږی ،،،،،،،،،،، ولی به د داعش او ډیموکراسی قربانی کیږو ،،،،،،،،،، ملته اوس به یو کیږی کنه ورکیږی
    یتیم زابلي

  9. اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته تاسو او د راډیو ټولو کارکونکو او او اوریدونکو ته ګرانه وروره اخلاقو ته خو که موږاوتاسو ځانو نه په دی خبر کړو چی دنبی علی سلام حدیث شریف دی چی اخلاق دایمان یو برخه ده چی دچیاچی اخلاق سالم وی ایمان یی کامل دی بل داچی که هر څوک اقلاقوته نظر واړوی دمسلمان ورور حق او ناحق پیژنو نو هلته چی اخلاق وی ارامی اوسوله وی خدای دی موږ اوتاسو ته پرنیک اسلامی شرعی اوصولو مطابیق داخلاقو برخمن لری

  10. ما پخوا فکر کوو چی داعش د اسلام لپاره مبارزه کوی خو اوس راته معلومه شوه چی دوی د یهودو د پاره کار کوی او دننګرهار پیښی داسی اوښوده چی دوس ځانته مسلمان وژنه کوی- او دا خلافت نه دی بلکه د اسلام له منځه وړل دی ورونه دی بیا هم خبر وی مننه

  11. د ټوپک تدفین که پر اسلامي او افغاني برم ملنډې؟!

    توره او ټوپک د مسلمینو برم، ورسره د افغان مسلم ملت تاریخي او پتین سمبول، او په ټوله کې د ګڼې نړۍ د مسلمه امت د اصالت او برم د ساتلو وسیله چې له زلفقار نه نیولې تر ننني کلاشینکوف پورې له بدر څخه تر عمري مېړانې پورې مو د الله د تشرېع د پلي کولو او ګټات لپاره همدا توره، نیزه او ټوپک کارولی او زده کړه یې پر هر اهل ایمان لازمي ده…
    خو نن به څوک وي چې زمونږ پر وړاندې د داسې ارزښتناک څيز غندنه او تکفین وکړي او څوک به وي چې هغه ټولې مجاهدې نا لیدلې ونیسي چې د تاریخ هره پاڼه مو ــ چې د غیرت پارونکې او د وقار ښکاره مدرسه ده ــ په هېره حساب کړي؟؟
    او هر هغه شهیمه تابلو چې د همدې تورې په برکت مو د صلیب نښان ور کوږ کړی او د تاریخ او د افغان ملت په زړونو کې نقش ده؛ څنګه به د سولې په تش نامو آوازو ړنګه شي؟
    هغه څوک ده او له کومې مرجع تمویلیږي چې نن زموږ پر همدې اسلامي او افغاني ویاړ (ټوپک او تورې) پسخند وهي؟

    دا هغه خلک دي چې زما اسلامي برم نه پېژني او زما اسلامي اعتقاداتو سره نا آشنا دي او زما له هر هغه تاریخي متن څخه غافله دي چې مو پر ننګ پورې تړاو لري او هغه وګړي دي چې د اسلام له ثقف (جهاد) څخه په روڼ ډول منکر او ناخبره دي او د لویدیځ په اَخور را لوی او زمونږ د ننګ د تخریب لپاره یې د صلیب په کوردیناتو مټې رانغاړلي چې په مسلسله توګه مو هره ورځ په مختلفو ډولونو سره زمونږ اسلامي او فرهنګي ننګ تر ریښخند لاندې نیول کیږي او پر دې لړ د لویدیځ په استشراقي پروژو کې زمونږ د مسلمه امت پر وړاندې ولاړ دي…
    د ننني ورځې په څېر چې په کابل کې د مدني فعالانو لخوا د یوې نمایښي ډرامې په ترڅ کې ټوپک تدفین شو؛ حېڅکله به د صلیب لخوا دا ډرامې زمونږ د مسلمان ولس په سترګو کې حایل جوړ نکړي او دا یوازې خاورې پاشنه به یې حېڅ ګټه ونکړي ځکه ددې ملت هر وکړی د اسلامي نظام د راتلو په تمه سترګې څاري او پر دې پوه دی چې زما پر ټاټوبي یوازې د همدې ټوپک پر وسیله اسلام قایمیږي او اسلامي نظام یوازې د همدې باروتو په مرسته او د مجاهدینو د وینو په رنګ راتلای شي، نه په بل څه او دا جنګ به تر ورځ د قیامته جاري او روان وي او دا ټوپک به د تاغوت په تقابل ډزیږي او په الله اکبر به بدرګه کیږي!
    نو د صلیب دا شاتورې خرې (مدني فعالان) د واوري چې دلته اروپا او امریکا نده چې خپل معبود (تولید، پیسې او لذت) وپالئ او دلته یې زمونږ د اسلامي جامع نظام په تقابل کې رامخته کړئ، بلکې دلته ډېرو د همدې آرمان د اعمال په تمه سر وخوړ او څه یې هم لکه امان الله خان د ارګ له ماڼۍ د ایټالیا په زوړ تونونو کې ساه ورکړه او تاسو به هم لکه د ظاهر شاه مشروطیان؛ یا همدلته دروېځګرۍ ته اړ سئ او یا به مو د بخت په یارۍ د اروپا او امریکا په سلمانیانو او سګ شویانو او بارونو کې دندې ونیسئ او لدې پتینې او پښتینې خاورې به مو ګیلم ټول شي او دا کرغېړن آرمانونه به ګور ته یوسئ!!!
    د یو سوچه او زلاند اسلامي نظام د قیام په هیله

  12. اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته،
    ستاسو دښه ژوند په هيله
    محترمو دوستانو ستاسو ويب پاڼه دسرچ لپاره کوم ځاي نه لري که چيري دا ور اضافه سي ډير به ښه وي او بله خبره دا چي زما دسپتامبر يوولسمي په هکله معلومات په کار دي که يې چيري عاجل زما اېمېل ته را واستوى او يا يې په ويب پاڼه کي نشر کړي ډيره مهرباني به مو وي البته که درسره وي
    په درنښت
    قانع

  13. کوچنی اختر مو مبارک شه!

    تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال

    كل عام وأنتم بألف خير

    ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه ګرانو هیوادوالو ته د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د زړه له تله مبارکي وایي. الله جل جلاله دې د مبارکې روژې په میاشت کې زمونږ ټول عبادتونه قبول وګرځوي.

    او نیکمرغه کوچنی اختر دې د هغو میړنیو شازلمیو مبارک وي چې د خوښۍ دا ورځ یې د دین او هیواد له مینې ځار کړي، او د اختر خوښي په سنګر کې تیروي څو د خپل ګران ولس هره ورځ اختر وګرځي، او ګران هیوادوال د کال په ټولو ورځو کې لکه د اختر خوښي وکړي.

    نیکمرغه کوچنی اختر دې د هغو اتلو مسلمانانو مبارک وي چې د خپلو اسلامي شعائرو، ملي نوامیسو، او دیني مقدساتو د دفاع په نتیجه کې په خپل کور کې د کوچني اختر د خوښيو نه محروم ګرځیدلی وي، او د خپلې خاورې له ازادۍ څخه یې خپله ازادي قربان کړي وي، او د مبارکې روژې نه وروسته دا دی د کوچني اختر خوښۍ هم د تورو تمبو شاته تیروي.

    نیکمرغه کوچنی اختر دې هغو با احساسه افغانانو ته مبارک وي چې خپل سرونه قربانوي څو زمونږ سرونه په امان کې وي، خپلې وینې تویوي څو زمونږ وینې محفوظې وي، پخپله د جهاد په سنګرو کې شپې رڼې تیروې څو مونږ په آرام خوب وکړو، او پخپلو لاسونو او پښو کې ځنځیرونه قبلوي څو ولس د غلامۍ له ځنځیره وژغوري.

    بیا دې هم ورته مبارک وي او بیا دې هم ورته مبارک وي!!!

    له څښتن تعالی څخه سوال کوو چې راتلونکی اختر په داسې حال کې په مونږ راوګرځي چې ګران هیواد مو د پردیو اشغالګرو له پنجو آزاد، او د اسلام په خاوره د اسلام سپیڅلی بیرغ رپانده ووینو.

    د همداسې اختر د لیدوپه هیله

  14. اسلام علیکم ورحمت اللہ وبرکاته ماشاءاللہ دیره په زره پوری ویب پانه ده اللہ دی اجرونه درکری دیر شکلی معلومات نشروی.

  15. ای زموږ ددواړوجهانونو مالکه خدایه! په دی وطن کی صلحه ارامی او سوکالی راوله او ددی وطن چی هرڅوک او په هره جامه کی دښمنان دی یا الله ته ورته دخپل عظیم قدرت نښی وښیی او دا وطن یی له شره خلاص کړی. امین

  16. …..اخ رهبره…..
    چي ستاپه مرګ سوم خبرزه,درپسي ومې ژړل..
    ډيردي غمجن کړم بيلتانه,درپسي ومي ژړل..

    دنړي ټولي سرچيني به ږغيدلي باندي..
    هرخواوه ستادمرګ قيصه,درپسي ومي ژړل..

    داکليمه مي ترخولي ووتل چي اخ رهبره..
    چي ستاتصويرته مي کاته,درپسي ومي ژړل..

    ګرانه فراق دي زماله سترګوڅڅولي اوښکي..
    کول دردونه مي باڼه,درپسي ومي ژړل..

    صرف به دوعادرته کوم نورلاس ته هيڅ نه راځي..
    رب دي جنت کړه نصيبه,درپسي ومي ژړل..

    يوازي زه.حاکمي.نه وم چي ژړله به مي..
    دډيروزړونه وه خفه،درپسي ومي ژړل..
    …مولوي حکمت الله حاکمي…2015/9/8..ذوالقعده24 دهجرت په ديارکي

    1. دغه افغان هیڅ سیواد نلری چی افغان ولمسشر پوری ملنډی وهی الله (ج) پیداکوونکی او اخیستونکی دی متلب می چی الله (ج) مونږ پیدا کوی او مونږ بیرته مړ کوی له موږ څخه امتحان اخلی ټولو افغانانو ورونو ته می دا پیغام دی چی ښه عمل پردی دنیا کی وکړی او چا پوری ملنډی مه وهی

  17. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته :
    ولسمشره ته افغان یی!
    کله چی ولسمشریزی تاکنو خپل په لمرنیو پراونو کی وه نو تا افغانانو سره دیری وعدی کری وی خو یوی وعدی باندی به دی بحس وکرو له کله نه چی تا ویلی وه چی هیس یوافغان له بل افغان سخه کم نده .رآزه چی دلته یی ثبوت ته ورسوه کله چی زما افغان ورور له کوره کراچی په لاس ووزی نو تر ماخام پوری 200 افغانی نشی پیداکولای .خو کله چی ستا افغان معاون صیب په سهار په خپلی چوکی کی کیناست نو په یوه امضاء باندی 200000 افغانی پیداکوی نو دا سنگه یو افغان له بل افغان کم نه دی؟ زما 200000 افغانی هم ندی په کار زما وزگار افغان ته د کار زمینه برابره کره په هیواد کی می پروژی پیداکره .فابریکی راته جوری کره چی زه وکولی شم له وزگارتیا سخه نجات پیدا کرم کنه دا وزگارتیا به ما په نشه یی توکو او غلا باندی معتاد کری او یا هم زه مجبوره یم چی ددولت په خلاف د وسلوالو په قطار کی زان شامل کرم .
    هیله ده چی زما دا پیغام نشر کری له تاسو ویب پانی سخه مننه چی د ملت آواز او چتوی .

  18. دنن ټکی اسیا وېبپاڼې درنو دوستانو ته نېکې هیلې او درناوي وړاندې کوو،هیله ده چې تر دې دمه به روغ جوړ او په خپلو چاروکې بریالي و‎ئ.
    قدرمنو یوه هیله او غوښتنه مو درلوده که تاسو ته تکلیف نه وي، دقران او حدیث په رڼاکې دخوب تعبیر په نوم کتاب چې حکمتیار صیب لیکلی وو پخوا تاسو دوېبپاڼې له لارې پر لیکه شو،هغه مهال مې ډانلوډ کړ خو اوس رانه ورک شوی که مهرباني وکړئ داکتاب دایمیل له لارې راوستوئ ډېره مهرباني به مو وي.
    په پوره اسلامي مینه او ادب تاسو ورور عبدالمتین حمیدي.

  19. ﻏﺰﻝ
    ﺩﺗﻘﺪﯾﺮ ﺳﺮﻩ ﺟګړﻩ ﻭﻩ،ﭼﯥ ﺟﺎﻧﺎﻥ ﭘﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ﺩﺍﺯﻟــﻪ ﯾﯥ ﺷﺎﻫـــﯥ ﻭﻩ،ﭼﯥ ﯾﻤﺎ پﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ﺩﺍﺯﻟﻪ ﯾﯥ ﺷﺎﻫﯥ ﻭﻩ؛ﭼﯥ ﻣﺮﮔﯽ ﭘﺮﯤ ﺭﺍﻧﺎﺯﻝ ﺷﻮ
    ﺩﻣﺮﮔﯥ ﺳﺮﻩ ﺟﮕړﻩ ﻭﻩ،ﭼﯥ ﺳﻠﻄﺎﻥ ﭘﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ﺷﺎﻋﺮﺍﻥ ﻫﻢ ﭘﺮﯤ ﮔﻮﻧﮕﯿﺎﻥ ﺷﻮﻝ؛ ﻫﯧڅ ﺩﻏﻢ ﺷﻌﺮ ﯾﯥ ﻭﻧﻪ ﻭﯤ
    ﯾﻮﻩ ﺩﺍ ټﭙﻪ ﯾﯥ ﻭﻭﯤ،ﭼﯥ ﺣﻮﺷﺤﺎﻝ ‏ ﭘﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ﺧﻠﮏ ﺩﺍﺭﻧﮕﻪ ﺧﻔﻪ ﺷﻮﻝ؛ ﭼﯥ ﺗﯿﺎﺭﻩ ﭘﻪ ﺩﻧﯿﺎ ﺭﺍﻏﻠﻪ
    ﺧﻠﮏ ﺩﻭﻣﺮﻩ ډﯦﺮ ﺣﻮﺷﺤﺎﻝ ﺷﻮﻝ،ﭼﯥ ﺻﯿﺎﺩ ‏ ﭘﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ﭼﯥ ﺩﮐﻮﻧډﯤ ﻣﻮﺭ ﭘﻪ ﻣﺦ ﮐﯥ ﯾﯥ؛ﺩﺯﻭﯼ ﺳﺮ ﻭﺭﺗﻪ ﮐﯧښﻮﺩ
    ﭼﻐﻪ ﺩﺍﺭﻧﮕﻪ ﺷﻮﻩ ﭘﻮﺭﺗﻪ، ﻧﺎﺩﺭ ﺧﺎﻥ ‏ ﭘﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ﺩﺑﯥ ﺭﺣﻤﯥ ﺯﻣﺎﻧﯥ ﻧﻪ ﭼﺎ ﻭﻫﯧڅﻮﺭﺗﻪ ﻭﻧﻪ ﻭﯤ
    ﺧﻮ ﯾﻮ ﭼﺎ ﻭﮐړ ﻓﺮﯾﺎﺩ ﭼﯥ،ﺯﻣﺎ ﺑﺎﺩﺍﺭ ﭘﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ﭼﺎ ﻭﯾﻞ ﺷﺎﻋﺮ ﻣﺎﺗﻞ ﻭﻻړ،ﭼﺎ ﻭﯾﻞ ﭼﯥ ﻧﻪ ﮊﻭﻧﺪﯼ ﺩﯼ
    ﭼﺎ ﭘﻪ ﻏﻮږ ﮐﯥ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﯤ ﭼﯥ، ﺣﻤﺰﻩ ﺧﺎﻥ ‏ ﭘﮑﯥ ﺳﺮ ﺑﺎﯾﻠﻮﺩ
    ۱۳۹۴/۷ /۲۰
    ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ
    ﺣﺴﯿﻦ ﺧﯧﻞ

      1. جامد فکر جامد وی هفه نه په مادیاتو او نه هم په بی دینی سره رغیګی دیمکراتان جامد فکره دی اسلام نشی درک کولی ولو که ۱۰۰۰زر کاله نور هم غلامان پاتی شی

  20. دهیلی رشاد په اړه چی
    دطلوع سره په مرکه
    کی دبشریت په سترلارښود یی ګستاخانه حمله کړی
    لیکونکی:قمری میاخیل
    الله دی په شرمو وشرموی داخو دکفارو لخوا په همدی ګوستاخانه عمل ګومارل شوی او بیادخلکو داستاز ي په حیث په پارلمان کی منتخبه شوی ده زه خو له دی نه ګیله ځکه نکوم چی دارتداد په سین لاهو ده
    خو ګیله می له هغه چانه ده چی ځان ته دعلم تقوی ِ اسلام پال خطاب کوی په ټاکنیزو غونډوکی به یی
    دنحمده ونصلی علی رسوله الکریم
    په خطبه دجلسی اغاز کاوه نن ستاهمغه استازی چی تایی درحمة اللعالمین دمبارکی خولی په الفاظو غونډه بیاءکوله هغه نن په خپله پلته خوله دبشریت په ستر لاښود بی دریغه ګزار کوی اوصد افسوس په هغه چاچی نن یی دی مرتدی سره ځان بغیر دپوهیدلو نه په ارتداد کی شریک کړ اوهغه
    ځکه چی خپله قیمتی رایه یی ورکړی نوبنا پدی سره رایی ورکونکی ورسره دارتداد په ګناه کی شریک دی

  21. خفه نشی له ما څخه زه ستاسو همیشه نی همکار یم او زه له هغو خلکو سره مبارزه کوم جهاد کوم چی زما په نن ټکی اسیا راډیو تلویزون باندی ملنډی وهی او زما په ګران ولسمشر باندی ملنډی وهی که څوک نر او افغان وی ملنډی دی نه وهی او را دشی دمحمد اکرام عبدالرحیمزی سره دمخامخ شی ډیره زیاته مننه نن ټکی اسیا رلډیو تلویزون مدیر صاحب

  22. دپوهي په ګلبڼ کي:
    ګل به وي تازه که غوړېدلی دپوهي په اوبو
    شامـدامـه به وي پاته په چمن دګـلو شـنـو
    مړبه نسي هغه کس که په پوهي وي سمبال
    واورۍ دا خـبـره ښـه، چـي ویـلې اولــنــو
    پـوهه، هــوښـیـاري د انسان آنـد سـمباله وي
    لکه ګل چي په ګلبڼ کي تازه پاته په اوبو
    مـړبـوله هـغه کام که وي پـوهـه پکښې کمه
    خپل سري او تعصب به، وهي پکښې لامبو
    وګـورۍ کامـونه! که وي پکښې دغه ستایني
    بیا به ښه ترا څرګند سي توپیر د بد او ښو

  23. آيا افغانستان خپلواک دى که اشغال? ليکنه حبيب الله بهار
    په اوسني وخت کي زموږ دهيواد ځيني ځوانان په دي خبره ټينګ ولاړ دي چي افغانستان خپلواک دى ، د ولسمشره سه يي نيولې بيا تر ټيټ وزيرانو پوري ټول دامريکا په خوښه ټاكل کيږي بيا خپلواكې له کمه سول امريکايي اشغالګر هره ورځ زموږ عام ولس په شهادت رسوي هره پريکړه د اشغالګور وپه خوښه کيږي

  24. زه محمد ادریس ادیب ناصری یم د کابل د ولایت د شکردری د ولسوالی اوسیدوونکی غواړم ستاسو دایمی همکار شم او همدارنګه لیکنی شعر غزل نظم او نوری لیکنی لرم چی دا راته دخپل سایت کی خپری کړی ستاسو څخه نړی نړی منندوی یم…

  25. په مسلمانانو کې د غرب پر وړاندې خپله روحیه له مینځه وړل!
    د اسلام په تېر تاریخ کې چې مونږ وګورو مسلمانان تل د لږو افرادو او دکمزورو پوځي وسائلو په درلودلو د زورور دوښمنانو مقابلې ته تیار شوي دي، او دالله په فضل یې جګړې هم ګټلې دي، ځکه په هغه وخت کې په مسلمانانو کې د مقاومت روحیه ژوندۍ او معنویات یې سرشار او څپاند ول،. خو اوس داسلامي هیوادونو په مېلیونونو پوځونه دلوړو پوځي مهارتونو او پر مختللئ جنګي وسائلو سره سره بیا ددوښمن په مقابل کې د درېدلو توان نلري!
    بلکې اصلا نه غواړي چې ددوښمن په مقابل کې ودرېږي، بلکې دا ورته ښه ښکاري چې د خپلو ملتونو په مقابل

Back to top button