د ټیګونو ارشیف : ابوالمنظور عطشان

اختر ياني څه؟

ابو المنظور «عطشان» يو عرب شاعر د اصلي اختر په اړه وايي: ليس العيد لمن لبس الجديد :: انما العيد لمن امن الوعيد ياني اصلي اختر دا نه دی چي يو څوک نوي جامې واغوندي، بلکي اصلي اختر دا دی چي يو څوک د آخيرت د ورځي له عذاب څخه په امن سي. شاعر زياتوي: ليس العيد لمن تبخر بالعود ...

نور ولوله »

له حج کولو پرته د حج ثوابونه ترلاسه کړئ!!!

ابو المنظور «عطشان» الله جل جلاله فرمايي: {الْحَجُّ أَشْهُرٌ مَعْلُومَاتٌ فَمَنْ فَرَضَ فِيهِنَّ الْحَجَّ فَلَا رَفَثَ وَلَا فُسُوقَ وَلَا جِدَالَ فِي الْحَجِّ وَمَا تَفْعَلُوا مِنْ خَيْرٍ يَعْلَمْهُ اللَّهُ وَتَزَوَّدُوا فَإِنَّ خَيْرَ الزَّادِ التَّقْوَى وَاتَّقُونِ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ}- {البقر:197}. د حج د اداء کولو وخت څو مالومي مياشتي دي، نو څوک چي په همدې مياشتو کي (پر ځان باندي، په نيت ...

نور ولوله »

احسان اچول او زهيرول د صدقې ثوابونه له منځه وړي

ابو المنظور «عطشان» احسان اچول او د سوالګرو زهيرول د الله جل جلاله په لار کي د خيرات کولو ثوابونه له منځه وړي. نو مسلمانه وروره! کله چي ته نفقه واجبه يا صدقه نفليه مندوبه ورکوې، نو پر هغو کسانو احسان مه اچوه چي نفقه ورکوې، هغه که ستا د کور مېرمن او اولادونه دي، ځکه هغوی ته نفقه ورکول ...

نور ولوله »

د لا اله الا الله حیرانوونکی حقيقت

ابو المنظور «عطشان» علامه شعراوي رحمه الله تعالی په خپل تفسير کي ليکي چي زه د دکتور عبد الوهاب عزام رحمه الله تعالی دې وينا ډېر زيات حيران کړم، چي د پاکستاني شاعر علامه اقبال لاهوري رحمه الله تعالی د مثنی شعر په مقابل کي يې د طيبې کليمې په اړه يو بل حيرانوونکی شعر ويلی دی. د علامه اقبال ...

نور ولوله »

د عبادت حقيقت څه دی؟

ابو المنظور «عطشان» دا چي د عبادت حقيقت څه دی، په دې اړه علامه شعراوي رحمه الله تعالی فرمايي چي ځيني کسان فکر کوي چي اسلام په څو عبادتونو کي منحصر دی، څوک چي د لا اله الا الله محمد رسول الله کليمه ووايي، نو لمونځ به کوي، روژه به نيسي، زکات به ورکوي او حج به کوي؛ ياني هغوی ...

نور ولوله »

د بېلا بېلو څيښاکونو په حکم کي د علماء کرامو اختلاف

ابو المنظور «عطشان» علماء کرامو د شرابو پر حراموالي باندي تر اجماع وروسته د شرابو د احکامو په تفصيل کي اختلاف کړی دی، پر درو ډولونو باندي، ياني فقهاء کرام په دې اړه سره پردرو ډلو وېشل سوي دي: لومړۍ ډله يا ټولۍ درې امامان دي؛ لکه: امام مالک، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله او له ...

نور ولوله »

مومن چي په ايماني ښکلا سمبال وي د نېکمرغۍ په لور روان دی

ژباړه: ابو المنظور (عطشان) محترمو مسلمانانو وروڼو! مولانا رومي (رحمه الله تعالی) دا ډول څېړنيزي ليکني او حيرانوونکي بحثونه رابرسېره کړي دي، چي د نړۍ ليکوالان يې د حيرانتيا نړۍ ته ورټېل وهلي دي. له حيرانوونکو مسائلو څخه يې يوه مسئله او څېړنه درته وړاندي کوو: مولانا رومي (رحمه الله تعالی) فرمايي: ډېر خلک مرګ (مړيني) ته په تورو سترګکيو ...

نور ولوله »

د زکات ورکړه په ټولنه کې فساد او ناورين له منځه وړي

ابو المنظور عطشان صاحب • په موجوده زمانه کې د شتمن او ناداره ترمنځ ويرجن حالت روان دى هرځاى د حقوق غوښتني نارې وهل کېږي په همدغه وجه الله جل جلاله د شتمنو خلکو پر ذمه د غريبانو خلکو حق اچولى دى د غريبانو پرحق باندي نن ورځ تېرى روان دى، که شتمن خلک د غريبانو کلنى حق يعني دوه ...

نور ولوله »

نبوي معجزه د نن ورځې د ښځو د ورېښتانو په اړه

ابوالمنظور عطشان هرې ښځې ته لازمه ده چې دخپل سر د ويښتانو ساتنه وکړي ؛ نظافت يي وساتي ، پاملرنه ورته وکړي د کوڅيو په ډول يي جوړ کړي مګر د ښځو لپاره روا نه ده چې د سر ويښتان د سر په وسط او يا د سر په څټ کې غونډ کړي . نن ورځ ځينې مسلماني ښځي د ...

نور ولوله »

د انسان د غفلت حيرانوونکی انځور

ابوالمنظور عطشان امام غزالي رحمه الله کیسه کوي ، یو کس روان وو ، یو زمری ور پسې سو ، شاوخوا کومه ونه هم نه وه ، چې دا کس وني ته ختلی وای ، په نظر یو کوهی ( څاه ) ورغی فکر یې وکړ راځه دې کوهي ته به کښته سې ، چې کله زمری لاړ سي ، ...

نور ولوله »