د ټیګونو ارشیف : اجرائیه ریاست

ارګ له طالبانو اوربند او اجرائیه ریاست د تاوتریخوالي کموالي غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل):  په داسې حال کې، چې طالبان او امریکايي لوری له اوږدو مذاکراتو وروسته یوه توافق ته د رسېدلو په تمه دي او امریکايي لوري له طالبانو د لس ورځني اوربند غوښتنه کړې، ارګ او اجرائیه ریاست ددې غوښتنې په تړاو متفاوت نظرونه لري. دوې ورځې وړاندې د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» ټینګار ...

نور ولوله »

اجرائیه ریاست: ارګ په بهرنیو چارو وزارت کې قومي تصفیه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه ریاست وایي، ارګ په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې په قومي تصفیه اخته دی. سلام وطندار د اجرائیه ریاست د ویاند «امید میثم» له خولې لیکي « په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو تر نامه لاندې د غني قومي تصفیه د پوښتنې وړ ده.» ...

نور ولوله »

اجراییه ریاست: د طالبانو او امریکا د خبرو پایلو ته مو سترګې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷غويی، ۱۳۹۸ل): اجراییه ریاست وايي، د طالبانو او امریکا د روانو خبرو اترو پایلو ته يې سترګې نیولې، که خلیلزاد وکولی شي، حکومت هم له طالبانو سره مخامخ کېنوي. د دې ریاست ویاند امید میثم وايي، خلیلزاد پر دې ټینګار کوي چې طالبان له حکومت سره خبرو ته قانع کړي او دوی هم ورته هیله ...

نور ولوله »

محقق: عبدالله باید د مخابراتو پخواني وزیر محاکمه کې مداخله وکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مخکښ محمد محقق پر عبدالله عبدالله غږ کړی، چې د مخابراتو پخواني وزیر اړوند محاکمې چې د ارګ حاکم ټیم په بېړه کړې، باید مداخله وکړي. هغه په خپره کړې اعلامیه کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخواني وزیر عبدالرزاق وحیدي محاکمه «سیاسي، له دښمنۍ او ...

نور ولوله »

محقق: زما لرې کول د اشرف غني صلاحیت نه دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵کب، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي، د حکومت نیم شریک محمد اشرف غني يې د لرې کولو صلاحیت نه لري او هره ورځ خپلې دندې ته منظم روان وي. هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، چې د ده د لرې کولو په اړه د اشرف غني د فرمان تر میاشت ...

نور ولوله »

په ډاکټر عبدالله د هندو د مومن کیسه وشوه

حمدالله مومند په تېرو پارلماني ټاکنو کې چې کله د ډاکټر عبدالله او ولسمشر غني تر منځ ستونزې را منځ ته شوې، ډاکټر عبدالله ویل، چې دا ټاکنې نه منم. تر دې چې د نه منلو خبره دومره مشهوره شوه، چې د ټولو په خوله همدا خبره وه، چې ګل مرجان یې نه مني. که څه هم ډاکټر عبدالله په ...

نور ولوله »

اجراييه ریاست، د مذاکراتو اړوند د طالبانو پر اعلامیه ګونګ غبرګون ښوودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): اجراییه ریاست د طالبانو اعلاميې په اړه داسې غبرګون ښوودلی، چې څرګندونې يې پخپل منځ کې سره متضادې ښکاري. د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثیم، د طالبانو د هغې اعلاميې په غبرګون کې کړې، چې له امریکایانو سره يې د خبرو اترو په تړاو څرګندونې پکې کړې وي. طالبانو پخپله اعلامیه ...

نور ولوله »

د اجراييه ریاست ویاند: ریاستي نظام د هېواد د ټولو جنجالونو جرړه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د اجراييه ریاست ویاند پر ولسمشر د نیوکو په لړ کې په هېواد کې ریاستي نظام د جنجالونو جرړه بولي. مجیب الرحمن رحیمي، د اساسي قانون د کالیزې په مناسبت په ویاړغونډه کې وویل، چې اساسي قانون ولسمشر ته دومره واک ورکړی دی، چې زورواکۍ او جنجالونو ته يې لار هواره کړې ده. ...

نور ولوله »

اجراییه ریاست: عبدالله عبدالله نړیوالو ته پر قناعت ورکولو توانیدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): اجراییه ریاست وايي، د دې ریاست مشر عبدالله عبدالله امریکا او کاناډا ته په سفرونو کې توانېدلی، چې د خپلو غوښتنو اړوند نړیوالو ته قناعت ورکړي. د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاويد فیصل وايي عبدالله عبدالله د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره په لیدنو کې هغوی د خپل حکومت د پایښت ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله د کابېنې په ناسته کې د وزیرانو په غیرحاضرۍ د زړه بړاس وویست

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۲مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو په شورا کې د یو شمېر وزیرانو غیرحاضرۍ باندې توندې نېوکې وکړې. ویل کیږي چې د اشرف غني د ټیم یو شمېر وزیران د وزیرانو شورا په هغه غونډه کې چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړیږي ګډون نه کوي. عبدالله عبدالله د ...

نور ولوله »