د ټیګونو ارشیف : احمد مختار

د ولسي خلګو د عام وژنې په خلاف ولسي غبرګون

احمد مختار په روانه میاشت کې په کاپیسا، لوګر، میدان وردګ او غزني کې په پرلپسي ډول امریکايي او داخلي ځواکونو پر ولسي خلګو ، مساجدو، ښونځیو او صحي مراکزو بریدونه کړي چې له امله یې خلګو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د ملکي خلګو د عام وژنې وروستۍ پیښه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ د ...

نور ولوله »

د تېرکال د خونړیتوب اصلي عامل څوک دي ـ طالبان که امریکایان؟!

احمد مختار د ملګرو ملتونو سازمان یوځل بیا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه خپل مهالنی راپور نشر کړ. په یاد راپور کې تیر ۲۰۱۸ کال تر ټولو خونړی بلل شوی چې په هغه کې د بي بي سي فارسي څانګې په حواله د وړم ۲۰۱۷کال په نسبت د ولسي وګړو مرګ ژوبله لس سلنه زیاته شوې ده. ...

نور ولوله »

د میدان ښار په بمبار کې وژل شوي کسان څوک دي؟!

احمد مختار طالبانو د تیرې دوشنبې په ورځ په میدان ښار کې د ملي امنیت د یوه پوځي مرکز په نښه کولو سره د یاد مرکز ۱۲۶ سرتیرو ته درنه مرګ ژوبله واړوله. دا برید په تیرو څو کلونو کې د دولتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی برید و چې طالبانو د یوې غنیمت کړل شوي هاموي شوبلې په مټ ...

نور ولوله »

ټاکنې سل په سلو کې ناکامه کیږي

احمد مختار د امریکایانو په دستور ځنډول شویو ټاکنو لپاره د هغو د نوماندانو نوم لیکنه ښه په درز کې روانه ده. تر اوسه پوري د یادو ټاکنو لپاره د احمد ولی مسعود، محمد حنیف اتمر، عبدالطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلی، عنایت الله حفیظ، زلمی رسول، نورالحق علومی ، فرامرز تمنا او انجنیر صیب حکمتیار په ګډن لسو ...

نور ولوله »

په ټوکو ټوکو مي بلله …

احمد مختار امریکايي ولسمشر دونلد ټرمپ د کرسمس لمانځلو په مناسبتي ټویټ کې خپل ولس او حتی د ده په خبره ټګمارې میډیاته د ښوهیلو وړاندې کولو ترڅنګ د امریکايي پولو ساتلو، تجارتي معاهدو لاسلیکولو او خپل هیواد ته د امریکايي سرتیرو د بیرته ستنولو ژمنه کړې ده. سره له دې چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو د بیرته ...

نور ولوله »

هغه حکومت چې د خپلو مړیو د را ټولولو وس نه لري

احمد مختار د تیر اکتوبر په ۳۰ نیټه له فراه څخه هرات ته تلونکې یوه پوځي څرخکه د اناردرې او شینډنډ ولسوالیو ترمنځ ساحه کې را نسکوره کړای شوه . یاده څرخکه د ملي دفاع وزارت مربوط او مجموعا ورکې ۲۵ تنه سورلۍ یې لرلې چې ټول ورکي ووژل شول. نن د یادې څرخکې له نسکوریدو څخه خواوشا ۱۷ ورځې ...

نور ولوله »

په مرکزي سیمو کې وروستۍ جګړې ریښتیا قومي بڼه لري؟

احمد مختار له تقریبا دریو اونیو راهیسي د هیواد په مرکزي په تیره هزاره میشتو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی. د جګړې د پیل په ورځو کې ولسمشر غني هغه قومي جګړه وبلله او د ګرمولو لپاره سیمې ته پوځي تجهیزات او سرتیری هم ولیږل. دا چې د جګړې پیل د چا لخوا او ولي شوی بیل بحث دی ...

نور ولوله »

په پارلمان کې ناست استازي د کوم ولس استازیتوب کوي؟!

احمد مختار ولسي جرګې یوشمیر امنیتي چارواکي د هیواد د وروستي وضعیت په اړه استجواب کړي و چې هغوی حاضر نه شول. ولسي جرګې ته د یادو امنیتي چارواکو نه حضور د دې ښکارندويي کوي چې یا اصلا هغوی د جرګې غړیو ته د ولسي استازیو په سترګه نه ګوري او یاهم هغه څه چې د هیواد په امنیتي ساحه ...

نور ولوله »

امريكايان ولي داعش له طالبانو ژغوري؟!

احمد مختار د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله ( مجاهد) رسنیو ته د یوې لیږلې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالی کې طالبانو د داعش جنګیالو خلاف پوځي عملیات پیل کړي چې له امله یې ډیرې سیمې د هغوی له کنټروله ایستلې دی . ښاغلي مجاهد په یادې خبرپاڼې کې د هغو عملیاتو چې د ...

نور ولوله »

له لیري پرتو سیمو څخه د دولتي ځواکونو د پرشاتګ ترشا پرته لوبه

احمد مختار په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو له پیلیدو سره سم دې شائعې زوراخیستی چې د طرفینو ترمنځ د لومړنۍ هوکړې په ترڅ کې دا توافق شوی چې له لیري پرتو سیمو څخه به دولتي ځواکونه پرشا او په عوض کې به یې هلته سمیزځواک (محلې ملیشې) ځای پرځای کیږي. د دې طرحې ...

نور ولوله »