fbpx

د ټیګونو ارشیف : اختر

اختر چې په غمیزه بدل شو. .( خاطره)

نوراني عزام دسباني اختر لپاره تياري روانه وه، خلک دخوښۍ دمحفلونو د جوړولوپه چارو بوخت وو، ماشومانو د اختر د شپي اوسهار د نوو جامو د اغوستلوانتظار ايسته، کلي نوي ښکلاخپله کړي وه . موږ هم د کلي د لوي مسجد څنګ کي دطالب العلمانو داوسيدنې په دايره ( حجره) کي ډډه وهلي وه او د محل دخلکوسره مو خبري ...

نور ولوله »

په سنګرو کې اختر

شاعر: عبدالقدوس فاتح خير که تيريـږي نـن بمبـار او پـه چاپو کې أختر خدای به بيا راولـي د أمـن ورځو شپو کې أختر چې د ګلاب سپين طالب مخ له مُسکـا وغوړيږي او ولسـونه يـې کـړي تېر پـه ديدنـو کې أختر دتور إشغال بلا چې مړه وي، نه وي ډارددښمن إېله به خوند وکړي عيدګاوو جوماتـو کې أختر چې بيا ...

نور ولوله »

اختر ياني څه؟

ابو المنظور «عطشان» يو عرب شاعر د اصلي اختر په اړه وايي: ليس العيد لمن لبس الجديد :: انما العيد لمن امن الوعيد ياني اصلي اختر دا نه دی چي يو څوک نوي جامې واغوندي، بلکي اصلي اختر دا دی چي يو څوک د آخيرت د ورځي له عذاب څخه په امن سي. شاعر زياتوي: ليس العيد لمن تبخر بالعود ...

نور ولوله »

د طالبانو مشر: د اسلامي نظام او هیواد د ازادۍ په سر د معاملې تمه دې څوک نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۷ زمري، ۱۳۹۷ل): د طالبانو مشر شیخ هبت الله اخندازه ویلي چې سوله او امنیت د طالبانو له سترو اهدافو څخه دي خو د «اشغال» په حال کې یې راتلل ناشوني دي. هغه د «اشغال» خاتمه د سولې او «اسلامي حاکمیت» د نجات یوازینۍ لارې ګڼلي دي. د طالبانو مشر د اختر په مناسبت پیغام کې ...

نور ولوله »

اختریز اوربند او طالب جان ته مشورې

قاري حبیب طالب جانه! کوچنی اختر دې مبارک شه، الله تعالی دې دغه بې مثله قرباني او بې ساری جهاد قبول کړه. د معاصر امریکایي فرعون په مقابل کې ستا جهاد چې عام تفکر او او عقلونه یې له  درک او محاسبې عاجز دي، دتاریخ هغه کارنامه ده چې تر تا وروسته به د قیامت تر ورځې ټول د اسلام ...

نور ولوله »

له مونګ مرور اختره

م، نجم الرحمن (فضلي) څلور لسيزې له مونګ مرور اختره ستړی مشې، ته د معمول مطابق تل په خپله ټاکلې نيټه راتلې، دا چې په خوښيو، سرو لاسونو او نويو جامې مو نه لمانځلې دا زمونږ هغه مجبوري وه چې ستا ټولې خوښی يې رانه ترور کړې وې. تا خو تل له ځان سره خوښی راوړې خو هغه مونګ يو ...

نور ولوله »

مناجات

ليکونکی فدامحمد نومير لــويــه خــدايــه بـخـتور پــه  مـــوږ اخـــتــر کـــړې را بــهــر مـــو د نــفــاق لــــه  ســــمـنــد ر کـــړې دواړه لاســـه مـــو اوچــت پــــه اســــتـدعــــــا  دي کــور، کــهـــول څــه مـو نـوم ورک د مرورکـړ ې څــو لاســونـــه د ورورۍ يـوو بـــل تــه ور کــــړو بـخـتـــور اخـتـر پــه مـــوږ تــه بــخــتــــور کـــړې فــکــر  او هـوش نــه مــو کـيــنـه اوبـغض وبـاسې خـيـرن ...

نور ولوله »

طالب مشر نوي څه وویل؟

وفی الله روفي د اختر په مناسبت د طالب مشرانو پیغامونه تقریباً تکراري موضوع ګرځېدلې، دوی خپلو سرتېرو ته مبارکي وايي، زندانیانو سره خواخوږي ښيي د شهیدانو د شهادت د قبلېدو هیله څرګندوي او د خپلې مبارزې پر حقانیت، شفافیت او دوام ټینګار کوي، خو دا ځل د طالب مشر پیغام له ځان سره نور څه هم لرل. هغه وخت ...

نور ولوله »

د مسافرۍ اختر‎

ابراهیم صیاد مورې اختر خو زمونږ داسې ده چې څه ووایم په تا به غم شي که حالونه درته زه ووایم داسې اختر دې اوس په زوی باندې تیریږي مورې خشحالي نه وي بس په سرو سترګو ژړیږي مورې د اختر شپه هم تر سهاره پورې کار کوومه په قسم دروغ نه دي رښتیا رښتیا ګفتار کوومه د اختر لمونځ ...

نور ولوله »

اختر ته / عُقابي جانان

خوشحالي راوړه اختره، نېکمرغي راوړه اختره زمونږ خفه او زخمي زړو ته، تسلي راوړه اختره ژوند مو ټول غمجن غمجن دی خوشحالي ده مروره راته سور اور خپل وطن دی آزادي ده مروره مالګه نشې زمونږ پرهر ته دوائي راوړه اختره جېل خانې د وحشت ماتې کړه بنديان راوله کور ته د سنګر نه بې درکه ورک بچیان راوله مور ...

نور ولوله »