د ټیګونو ارشیف : اختلاس

د پکتیا په دار المعلمین کې ۵ ملیونه افغانۍ اختلاس شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۶): د پکتیا ولایت ولایتي شورا غړي وايي چې د ولایت په دار المعلمین کې پنځه ملیونه افغانۍ اختلاس شوی دی. او زیاتوي چې د دار المعلمین مشر په دغه اختلاس کې لاس لري. د پکتیا د ولایتي شورا رئیس امیر بهرامزی نن د سې شنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل ...

نور ولوله »

افغانستان کې امریکايي مرستې بیرته د امریکایانو لخوا غلا کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ وری، ۱۳۹۶ل): له افغانستان سره د امریکايي مرستو د څار ځانګړې اداره (سیګار) وايي چې امریکايي ځواکونو په افغانستان کې له هغو پیسو څخه غلاوې کړي چې امریکا افغانستان ته د مرستو لپاره په پام کې نیولې وې. د یادې ادارې مشر (جان ساپکو) وړمه ورځ د شمالي کرولاینا ایالت په دیوک پوهنتون کې وینا کوله ...

نور ولوله »

د سرې میاشتي د کارکوونکو په ملیونونو افغانۍ اختلاس شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۷مه ۱۳۹۵ل): د بخدي خبري اژانس په وینا دوی داسي اسناد تر لاسه کړي چې ښيي د سرې میاشتي د مرستیال مشر له لوري ددغه ادارې د کارکوونکو ملیونونه افغانۍ اختلاس شوي دي. د اسنادو پر اساس ویل شوي چې د سرې میاشتي په سلګونو مامورینو ته وعده ورکړل شوې وه چې پر دوی به د ...

نور ولوله »

پنځوس میلونه امریکايي ډالر چا غلا کړل؟

حاجي غلام محمد معصومي – د کندهار ولایت د شاه ولی کوټ ولسوالی د دهلی بند هغه حیاتی پروژه ده چی د نن ۶۵ کاله تر مخه د امریکا متحده ایالاتو په مالی مرسته د محمد ظاهر شاه په واکمنی کی جوړه سوی، چي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ترڅنګ شپږ نوري ولسوالۍ خړوبوي. په دې بند کي پنځه سوه میلون ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: په مخابراتي ماليه کې هره ورځ ۸ ميليونه افغانۍ اختلاس کيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغې چې د روان لمريز کال د تلې په ۲۲ مه نېټه ولسي جرګې د ولسمشر اشرف غني هغه فرمان چې له مخې يې بايد په مخابراتو لس سلنه ماليه وضع شي رد کړ، خو بيا هم دغه قانون عملي دی چې د ولسي جرګې يو شمېر غړي په ياده ...

نور ولوله »

سږکال د حاجيانو د لېږد په پروسه کې ۸ ميليونه ډالره درغلي شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۹مه، ۱۳۹۴ل): سږکال د حج د فريضې د اداء کولو له پاره سعودي عربستان د حاجيانو د لېږد په پروسه کې اته ميليونه ډالره درغلې شوې. پرون ولسي جرګې د حج او اوقافو وزير، د اريانا افغان هوايي شرکت او ملکي هوايي چلند د ادارې مشران ولسي جرګې ته د يادې موضوع د سپيناوي په ...

نور ولوله »

سیګار وايي، دفاع وزارت د ګاز په یوه پروژه کې ۴۳ ملیونه ډالر ضایع کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ سیګار ویلي چې ددغه هیواد دفاع وزارت «پنټاګون» په ۴۳ ملیونه ډالرو د ګاز د توزیع داسي پمپ جوړ کړي، چې له یوې خوا په افغانستان کې د ګټي وړ نه دي، او له بله اړخه ۱۴۰ واره زیات لګښت باندي راغلی. د سیګار ...

نور ولوله »

«ځینو لوړپوړیو چارواکیو د ولس پیسې غلا کړي دي»

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي، احمدضیا مسعود پرون په کابل کې په ډاګه کړه چې یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي اوس هم هوډ لري چې له ملي شتمنیو ناسمه ګټه پورته کړي. ښاغلي مسعود چې نن په کابل د اداري فساد پر ضد د مبارزې په تړاو یوې غونډې ...

نور ولوله »

د تکواندو ملي لوبغاړي په سفریه کې په لویه پیمانه اختلاس شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د تکواندو ملي لوبغاړي د دغې فدراسیون له پخواني مسؤلینو انتقاد کوي او هغوي په مالي فساد او اختلاس تورنوي. د تکواندو ملي لوبغاړي د ځوانانو نړیوالو سیالیو کې چې د چین په تایپه کې ترسره شوی و ګډون کړی و او وايي چې د دغې فدراسیون هغه مسؤلین چې د المپیک ...

نور ولوله »

لویې څارنوالۍ د محمود کرزي او حسین فهیم شتمنۍ کنګل کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۴مه ۱۳۹۳ل): لویې څارنوالۍ د پخواني ولسمشر د ورور محمود کرزي او مارشال فهیم د ورور حسین فهیم شتمنۍ کنګل کړې. د لويې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي نن /سه شنبه، لیندۍ ۴مه/ په یوې خبري ناسته کې وویل چې د دوی دواړو سربېره د عبدالغفار داوي شتمني یې هم د استیناف محکمې په حکم ...

نور ولوله »