د ټیګونو ارشیف : اخلاقي فساد

هند: د ولسمشر حقوقي سلاکار او د مخابراتو وزارت یو چارواکی د اخلاقي فساد په تور نیول شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱غويی، ۱۳۹۸ل): هندي رسنۍ وايي؛ د افغان ولسمشر حقوقي سلاکار او د مخابراتو وزارت یو بل لوړ پوړی چارواکی د هندي پولیسو له لوري د اخلاقي فساد په تور نیول شوي. د «ټایمز اف انډیا» رسنۍ د راپور له مخې؛ د هند په «ګووا» ایالت کې پولیسو اجمل هوډمن او محمد عمر ارین د دوو ازبکستاني ...

نور ولوله »

د ننګرهار ښاريان په ريکشاوو کې پټو کامرو اندېښمن کړي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ښار په ريکشاوو کې د پټو کمرو او د فحش موسيقۍ غږول ښاريان اندېښمن کړي دي او وايي چې حکومت دې د دا ډول غير اخلاقي کارونو مخنيوی وکړي‌. د ننګرهار ښاريان وايي چې په دې ولايت کې ځينو ريکشه چلوونکو په ريکشاوو کې پټې کمرې نصب کړي دي چې په ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون چارواکو پر اخلاقي فساد ککړتیا رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون چارواکي هغه څرګندونې رد کړې، چې پر اساس يې د دې کمیسیون غړي په اخلاقي فساد کې ښکېل بلل شوي و. وړمه ورځ د ټيفا مشر نعیم ایوب‌زاده د ټاکنو کمیسیون د کمزوریو په لړ کې وویل، چې دوی د اسنادو پر اساس دعوه کوي چې دې کمیسیون کې له ښځینه ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا پر نظامي یرغل سربېره، اخلاقي فساد او بې عدالتۍ هم راوړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکايي یرغل د اوولسمې کالیزې په مناسبت طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا یوازې نظامي یرغل نه؛ بلکې فرهنګي او فکري یرغل هم دی. اعلامیه کې د ځوان نسل پر انحرافولو، اخلاقي فساد په خپرولو او د ښځو د حقونو په نامه د ښځو ننګولو برخو کې امریکا ملامته بلل شوې. ...

نور ولوله »

کاپیسا: اربکي قومندان، اربکی قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کاپيساي امنیتي مسؤلین وايي تګاب ولسوالۍ کې د اربکي قومندانانو تر منځ جګړه کې یو قومندان وژل شوی دی او دوه مېرمنې ټپي شوې دي. د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي وايي پېښه پرون د قومندان وسیق الله او سنګر تر منځ چې دواړه د اربکیانو ځايي قومندانان دي، رامنځته ...

نور ولوله »

جوزجانۍ مېرمنې: دولتي ادارو کې د مقررۍ پر وخت نامشروع غوښتنې ترې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): جوزجان کې دولتي مامورينې او دولت کې مقررېدونکې مېرمنې وايي، له ګڼو ‏جنسي ځورونو سره مخ دي‎. ‎ سلام وطنداره، د جوزجان د اوسېدونکې فوزيې له خولې وايي، چې دولتي دندو کې د مقررۍ پر وخت پر پیسو سربېره ترې نا ‏مشروع غوښتنې کېږي‎. ‎ هغه وايي، دلته دا یو ذهنیت دی ...

نور ولوله »

د هوايي ځواکونو د سرطبيب د جنسي تېري قضیه تر کوم ځایه ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): نژدې يوه مياشت وړاندې د هوايي ځواک د سرطبيب ډګروال غلام رسول لغماني له لوري پر يوې نجلۍ د جنسي تېري کيسه په ورځپاڼو، ټلويزونونو او ټولنيزو شبکو کې توده وه، چې ډګروال غلام رسول د دندې ورکولو په بدل کې پر نوموړې نجلۍ تېری کړی و. د جنسي تېري دغې خپرې شوې ...

نور ولوله »

مسیر: په پوځي لیکو کې فساد، د خلکو باور کمزوری کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼه مسیر، پخپله تبصره کې کاږي، د افغان پوځ په لیکو کې، فساد، د پوځيانو ډېره مرګ – ژوبله او د مشرانو له لوري د روحيې نیستي، هغه څه دي چې دې لیکو ته يې د جلب او جذب پروسه کمزورې کړې ده. ورځپاڼه د نیویارک ټایمز په حواله ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د اخلاقي ابتذال په طوفان کې

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: له تیرو دوو ورځو راهيسې په ټولنیزه رسنیو کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو اړوند دوو تنو لوړرتبه افسرانو داسې مبتذلې ویډیو ګانې لاس په لاس کیږي چې په تشو کتلو یې سلیم الطبع انسان د خجالت او شرم احساس کوي. په یادو جلاجلا ویډیوګانو کې د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو ...

نور ولوله »

دا اولس هرڅه مني خو بې ناموسه حاکمان نشي منلی

جیلاني پښتون دا د تېر کال د ثور د  اتلسمې کیسه ده. د شپې اته بجې دي د کابل د دریمې امنیتي حوزې د آمر حسین نصرت تر مشرۍ لاندې یوه ډله پولیسو د کابل په پول سرخ سیمه کې په یوه هوټل چاپه ووهله. خلکو فکر کاوو چې په هوټل کې به طالبانو ځای نیولی وي او اوس به  ...

نور ولوله »