د ټیګونو ارشیف : اداري فساد

د نیمروز ګمرک، که د پیسو ماشین!

حامدالله ستون په نوره نړۍ کې د یوه هېواد په کچه سیاست یوازې د ملي ګټو، اقتصادي پرمختګ، ټولنیز عدالت او د خپلو وګړو د هوساینې لپاره کیږي، چې په نړیوال سیاست کې هم دغه ټکي په نظر کې نیول کیږي. مګر په افغانستان کې خبره سرچپه ده. که له هر عام وګړي څخه وپوښتو، تقریبا اکثریت یې له سیاسونو ...

نور ولوله »

سیګار وایې: ناسمو تګلارو او اداري فساد د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱ غویی، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څار ادارې «سيگار» په خپل تازه راپور کې ويلي، د ۱۷ کلونو تیریدو لاهم دافغانستان اقتصاد دامریکا دناسمو اقتصادی تګلارو او اداري فساد دشتون له امله په خپلو پښو نه دی ولاړ او ټوله تکیه یې د امریکا پر مرستو ده. سیګار امریکا تورنه ...

نور ولوله »

اېکانومېسټ: عطاء محمد نور له حیرتان بندر په کلني ډول ۹۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴کب، ۱۳۹۶ل): اېکانومېسټ مجلې په یوه راپور کې ادعا کړې وه، چې د بلخ ګوښه شوی والي عطاء محمد نور د حیرتانو له ګمرکه په کلني ډول ۹۰ میلیونه ډالر عواید ترلاسه کوي. د مالیې وزرات په ګمرکونو کې اداري فساد مني؛ خو د اېکانومېسټ د وروستي راپور په اړه یې د خبرو کولو نه ډډه ...

نور ولوله »

له اداري فساد سره د ملي يووالي حکومت د مبارزې ارزونه

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې، چې تېره اوونۍ (د ۱۳۹۶د کب ۳مه) خپور شو، بيا هم افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په ډله کې راوستلی، چې تېر کال په‌کې ډېر فساد شوی دی. په دغه راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په لړ کې له سومالیا، سوېلي ...

نور ولوله »

«لویې څارنوالۍ په تېر یو کال کې ۵۴ چارواکي ممنوع الخروج اعلان کړي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د لویې څارنوالۍ ویاند جمېشد رسولي وايي، په تېر یو کال کې یې د اداري فساد ۱۵۰۰ قضیې څېړلي، چې له ډلې یې ۵۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړي او د پاتې تورنو کسانو څېړنه روانه ده. نوموړي په خبري غونډه کې وویل، له ټولو تورنو کسانو سره یو ډول چلند شوی او په ...

نور ولوله »

د روڼتیا نړیواله اداره: افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هېواد دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د روڼتیا نړیوالې ادارې افغانستان یو ځل بیا د اداري فساد په برخه کې د نړۍ فاسد هېواد بللی، چې تېر کال پکې ډېر فساد شوی دی. یادې ادارې د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د ۱۷۷ هېواد یاد کړی، چې ورپسې سوریه، سوډان او ...

نور ولوله »

د ولسي جرګې او څرخي پله زندان پر کانکرېټي دېوالونو ۱۳۱میلیونه افغانۍ لګښت شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۱ کب، ۱۳۹۶ل): د اریانا نیوز نوې موندنې ښيي، چې د ولسي جرګې د ودانۍ او څرخي پله د زندان پر کانکریټي دېوالونو ۱۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، چې یو کانکریټي دېوال په ۷۰۰ امریکايي ډالر تمام شوی دی. له پلازمېنې کابل نه نیولې، تر ولایتونو پورې د چارواکو کورونو، ادارو، موسسو، سفارتونو، زندانونو، دفترونو ...

نور ولوله »

د کابل د ښاروالۍ عواید ۷۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په حکومت کې د شته پراخ اداري فساد سربېره د کابل ښاروالۍ ادعا کوي، چې د تېر کال په پرتله یې عواید ۷۵۰ میلیونه افغانیو ته رسېدلي دي. د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري برخې مشر احمد شعیب رحیم وايي، د کابل ښاروالۍ عواید د تېرو کلونو په پرتله سږکال ډېر ښه ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزارت ۱۵۸ لوړ پوړي چارواکي لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت د ۴ جنرالانو په ګډون لسګونه نور هغه مسوولین لویې څارنوالۍ ته ور,پېژندل، چې په بډو او له واک نه یې ناوړه ګټه اخیستې وه. د یاد وزرات له فساد سره د مبارزې او څېړنې رییس ضیاء کوهستاني نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په ۱۵۸ ...

نور ولوله »

د زابل ښاروال درې میلیونه افغانۍ تښتولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د زابل سرپرست ښاروال  له درې میلیونه افغانیو سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی دی. د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال مني، چې ښاروال درې میلیونه افغانۍ تښتولي او لا درکه شوی دی. د سیال په خبره، محمد طیب شپږ میاشتې وړاندې د زابل سرپرست ښاروال ټاکل شوی و، دوه ورځې ...

نور ولوله »