د ټیګونو ارشیف : ادبيات

ادبیات او د فکري بدلون مسئله

شفیق امیرزی موږ معمولاً د ادبیاتو یوه دنده دا بولو چې فکري تحول یا بدلون رامنځ ته کړي. ډېر وخت له ادبیاتو دا تمه کېدلی هم شي چې په ټولنه کې مثبت لوري ته د فکري بدلون سبب شي. دا خبره مو ډېر کله اورېدلي وي، چې ممتاز لیکوال ټولنه په ځان پسې راکاږي، نه دا چې دی په ټولنه ...

نور ولوله »

روايتونه – اجمل ښکلی

په ژبه کې مانا له کومه راځي؟ منلی ځواب دا دی، چې موږ د څيز(مصداق) او دال(کلمې) ترمنځ قرارداد کړی دی؛ نو چې (ونه) ووايو، مخاطب په اسانه پوهېږي، چې مطلب يې بهر په ځمکه کې ښخي په پاڼو پوښلې هغه ماده ده، چې سيوری، ګل او مېوه لري. د رغښتوالې له مخې: د دال او مصداق ترمنځ اړيکه نشته، ...

نور ولوله »

ادبيات ولې لولو؟

اجمل ښکلی سعدي په ګلستان کې حکايت کوي: يو باچا له څو نېژدې ملګرو سره ښکار ته وووت. د ژمې شپه پرې بهر راغله. د يوه بزګر کور يې وليد. ويې ويل: شپه به ورکره تېره کړو. يوه وزير وويل: د بزګر کور د باچا وړ نه دى. همدلته به خېمه لکه کړو او اور به بل کړو. بزګر خبر ...

نور ولوله »

ادبیات څه ارزښت لري ؟

نوید صهیب نن سبا د ادبیات د ارزښتو په اړه بیخي ډیرې پوښتنې کیږي،که په مکتب کې ، پوهننتون کې او یا نورو ځایونو کې د ادبیاتو په اړه څه وویل شي، اوریدوکي یې خامخا د ارزښت په اړه فکر کوي، اساسي موخه ددې پوښتنې ځواب دی چې ادبیات څه ارزښت لري؟ د انسان په ژوند کې د ادبیاتو ارزښت له بیلابیلو اړخونو ...

نور ولوله »

خوشحال د ځينو ژانرونو سرلاری

  پوهیالی سید اصغر هاشمي د معنوي جوړښت له مخې د پښتوژبې پلارسترخوشحال خان خټک د ځینوژانرونو بنسټ ایښودونکی او سرلاری دی . خوشحال خان د پښتو ادب یو غښتلی، ملي، قومي، اجتماعي او حماسي شاعر، د خپلې کورنۍ د ادبي مکتب سرلاری اوموسس دی . دی هغه توږلي الماس  په ډول دی، چې ددې د ژوند اوشخصیت هره خوا یې ...

نور ولوله »

د پټې خزانې ارزښتونه

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي   يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي.    د کتاب سره پيژندګولي:                                  «پټه خزانه» د پښتو ادبیاتو په هسک کې يو ځلانده لمر دی چې يو شمېر ادبي شخصيتونه يې د نومورکۍ له تروږمۍ څخه را وايستل او نړيوالو ته يې ...

نور ولوله »

فرديت او ادبيات

اجمل ښکلی ” له بودا نه خپل يوه پيرو پوښتنه وکړه، چي ژوند څه دی او خدای څه دی؟ بودا ورته وويل: که يو سړی په غشي لګېدلی وي، هغه به دا پوښتنه کوي، چې غشی د څه و او په زهرو لړلی و که نه او که د غشي د ايستو چاره به کوي؟”(د سوفي نړۍ) د وجوديت مشر ...

نور ولوله »

ادبیات او ایډیالوژي

لیکوال: ټري ایګلټون ژباړه: حبیب میرخېل فردریک انګلز په خپل کتاب «لودویک فویرباخ او د جرمني د کلاسیکې فلسفې پای»(۱۸۱۸) کې لیکي، چې هنر له اقتصادي او سیاسي تیورۍ خورا ډېر بډای او کنايي دی؛ ځکه ډېر لږ د ځانګړې ایډیالوژۍ په بڼه وړاندې کیږي. په کار ده دلته هم د مارکسیزم له لیدلوري د ایډیالوژۍ کره مانا بیاموو. ایډیالوژي ...

نور ولوله »

لیکنه

Qalam1002

رحمت الله حکيمي لیکنه حاصل مصدر دی ، چې لیکم یې فعل او لیکل یې فعلي نوم ( مصدر ) دی لیک ته منسوبه کلمه ده . د لفظونو اوکلمو څخه جوړې جملې چې مفهوم ولري لیکنه بلل کیږي یا هغه جملې چې په خپل سیستماتیک جوړښت کې دلیکوال طرز تفکر له ځانه سره ولري لیکنه بلل کیږي ؛ نو ...

نور ولوله »

د استعارې اړتیا

اتل مشواڼی د شعر یا ادبي لیکنې پر اړه دود ده، چې هسې خبرې نه دي لکه موږ یې چې په ورځني ژوند کې کوو.دا چې شعري خبرې له عادي هغو سره توپیر لري، موضوع یې هم باید نوې وي، یا زړه پر نوي انداز او له نوې زاویې پېيل شوي وي.په شعر کې ادبي صنعتونه یوه هغه برخه ده، ...

نور ولوله »