د ټیګونو ارشیف : ادب

د یو لیکوال د سبکي ځانګړنو پېژندنه

فهيم بهير اوسمهال چې ورځ تر بلې د محصلانو علمي کچه لوړیږي او د بېلابېلو ټولنیزو عواملو په اساس یې ذهنیت پراخېږي نو په خپلو تدریسي او تیوري اثارو کې ګڼ شمېر ستونزې ویني چې د دوی د زده کړو غوښتنو ته سم ځواب نه شي ویلای یا د دوی په تدریسي اثارو کې هغه مسایلو ته پاملرنه نه ده ...

نور ولوله »

پښتو په تېرو دربارونو کې! دوهمه برخه

محمود شهیم د خوانیو پښتنو واکمنانو لکه: د امیر کروړ(سوري) سلطان شهاب الدین(غوری) سلطان غیاث الدین(غور) حمید(لودي) نصر(لودي) سلطان فیروز شاه، بهلول لودي، میرویس نیکه، شاه حسین هوتک، احمد شاه بابا، تیمور شاه، شاه زمان او د امیر دوست محمد خان په در بار کې ډېر شاعران روزل شوي چې د ځینو لنډه پیژندنه اوشعري بیلګې په لاندې ډول دي ...

نور ولوله »

سقراط او ریښتینولي/مروت درد

مروت درد یوناني  فلیسوف او عالم په ۴۶۹ ق.م په اتن کې زیږېدلای، پلار یې سوفرونکوس نومېده، مجمسمه جوړونکی و او له ډبرو به یې بوتان جوړول. سقراط هم دپلار نه تر ابتدایي زده کړو وروسته تیږې توږلې او بتان به یې ترې جوړول. مور یې فیناریټي نومېده، ډېره پوهه او عالمه ښځه وه. ویل کېږي چې، مور یې په ...

نور ولوله »

د فکر ټال: نثار حبيب

نثار حبيب د فکر ټال کې زنګېدل به د پرمختګ سمه لار در وښیي ډېر لېکوال ، د نظر خاوندان ، تاریخ لېکونکي او نور وخت په وخت د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او په یوه او بل اړخ کې د پرمختګ نسخې وړاندې کوي. ددوی په منځ کې د هېواد د پرمختګ لپاره د ښاغلي ډاکټر ...

نور ولوله »

تصوفي شعر

چي سعيد وي د تقدير په لوړ کتـاب کي هغه ومومي وصـــال د هجــــر باب کي ټولـه ژونــد د ميـــکدې دروازه وان وي زبـون سـوی د طٙـرٙبْ رنګين ســراب کي چي نظر د عنــــايت ور بانـــدي وشي انتــــظار ئي شـاپيرۍ کا په نقاب کي مرحــــبا مرحـــبا أوري له هر لــوري شهزاده د بدخواهــانو په خوناب کي تـريــخ زقـوم دبيلتــــانه هرګړی ...

نور ولوله »

دپښتوداوسني اوپخواني شعرترمنځ توپیرونه

 اسدالله غضنفر دپښتو ادب مورخانو ددې ژبې دمعاصر ادب پيل، افغاني خاورو ته دشلمې پيړۍ په لومړيو دوو لسيزو کې داروپايي تمدن دوږمو له رارسيدو سره همزمانه بللى دى. دځينو صاحب نظرو په اند، دلويديځ اوسني جهانشموله تمدن دانسانانو تر منځ دبرابرۍ دفکر دعامېدلو او په طبيعت باندې دانسان دغلبې دوه ډېرې لويې برياوې لرلې دي. مونږ کولاى شو ددغو ...

نور ولوله »

ځانګړې کرښې «دوهمه برخه»

ټولونه او زياتونه: رسول اشنا فلسفه: فلسفه د دوه ټکو ترمینځ د ترټولو لنډې لارې پنځونه ده . د دروازې د سرلیکنه: د کور د دروازې په سر مې ولیکل: ،، تقلید بهر پریږده او بیا دننه راشه ، نو پس له هغې می پوښتنې او لیدنې ته هیڅوک رانه غلل . ستاینه: د ځینو ستاینه سپکاوی ته څومره ورته ...

نور ولوله »

د ادبياتو او واقعيت تړاو

اجمل ښکلی تينيانوف ويل، چې ادبي تاريخ به هله ادبي تاريخ شي، چې د بهرني واقعيت پرځاى پخپله پر ادبي ماهيت بحث وکړي. فورماليستانو هڅه وکړه، چې ادبيات له بهرنيو واقعيتونو وشلوي او د يوه کل په توګه ورته د يوه خپلواک موجود حيثيت ورکړي. د دوى په اند ادبيات له واقعيت سره مستقيمه اړيکه نه لري. د رياليستانو غوندې ...

نور ولوله »

مرکزي کردي ژبه

ژباړه او راټولونه: حامدالله ستون مرکزي کردي یوه له کردي ژبو څخه ده، چې په غلطۍ سره ورته سوراني ویل کیږي. په مرکزي کردي ژبه د ایران د کردنشین په منځنیو سیمو او همدارنګه د عراق د کردستان په نیمه جنوبي برخو کې خبرې کیږي. د مرکزي کردي اصلي ویونکي ښارونه عبارت دي له: اربیل، مهاباد، سلیمانیه، یوکان، کرکوک، سنندج، سقز، ...

نور ولوله »

د محمدصدیق پسرلي دوه بیته

سید اصغر هاشمي شاعر د ټولنې هنداره وي اوباید د ده په ویناوو کې ادب د ژوند لپاره مفهوم پروت وي. پسرلی صاحب د معاصرې دورې پياوړی غزلبول فکرمندشاعردی، د ده غزل بڼ د غزلویوه لویه مجموعه ده چې د کمیت او کیفیت له مخې یې ارزښت پښتوادب ته زیات دی. د معنا او منځپانګې له مخې یې شعري ویناوې ...

نور ولوله »