د ټیګونو ارشیف : ادب

د بایزید روښان د نوي موندل سوي اثر په اړه

استاد محمد معصوم هوتک پروفیسر عبدالخالق رشید ته په دې شپو ورځو کي د اورمړ بایزید روښان (۹۲۸ ــ ۹۸۳) د یوه نوي اثر د موندلو ویاړ په برخه سوی دئ. دا اثر عریان الغیب نومیږي او یوازنۍ نسخه ئې د پروفیسر رشید صاحب له خوا د یوې لیکني په ترڅ کي راپېژندل سوې چي تاند او روهي ویبپاڼو نن ...

نور ولوله »

ادب او معنوي اضافيت

فيصل فاران ادب لپاره د ادب د مفکورې منونکيو يوه زمانه کې دا بحث پېل کړى ؤ چې د سياسي او سماجي چاپېرچل له مخه چې کومه شاعري کېږي، د چاپېرچل بدلون سره به دغه شاعري هم مړه شي. د دغه مفکورې ازانګه تراوسه پورې اورېدلى کېږي او بحث مباحثه پرې هم کېږي خو زما په خيال په دې مفکوره ...

نور ولوله »

سپوږمۍ

اجمل ښکلی د سپوږمۍمخ داسې راته ښکاري، لکه څوک چې ناست وي او د ځمکې د خلکو ټول کړه وړه څاري. موږ چې واړه وو، مشرانو ښځو به راته ويل، چې دا اسرافيل شپېلۍ په خوله ناست دى، چې څه وخت ورته خداى امر وکړ، پو به يې کړي او قيامت به شي. د قيامت هيبت او پر سپوږمۍ د ...

نور ولوله »

پښتو معاصر ادبيات او په افغانستان کې يې د انکشاف پړاوونه/ ۲ برخه

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي. د پښتو د معاصر ادب پيلامه: د شلمې پيړۍ په رابريدلو سره په افغانستان کې د معاصر ادب د پيليدو عيني او ذهني شرايط برابر شوي وو. په همدې وخت کې د کلتور مادي توکو نه، ...

نور ولوله »

انانسري؛ اړتيا ده!

جانان مومن په مدني او ټولنيز ژوند کي ډېری مهال رسمي او نارسمي چاري د مجالسو، غونډو، کنفرانسونو، سمينارونو او دې ته ورته نورو پروګرامونو له لاري صورت نيسي. د دې له پاره چي ياد پروګرامونه په ښه ډول پاته ورسېږي، نو د مديريت غوښتنه ده، چي هر لوی او کوچنی پروګرام بايد د يو منظم پلان او اجنډا له ...

نور ولوله »

د روښانيانو د نهضت څرنګوالی، د تاريخ د فلسفې په رڼا کې

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځي.  د روښانيانو د نهضت په باب درې ډوله نظريې وړاندې شوې دي: عرفاني، ملي او عوامي. په دې مقاله کې دا درې دوله نظريې تحليل شوي دي او داسې نتيجه ځنې اخيستل شوې ده چې درې ...

نور ولوله »

د وردګو د ښادۍ سندرې کتاب چاپ شو

سید عبدالله وزیري د کابل پوهنتون د پښتو څانګې د پخوانۍ استادې آغلې ساره سادات څېړنیز اثر په کتابي بڼه د رفیع کلتوري او مدني ټولنې له خوا چاپ شو. دغه کتاب چې ټول ۲۱۰ مخه دی په ښه کاغذ او رنګینه پوښتۍ چاپ شوی دی. د کتاب مالي لګښت د سیدانو کلتوري ټولنې ورکړی او په ننګرهار کې مومند ...

نور ولوله »

د افسانوي ادب ژباړې: مسایل او ستونزې

ليکوال: شیخ عبدالرشید ژباړن:مصطفی باور  انساني ذهن د ژوند له تجربو اغیزمن کېږي او پر دې تجربو یو ډول عکس عمل هم ښيي.هره تجربه ځانته  نښه لري،لیکوال د همدغو تجربوپه مرسته تخلیقي پنځونې کوي. د تجربو  سیمه ډېره پراخه ده، په دې کې لیدلي او نالیدلي څېزونه ګډ دي.د یوې انځوګرۍ لپاره پکار ده چې د لیکوال ذهن د برېښنا ...

نور ولوله »

پښتو شعر او نوستالژيا

 اکبر کرګر رښتيا عمر شيرين دى؟ په پښتو شعرى ادب کې له يو ه مشهور شعر سره مخامخ کيږو ۔ يا يې کله نا کله د موسيقي په پردو کې د گڼو هنرمندانو له خولو اورو  ۔ داسې هم شوي دي چې کله نا کله ددې شعر ځينې بيتونه او ځينې بندونه دتېر ارمان او افسوس له پاره هم را ...

نور ولوله »

په شعر کې تاثیر

سید اصغر هاشمي د شعر د تاثير نه څوک انکار کولاى نه شي، د شعر د تاثير نه انکار کول، داسې مثال لري، لکه يو سړى چې د لمر د پټولو کوشش په دوو ګوتو کوي، په تاريخ کې داسې ډېر مثالونه شته چې د شاعرانو د کلام جادو ډېر زړونه فتح کړي دي او ځينې وخت په قومي جنګونو ...

نور ولوله »