fbpx

د ټیګونو ارشیف : اربکیان

عبدالجبار قهرمان؛ چې د وکالت تر څنګ يې جګړې ته ټټر وواهه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړی، راتلونکو ټاکنو ته نوماند او د وطن ګوند کمېټې مشر عبدالجبار قهرمان نن په یوه چاودنه کې ووژل شو. هغه د خپل ټاکنیز کمپاین په اوږدو کې د هلمند په لښکرګاه کې ووژل شو، چې د هلمندي چارواکو په وینا چاودېدونکي توکي يې د ناستې په چوکۍ کې ځای پر ...

نور ولوله »

شهید زهیره! زیری مې درباندې . . .

حسان شلګری یادونه: په لوړ انځور کې چې درته ښکاري  شهید مولوي ذبیح الله زهیر دی، نوموړی د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ د مرکز میري اوسیدونکی و، زهیر په علمي لحاظ نابغه او له نور المدارس نه په دوهم نمبر فارغ شوی و، په تقوا، خوش اخلاقۍ او دیانت کې هم کمساری انسان و. څو کاله وړاندې د غزني ...

نور ولوله »

غور؛ ځانګړي ځواکونه د اربکی قومندان په نیولو کې بې وسه شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د غور په لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ کې اربکی قومندان علي‌پور له ځانګړو ځواکونو سره له جګړې وروسته د ارام سا واخیسته. هغه چې د اجراییه ریاست د مرستیال محمد محقق نږدې کس بلل کېږي، په سیمه کې د خلکو په لوټ، وژلو او ان ناموس لوټلو تورن دی. د غورو چارواکو نږدې اوونۍ وړاندې وویل، ...

نور ولوله »

دویم تعقیب: سرپل کې د امنیتي ځواکونو خپل‌منځي جګړه کې ۳۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸تلې، ۱۳۹۷ل): د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د اربکيانو او پولیسو تر منځ په جګړه کې دواړو لوریو ته ۳۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي د بلخاب په دهنه سیمه کې اربکي قومندان مهدي مجاهد پر امنیتي ځواکونو برید کړی، چې تر نن مازیګره لا هم ...

نور ولوله »

هرات: فارسي کې له ګڼو پوستو اربکیان تښتېدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸تلې، ۱۳۹۷ل): د هرات د فارسي په قیصار ناوه کې له ګڼو پوستو اربکیان تښتېدلي او څو تنه يې طالبانو ته ژوندي په ګوتو ورغلي. طالبان په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکي، قیصار ناوه کې شاوخوا ۱۲۰ تنه اربکیان په ګڼو پوستو کې مېشت و، چې ۱۶ يې دوی ژوندي نیولي او نور په تېښته بریالي ...

نور ولوله »

کاپیسا: امریکایانو هوايي برید کې اربکیان په نښه کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲تلې، ۱۳۹۷ل): د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې امریکايي هوايي برید پر اربکیانو برابر شوی او ۲۰ تنو ‏ته يې مرګ‌ژوبله اړولې ده‎. ‎ د تګاب ځايي اوسېدونکي وايي، پېښه د نوروزخېلو سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکايي الوتکو د اربکیانو پوستې ‏په نښه کړې‎.‎ د دوی په قول تر اوسه يې ۱۲ ټپي ...

نور ولوله »

لوګر: طالبانو د ولایت په څلور کيلومترۍ کې پوځي مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وږي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د لوګر مرکز پل عالم ته څېرمه یوه پوځي قرارګاه نیولې ده. دغه قرارګاه چې مرکز ته نږدې شاوخوا څلور کيلومترۍ کې د حصارک سیمه کې پرته وه، تېره شپه د طالب سرتېرو تر برید لاندې راغله. د طالبانو خبرپاڼه لیکي، چې د دوی سرتېرو له څو ورځو راهیسې دغه قرارګاه څارلې او ...

نور ولوله »

کندوز: قلعه ذال کې د مرستیال قومندان په ګډون ۱۸ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د کندوز په قلعه ذال کې يې د دې ولسوالۍ د امنیه قومندان اداري مرستیال په ګډون ۱۸ عسکر وژلي او اته نور ټپيان دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د دې ولسوالۍ په افغان مزار سیمه کې يې د ولسوالۍ پر دفاعي پوستو بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې ...

نور ولوله »

بلخ: اربکیانو د دوو قومندانانو په ګډون خپل لس ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷وږي، ۱۳۹۷ل): بلخ کې اتو اربکیان د خپلو دوو قومندانانو په ګډون لس ملګري وژلي او تښتېدلي دي. پېښه تېره ورځ ماسپښين مهال د چهاربلوک ولسوالۍ د قزل کلا سیمې په پوستو کې شوې. بریدګرو اربکیانو قومندان باهي خان او قومندان شامحمد او اته نور اربکیان وژلي دي. طالبانو بریدګر خپل نفوذي ملګري بللي او ...

نور ولوله »

ننګرهار: پرونۍ چاودنه کې ۶۸ تنه وژل شوي او ۱۶۵نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ځايي چارواکو په شینوارو کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې وروستي تلفات په ډاګه کړل. د دوی په وینا په پرونۍ پېښه کې ټول ۶۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶۵ نور ټپیان دي. پرون د مومند درې ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو ډکه سیمه کې د اربکیانو پر ضد لاریون وکړ، چې ...

نور ولوله »