د ټیګونو ارشیف : اربکیان

بغلان: اربکی قومندان د طالبانو کمین کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بغلان چارواکي وايي دهنه غوري ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي قومندان سلیم کوچی د طالبانو په مخامخ برید کې وژل شوی دی. د بغلان د امنیه قومندانۍ د جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر نظیف الله خرمي وايي، قومندان سلیم کوچی تېره شپه د طالبانو پر کمین برابر شوی او له منځه وړل ...

نور ولوله »

غزني؛ چارواکي محلي اردو ته خوښ؛ خو خلک يې د اربکیانو تکرار بولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني چارواکي وايي په دې ولایت کې روان ګډوډ حالت د کنټرول لپاره يې سیمه‌ییزې اردو ته سترګې نیولې دي. د غزني د والي ویاند وحید الله کلیمزي ازادي راډیو ته ویلي، تمه لري چې د دې اردو په جوړېدو سره به له لاسه وتلې سیمې بېرته لاس ته ورشي او هم به ...

نور ولوله »

د کندوز اوسېدونکي: اربکیانو د کرارۍ بېخ ایستی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کندوز اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې د نا امنۍ اصلي لامل، اربکیان دي چې د دوی په وینا د کرارۍ بېخ يې ایستلی دی. د کندوز ښار لسګونو اوسېدونکي د دې ولایت مرکز کې د سولې او ثبات په اړه غونډه جوړه کړې وه، چې پکې له اربکیان او ټوپکمارو خورا ...

نور ولوله »

پکتیا؛ اربکیانو د یوې کورنۍ اوو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتیا ولایت مرکز ته څېرمه اربکیانو د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې د يوې مېرمنې په ګډون يې درې ماشومان وژلي او څلور نور ټپیان کړي دي. پکتیا مېشتی فعال او استاد نور احمد عایل له ځايي چارواکو ګیله کړې، چې پر خپله ولس يې سړي خواره مقرر کړي دي. یاده پېښه ...

نور ولوله »

امنیت شورا «نامسؤلو وسله‌والو» ته «مسؤلیت» ور سپاري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت شورا وايي د نامسؤله وسله‌والو د قانوني کولو لپاره يې طرزالعمل جوړ کړی او د تایید وړ ګرځېدلی دی. له دې شورا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې د غزني، فاریاب او ننګرهار پر امنیتي وضعیت هم خبرې ...

نور ولوله »

بلخ؛ د کشنده د اربکیانو عمومي قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د بلخ چارواکي وايي په کشنده ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان او د هغه شپږ ملګري د طالبانو په برید کې وژل شوي دي. د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، تېره شپه طالبانو د کشنده په قربای کلي کې د اربکیانو په پوسته برید وکړ، چې قومندان او د هغه شپږ ...

نور ولوله »

علي‌پور، اربکی قومندان چې حکومت يې پر وړاندې بې وسه شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶لېندۍ، ۱۳۹۷ل): قومندان علي پور د علي محمد زوی او د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې درې کاله وړاندې يې وسلې ته لاس کړ او د ملي امنیت په مرسته يې وسله‌والو پر ځان را ټول کړل. د کورنیو چارو وزارت ارشد معین اختر محمد ابراهیمي وايي، چې هغه وړاندې تر ...

نور ولوله »

غزني؛ د جاغوري اربکیانو د ګیلان ۱۲۰۰ کورنۍ لېږدېدو ته اړ کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۹لړم، ۱۳۹۷ل): په غزني کې د ګیلان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له جاغوري ولسوالۍ سره پر پوله د ‏مېشتو اربکیانو ډزو او لویو توپونو ۱۲۰۰ کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې دي‎. ‎ بې بې سې د ځايي اوسېدونکو له خولې وايي چې اربکیان پرلپسې بې له کوم مشخص ‏هدف نه رسنې سیمې په لوري توپونه ور ...

نور ولوله »

د حکومت «غیرمسؤل وسله‌وال» قومندان علي‌پور جاغوری ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): په غور کې هغه اربکی قومندان چې حکومت يې د نیولو لپاره ځانګړي ځواکونه ګمارلي و، همدې حکومت جاغوري ولسوالۍ ته د جګړې لپاره لېږلی دی. قومندان علي‌پور چې حکومت يې «غیر مسؤل وسله‌وال» بولي د محمد محقق نږدې کس بلل کېږي او د جاغوري جګړې د ګرمولو لپاره دې ولسوالۍ ته لېږل شوی ...

نور ولوله »

هرات؛ طالبان وایي فارسي کې ګڼ عسکر ورته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات په فارسي ولسوالۍ کې یو پولیس او ۱۴ اربکي جګړه مارو وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي. دغه وسله‌وال چې د فارسي ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت و تر خپل دریځ تېر شوي او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي. طالبانو ...

نور ولوله »