د ټیګونو ارشیف : اربکیان

د مقر د اربکیانو مشر فیض الله وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۹مه ۱۳۹۳ل): طالبانو نن د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي مشر فیض الله (مشهور په فیضول) له خپلو ۳ نورو ملګرو سره د یوې چاودنې پر مټ ځای پر ځای وژلی دی. د غزني ولایت د والي ویاند شفیق ننګ د فیض الله وژل منلي او زیاته کړې یې ده ...

نور ولوله »

طالبانو په کونړ کې پنځه پوستې نیولې دي

Posta-ranga-12

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالي کې د اربکیانو په پنځو پوستو بریدونه پیل کړل چې نږدې تر مازیګره يې دوام وکړ. طالبانو په دې جګړه کې اوه تنه اربکیان وژلي او پنځه واړه پوستې يې تر واک لاندې کړې دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ...

نور ولوله »

د ديني مدرسو او نورو مقدساتو سپکاوی د څه لپاره!؟

عبدالرحمن د يحی خيلو د مدرسې په اړه په يوه ديني مدرسه چپاو اچول او له قرآن کريم او نورو کتابونو سره يو ځای يې سوځول او د ديني علماوو کورونه په ساړه ژمې کې لوټې لوټې کول د څه لپاره ؟! ايا دا يو غيرت دی ؟ ايا دا ميړيانه ده ؟ ايادا انسانيت او اخلاق دي ؟ ايا ...

نور ولوله »

کونړ: د دانګام جګړه لاهم په شدت روانه ده؛ طالبان د دولت ادعاوې بې بنسټه بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): تر دوو اونیو ډېر وخت کېږي چې د کونړ د دانګام ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو، اربکیانو او عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده. طالبان وايي چې لا يې هم ملګري په لوړ مورال جنګېږي او د دولت له لوري د ور اوښتیو تلفاتو او د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو د ...

نور ولوله »

پکتیکا: اربکیانو مدرسه او د استادانو کورونه له لوټ وروسته سوځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۶مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت په یحی خېلو ولسوالي کې د دې ولسوالي اربکیانو په یوه ځايي مدرسه برید وکړ او له لوټ وروسته يې دېوالونه ور ونړول. په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې اربکیانو پرون سهار شاوخوا اوه بجې د ملي اردو او ملي پولیسو په ملګرتیا د یحی خېلو په ګوډلو کلي ...

نور ولوله »

طالبان: د کونړ په اړه پروپاګند؛ محاصره عسکرو ته د روحيې ورکولو په موخه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو خبر ورکړ چې بهرنیو ملګرو يې د کونړ په دانګام ولسوالي کې په طالبانو بمباري کړي ده او لسګونه تنه يې له منځه وړي دي. په کونړ کې د ۲۱۰ سیلاب قول اردو د دویمې پلي لوا مطبوعاتي مسوول وايي چې د اردو په ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: د اردو پنځه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومی ۱، ۱۳۹۳ل): د افغانستان دفاع وزارت مسوولین وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو د اردو پنځه عسکر وژل شوي دي. د دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د طالبانو په بریدونو کې پنځه تنه عسکر وژل شوي دي. د خبر پاڼې له مخې ...

نور ولوله »

جوزجان کې اته اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، لیندۍ ۳۰مه ۱۳۹۳ل): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، چې د اربکيانو او طالبانو تر منځ نښتو اووه اربکيان او پنځه طالبان وژل شوي دي. د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې وويل، چې شاوخوا دوو سوو طالبانو تېره شپه د قوش تپه ولسوالۍ جرقدوق سيمه کې د اربکيانو پر پوستو ...

نور ولوله »

د کونړ والي: په دانګام کې مو هیڅ پرمختګ نه دی کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو له لوري د کونړ په دانګام ولسوالي کې د پراخو بریدونو د مخنیوي په تمه ویل کېدل چې سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي او د طالبانو مقابله يې کړې ده. د کونړ دانګام ولسوالي ته د امنیتي ځواکونو په لېږلو سره رسنیو خبر ورکړ، چې دولتي عسکرو له طالبانو ...

نور ولوله »

طالبان: د کونړ د دانګام اوسېدونکي زموږ خپل خلک او د بدن غړي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د دولتي سرچینو هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې دوی د کونړ په دانګام ولسوالي کې ولسي خلک محاصره کړي او له عامو وګړو سره جګړه کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله خبرپاڼه کې ویلي، چې د دانګام ولسوالي اوسېدونکي د دوی خپل خلک دي او په خبره ...

نور ولوله »