fbpx

د ټیګونو ارشیف : اربکیان

سرپل: طالبان وايي مرکز ته څېرمه يې اوه کلي نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي سرپل کې يې مرکز ته څېرمه په جګړه کې ۳۰ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او ګڼ يې ژوندي نیولي. تېره ورځ مرکز ته څېرمه د بلغلي سیمې اربکي قومندان صمیم وویل، چې طالبانو ترې اته پوستې نیولې دي. طالبانو نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاده ...

نور ولوله »

غور: دولتیار کې ۵۰ اربکیانو خپلې وسلې پر ځمکه ايښې

اربکیان

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲وږي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د غور په دولتیار کې ۵۰ اربکي وسله‌وال ورته تسلیم شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دا کسان د قومندان محمد نسیم کهزاد تر لاس لاندې و، چې د یادې ولسوالۍ په سمک سیمه کې يې واک درلود. خبرپاڼه لیکي: «د محمدنسیم کهزاد ۵۰ تنه ملګري له خپلو ټولو وسلو ...

نور ولوله »

اربکی قومندان له کلونو جګړې وروسته د خېټې غم سوال ته اړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): په پکتیکا کې یو اربکی قومندان وايي، چې په جګړه کې يې سخته ماته خوړلې، ملګري او د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي او اوس د خېټې ډکولو لپاره سوال ته لاس غځوي. دغه قومندان عبدالشکور نومېږي، چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي مسؤلیت ورله غاړې و، خو اوس د ...

نور ولوله »

هلمند: ناوه کې امریکایانو ۱۹ اربکیان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۵زمري، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې امریکایانو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۹ تنه يې ځای پر ځای ووژل. ځايي سرچینې وايي چې پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په حاجي جنګ اغا سیمه کې وروسته له هغه رامنځته شوه، چې طالبانو د اربکیانو یوه پوسته ونیوله. طالبانو هم د پېښې پخلی کړی ...

نور ولوله »

ناټو: لوګر کې يې د افغان امنیتي ځواکونو په غوښتنه بمبار کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ د لوګر په ازره کې بهرنیو ځواکونو پر اربکیانو هوايي برید وکړ او ۱۵ تنه يې ځای پر ځای ووژل. ځايي چارواکو وویل چې په برید کې ۱۵ اربکیان او پنځه عام وګړي وژل شوي دي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې په بمبار کې ۹ اربکیان وژل ...

نور ولوله »

کاپیسا کې اربکی قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳زمري، ۱۳۹۷ل): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د اربکیانو قومندان غنم ګل د طالبانو په برید کې وژل شوی دی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې قومندان غنم ګل د تګاب په قلعه صالح سیمه کې د دوی د سرتېرو تر برید لاندې راغی. خبرپاڼه زیاتوي په برید کې د قومندان غنم ګل یو ساتونکی ...

نور ولوله »

په محلي اردو د اربکیانو نومول به د اشرف غني وړۍ شړۍ نه کړي

ليکنه : مراد أنصار که په نیږدې تاریخ کې د بهرنیو تیریګرو او تحمیلي نظامونو په وړاندې بریالیو چریکي جګړو ته ژور نظر وکړو دا مومو چې کله چریکي جګړې بریالیتوب ته نیږدې شوې دي بهرنیو تیریګرو او تحمیلي نظامونو یې په وړاندې بیلابیلې ملیشې تر ډول ډول نومونو لاندې رامنځته کړي دي ، د کمونستانو په دور کې د ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: دفاع وزارت کور په کور جګړه غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټرمپ د ستراتېژۍ مطابق دفاع وزارت له کلیوالي سیمو د امنیتي ځواکونو را ایستل تایید کړل، غواړي هلته «سیمه ییزه اردو» فعاله کړي. ولسي جرګه دا طرحه د کور په کور جګړې اور بلول بولي او ټينګار کوي چې دا طرحه نه شي عملي کېدلی. د ولسي جرګې د ...

نور ولوله »

غور: دولینه کې پنځو قومندانانو او ملګرو يې وسلې پر ځمکه ايښې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): د غور په دولینه کې د اربکیانو پنځو قومندانانو له خپلو لسګونو ملګرو سره وسلې پر ځمکه ايښې او د طالبانو ملګري شوي دي. د دولینه په خواجه ګان، سوخته، سلمین او نادانک سیمو کې د اربکیانو پنځه تنه قومندانان له شاوخوا ۶۰ ټوپکیانو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي. د طالبانو د خبرپاڼې ...

نور ولوله »

تخار کې د اربکیانو پر ضد لاریون وشو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷زمري، ۱۳۹۷ل): د تخار د خواجه بها‌‌ءالدین ولسوالۍ سلګونو تنو د اربکیانو د ظلمونو پر وړاندې لاریون وکړ. لاریون کوونکي چې په مرکز کې د ولایت مقام مخې ته را ټول شوي و، په سیمه کې يې د اربکي قومندان ملک تاتار له چلنده شکایتونه کول. دوی چې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، له سیمې ...

نور ولوله »