fbpx

د ټیګونو ارشیف : اربکی قومندان

محمد محقق پر اربکي قومندان «علي‌پور» د ځانګړو ځواکونو برید غندلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵تلې، ۱۳۹۷ل): د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق وايي، پر اربکي قومندان علي‌پور د ځانګړو ځواکونو برید د غندلو وړ دی. هغه ویلي، په دې برید کې ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ملکي هستوګنځایونه لوټل شوي دي. محمد محقق ویلي، چې د لعل‌وسرجنګل ولسوالۍ نه ورته تلیفوني معلومات رسېدلي چې ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ ...

نور ولوله »

غور: پر اربکي قومندان د ځانګړو ځواکونو برید شپږ تنه وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴تلې، ۱۳۹۷ل): غور کې د ځانګړو ځواکونو او اربکي قومندان تر منځ جګړه کې د دوو مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي. غور کې ځايي چارواکو د مشهور اربکي قومندان علي‌پور د نیولو خبر ورکړ، چې هغه يې پر وړاندې مسلح غبرګون وښود. د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي د جګړې او ...

نور ولوله »

ننګرهار: پرونۍ چاودنه کې ۶۸ تنه وژل شوي او ۱۶۵نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ځايي چارواکو په شینوارو کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې وروستي تلفات په ډاګه کړل. د دوی په وینا په پرونۍ پېښه کې ټول ۶۸ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶۵ نور ټپیان دي. پرون د مومند درې ولسوالۍ ګڼو اوسېدونکو ډکه سیمه کې د اربکیانو پر ضد لاریون وکړ، چې ...

نور ولوله »

اربکی قومندان له کلونو جګړې وروسته د خېټې غم سوال ته اړ کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰وږي، ۱۳۹۷ل): په پکتیکا کې یو اربکی قومندان وايي، چې په جګړه کې يې سخته ماته خوړلې، ملګري او د کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي او اوس د خېټې ډکولو لپاره سوال ته لاس غځوي. دغه قومندان عبدالشکور نومېږي، چې په جاني خېلو ولسوالۍ کې د اربکیانو عمومي مسؤلیت ورله غاړې و، خو اوس د ...

نور ولوله »

جوزجان: اربکي قومندان خپل دوه ښځي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د جوزجان ولایت خانقا ولسوالي کې د اربکیانو یوه قومندان د خراب اقتصادي حالت او کورني تاوتریخوالي له امله خپل دوه ښځي وژلي دي. د دغه ولایت ویاند محمد رضا غفوري رسنیو ته ویلي چې د تنګي کلا په نامه سیمه کې د طالبانو پر ضد پاڅونکوونکې قومندان محمد هشام تېره شپه خپل ...

نور ولوله »

بلخ: طالبانو اربکی قومندان او د عطا نږدې کس وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د اربکیانو مشهور قومندان او د عطا محمد نور نږدې کس وژلی دی. قومندان ګل جان چې په نظامي برخه کې د بلخ د والي نږدې کس بلل کېده تېر مازیګر د طالبانو په برید کې ووژل شو. د بلخ د امنیه قومندانۍ د امنیت ...

نور ولوله »

کونړ: ناړۍ کې د ځايي اربکيانو قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د کونړی په ناړۍ ولسوالۍ کې د ځايي اربکيانو مشهور قومندان زرګری د طالبانو په بريد کې وژل شوی. زرګري د ناړۍ ولسوالۍ د کامتلي پوځي اډې څنګ ته د شیرګل د پوستو قومنداني کوله، چې ځايی اربکيان پکې مېشت دي. د کونړ ځايي چارواکو د زرګري د وژل کېدو په اړه څه ...

نور ولوله »