د ټیګونو ارشیف : اردو

هلمند: د اردو عسکر خپل قومندان او دوه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند په مرکز لشکرګاه کې يو تن عسکر د پوستې قومندان او دوه ملګري وژلي او نېغ طالبانو ته ورغلی. طالبان وايي، بریدګر د دوی نفوذي ملګری و، چې په برید کې يې قومندان کاظم او د هغه دوه ساتونکي وژلي او له ځان سره يې څو مېله سپکه او درنه وسله هم ...

نور ولوله »

امریکا: لا هم دولت نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۶وری، ۱۳۹۷ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، لا هم افغانستان کې دولت نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي او جګړه پر مخ پرې وړي. هشت‌صبح د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تازه راپور په حواله لیکي، چې د اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې لا هم ماشومان جذبېږي او د جګړې لپاره ...

نور ولوله »

کندوز؛ د حکومت د بې پراويۍ له امله، د قومندان زوی ځان وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د کندوز چارواکي وايي، د ملي اردو د یو قومندان زوی له دې امله خان وژلی چې د پلار جسد يې له څو ورځو راهیسې ورته را ونه رسېده. اطلاعات روز، د ځايي سرچینو له قوله وايي، وژل شوي قومندان فاریاب کې دنده درلوده، چې شاوخوا درې ورځې وړاندې ووژل شو، خو جسد يې ...

نور ولوله »

اسوشټیډ پریس: د دولتي عسکرو روحیه سخته ځپلې ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): اسوشټیډ پریس د ملي اردو د یو پخواني عسکر له خولې لیکلي چې د عسکرو روحیه ځپلې، مایوسه او له دندو زړه توري دي. دغه عسکر چې تمیم دروېش نومېږي، د اردو په لیکو کې پنځه کاله وسله پر غاړه ګرځولې، خو اوس کابل ښار کې مزدوري کوي. هغه وايي عسکري کې يې ۱۸۰ ...

نور ولوله »

میدان وردګ: ملي اردو د خلکو کورونه د پوستو په توګه کاروي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۵وږي، ۱۳۹۷ل): د میدان ودرګو اوسېدونکي وايي په دې ولایت کې ملي اردو د خلکو په کورنو کې په زور اړوي او د پوستو په توګه يې کاروي. دا ډول شکایتونه وړاندې د سید اباد ولسوالۍ اوسېدونکي کړي و، خو دا ځل پژواک د چک ولسوالۍ د یو اوسېدونکي له خولې د هغه بې وسي را ...

نور ولوله »

د کورنیو چارو وزیر: غزني کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲زمري، ۱۳۹۷ل): د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي د غزني په ټوله جګړه کې ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي دي او اوس يې د مرستې لباره تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي. هغه چې نن له دفاع وزیر سره یو ځای خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، د غزني په ټوله جګړه کې يې ...

نور ولوله »

روزګاني چارواکي: طالبانو د اردو قرارګاه او درې پوستې نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي طالبانو تېره شپه چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې نیولې دي. د دې ولسوالۍ ولسوال فیض محمد ازادي راډيو ته ویلي، طالبانو په سپين قیچه سیمه کې د اردو قرارګاه او درې پوستې بشپړې د دوی له ګوتو ویستلې دي. دغه سرچینه د یو قومندان ...

نور ولوله »

هلمند: نادعلي کې سرتېري برید درنه مرګ – ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر ګډ مېشت ځای سرتېري برید درنه مرګ – ژوبله اړولې. طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي، برید د دوی ملګري جابر د مازدا موټر په وسیله ترسره کړی، چې تر سلو ډېرو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې. د طالبانو د خبرپاڼې له ...

نور ولوله »

د غزني په لاریون کوونکو برید شوی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۶ل): بېګاه شپه ۱۲ بجې د غزني په ښار کې پر لاریون کوونکو ډزې شوي، چې ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړي او ځینې کېږدۍ یې ورسوځولي دي. لاریون کوونکي وايي، تېره شپه د اردو عسکرو له لوري د دوی پر کېږدیو بریدونه وشول او ګڼ شمېر لاریون کوونکي یې ټپیان کړل. په ...

نور ولوله »

زابل: دوه ملکي وګړي وژل شوي، دوه ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايي، پېښه نن سهار د سیوري ولسوالۍ د کم کارېز په سیمه کې شوې ده، چې په سیمه کې د سړک غاړې ...

نور ولوله »