د ټیګونو ارشیف : اردو

کابل: د ملي اردو ۷۰۰ عسکر او افسران استعفاوې ورکوي

د دې ځانګړې قطعې سلګونه عسکر ګډ حکومت د دوی پر وینو «سوداګر» بولي او وايي چې دوی يې د خپلو شخصي ګټو لپاره جنګوي. نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): په بدخشان کې د لسګونو تنو عسکرو له تسليمي وروسته په پلازمېنه کابل کې د ملي اردو ۷۰۰ عسکرو او افسرانو له خپلو دندو د استعفا هوډ کړی ...

نور ولوله »

نیويارک ټايمز: شپږو مياشتو کې ۴۱۰۰ افغان عسکر وژل شوي او ۷۸۰۰ نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۴ل): د روان ميلادي کال لومړنۍ شپږ میاشتې د افغان عسکرو لپاره خورا خونړۍ بلل شوې دي، چې د راپورونو له مخې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په مرګ ـ ژوبله کې پنځوس سلنه ډېرښت راغلی دی. نیويارک ټایمز پخپل تازه راپور کې ويلي چې د ۲۰۱۵ ميلادي کال په لومړیو ...

نور ولوله »

ولسمشر په لوګر کې د امریکايانو بمبارد ونه غانده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د ملي اردو ځواکونو پر پوستې بمونه وغورځول چې په پایله کې د ملي اردو ۱۲ تنه سرتېري ووژل شول. امریکایانو داسې مهال د ملي اردو پوسته بمبار کړې ده چې د ګډ حکومت مشر له امریکايي قومندان څخه د ...

نور ولوله »

هلمند او کونړ کې د اردو عسکرو ۱۱ مېرمنې او ماشومان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په نوزاد او د کونړ په وټه پور ولسوالیو کې د ملي اردو د هوانونو په پایله کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه شهيدان او يو تن ټپي شو. د هلمند د نوزاد په چنګولک سیمه کې د اردو عسکرو تېره نيمه شپه د خلکو پر کورنو هوانونه ...

نور ولوله »

که طالبان راغلل!؟

خوشال درانی له ډېرو افغانانو په ځانګړې ډول ځوانانو سره دا اندېښنه ده، که چېرې طالبان راشي، نو له عامو افغانانو او ځوانانو سره به څه کوي؟ غواړم په دې لیکنه کې خپل نظر ووایم، زما نظر چې دی، طبعاً د کوم لوري نمایندګي نه شي کولای. روانو حالاتو ته په کتو او د طالبانو د مخکنیو اعلامیو اړوند خپل ...

نور ولوله »

هلمند: د اردو عسکرو د برېښنا د تارونو پر جوړونکو ډزې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په سنګين ولسوالي کې د ملي اردو عسکرو د برېښنا شرکت پر هغو موټر ډزې کړې چې په سیمه کې يې د برېښنا شلېدلي تارونه جوړول. د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه تارونه د هلمند له کجکي څخه د هلمند مرکز لښکرګاه او کندهار ښار ته غځېدلي دي چې تېره ورځ ...

نور ولوله »

د سږ کال شپږ میاشتې تر تېر کال خونړۍ وې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د حکومت پوځي مسوولین وايي چې د تېر کال په نسبت يې د دې میلادي کال شپږ میاشتې خورا خونړۍ وې. د دوی په قول د تېر کال په پرتله په سږنیو شپږ میاشتو کې يوازې د اردو په عسکرو کې ۷۵ سلنه مرګ ـ ژوبله زیاته شوې ده. د دفاع وزارت د ...

نور ولوله »

اشرف غني: زموږ عسکر په روژه کې « لوی جهاد » کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غبرګولي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم د روژې د مبارکۍ په پلمه پیغام خپور کړی او ويلي يې دي چې امنيتي ځواکونه باید په روژه کې هم ارام نه کيني. اشرف غني د روژې د مبارکۍ تر څنګ دولتي عسکر ستايلي چې د ده په خبره په روژه کې د خلکو د ...

نور ولوله »

هلمند: طالبان وايي ۲۷ عسکر يې وژلي، خو چارواکي ۲۶ مني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په نوزاد ولسوالي کې د اردو په پوستو د طالبانو په بريدونو کې ګڼو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده. طالبان وايي چې د دوی ملګرو د دې ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اردو په پوستو بريدونه پیل کړل، چې په خبره يې شپږ پوستې يې تر واک لاندې ...

نور ولوله »

د اردو یو عسکر ته دوه لاسونه پیوند شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غويي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان په يو روغتون کې يو افغان پوځي ته دواړه لاسونه پیوند شول، چې د ډاکټرانو په خبره لا به یو کال نور هم معاينو ته اړتیا ولري. دېرش کلن عبدالرحيم چې درې کاله وړاندې د ماین په وسیله ټپي او غبرګ لاسونه يې پرې شول، له پېښې څلور میاشتې وروسته هند ...

نور ولوله »