نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د ملي اردو له لوري توغول شوی توغندی په یوه کور ولګيد، چې یو ماشوم يې پکې ځای پر ځای وواژه. د فراه د بالابلوک مرکز ته څېرمه تېره ورځ د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ کرۍ ورځ جګړه روانه وه، چې په پای ...
نور ولوله »د ټیګونو ارشیف : اردو
سیګار: امریکا میلیاردونه ډالر په افغان امنیتي ځواکونو ضایع کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، غويي ۱۰مه ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د بیا رغونې د څار امریکايي اداره (سیګار) وايي چې د یوې لسیزې تېریدو او میلیاردونو ډالرو مصرفېدو سره سره هم اوباما حکومت په دې اړه هېڅ معلومات نه لري چې څومره پولیس او اردو د طالبانو سره د جګړې لپاره تیار دي. واشنګټن ټایمز په خپل راپور کې د ...
نور ولوله »غزني: د یوې کورنۍ ۸ تنو ماشومانو او مېرمنو ته مرګ ـ ژوبله واوښته
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په غزني کې د دولتي ځواکونو له لوري د پیل شويو عملیاتو په لړ کې د ده یک ولسوالي په یوه کورنۍ کې د هوان د لګېدو له امله ۸ تنه ماشومانو او مېرمنو ته مرګ ـ ژوبله اوښې ده. د سیمې خلک وايي چې د ملي اردو عسکرو علي کلا ته څېرمه ...
نور ولوله »طالبانو هغه ضابط اعدام کړ، چې د طالب جسد يې په ټانګ پورې تړلی و
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د دولتي عسکرو هغه ضابط اعدام کړ، چې څو کاله وړاندې یې د طالب جسد په ټانګ پورې تړلی و او په کوڅو کې يې کش کاوه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی دغه ضابط پرون د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي په ...
نور ولوله »تېرکال دېرش زره تنو د ملي اردو لیکې پرې ايښې دي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): که څه هم د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو رامنځته کول او روزنه لویه لاسته راوړنه بولي، خو ورسره جوخت امريکايي رسنۍ وايي چې په تېر کال کې یوازې د ملي اردو له لیکو دېرش زره تنه تښتېدلي دي. د اګزامینر ...
نور ولوله »بلخ: د اردو افسر خپله خور ووژله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): د بلخ په شولګره ولسوالي کې د ملي اردو یو افسر د خپل شپږ میاشتني خوريي مور ووژله. علی خان چې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې يې دنده ترسره کوله، خپله خور وروسته له هغه په چاقو ووژله چې د دوی له خوښې پرته يې واده کړی و. د شولګرې ولسوالي ...
نور ولوله »طالبانو ۱۶۹ تنه دولتي کارکوونکي له خپلو دندو زړه توري کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې دوی په تېره میلادي میاشت کې ۱۶۹تنه دولتي کارکوونکي د خپل بلنیز کمیسیون په هڅو له دولتي دندو زړه توري کړي دي او د ځان ملګري کړي يې دي. د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب د کمیسیون په میاشتني راپور کې راغلي چې دوی د دې کمیسیون له ...
نور ولوله »دفاع وزارت: د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۸مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي. د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې د اردو عسکرو په غزني، وردګ، لغمان، کندهار او هلمند کې عملیات کول چې د چاودنو او نښتو ښکار شول. د دفاع ...
نور ولوله »دفاع وزارت: د ملي اردو اوه عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۷مه، ۱۳۹۳ل): د دفاع وزارت د خپرې کړې خبرپاڼې له مخې ویلي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو اوه عسکر وژل شوي دي. د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي پخپله ټویټر پاڼه ليکلي، چې دغه عسکر د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د چاودنو، نښتو او نورو امنیتي پېښو له ...
نور ولوله »دفاع وزارت: د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې، ۴مه، ۱۳۹۳ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي دي. دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو دریو ورځو کې په ځینو ولایتونو کې د ملي اردو شپږ عسکر وژل شوي دي او ګڼ طالبان يې هم له ...
نور ولوله »