د ټیګونو ارشیف : استاد اسدالله غضنفر

د ریا خرقه

اسدالله غضنفر رحمان بابا فرمایي: د ریا خرقه یې خدای مکړه په غاړه رحمان کوږ دستار تړلی قلندر دی قلندران ملامتیه صوفیان وو، یعنې د اجتماعي آدابو پروا یې نه ساتله او په دې کې یې خیر لید چې خلکو ته ځان ملامت وښیي خو د کبر او غرور له ناروغي خوندي پاتې شي. خرقه چې د صوفیانو او متقیانو ...

نور ولوله »

تفریح

لیکوال: اسدالله غضنفر هغه څوک چې کار نه کوي د تفریح په خوند نه پوهېږي او هغه څوک چې تفریح نه کوي د کار خونده یې نه وي. زموږ د کار مزه نشته او یو لوی علت یې دا دی چې د تفریح په هنر نه پوهېږو. تفریح ته یا په سپکه سترګه ګورو، یا ګومان کوو چې تفریح وخت، ...

نور ولوله »

دايره

اسدالله غضنفر په تېرو پيړيو كې يوه شاعر وويل چې د معشوقې ملا يې نرۍ ده. ورپسې بيا بل شاعر د لښتې غوندې نرۍ وبلله. دريم د وېښتۀ په دود نرۍ كړه او څلورم كس ته كمال په دې كې ښكاره شو چې تر وېښتۀ يې لا باريكه وبولي . دوى ټولو يوه خبره وكړه . توپير يې يوازې د ...

نور ولوله »

ديوالونه

اسدالله غضنفر د پېښورد پشكال په يوه توده ، نمجنه شپه كې مې د ابوالقاسم ديوان ولوست. ابوالقاسم د اتلسمې پېړۍ د دويمې نيمې شاعر دى . دى وايي : سعادت كه غواړې رسم وعادت پرېږده ترك كول دي د عاداتو سعادت ما ورنه دا معنا واخيسته چې په دودونو او عادتونو پورې نښتل د ودې ، تحول او نېكمرغۍ ...

نور ولوله »

دون کیشوت

Book1212

اسدالله غضنفر اسپانیایي ژبه چې شاوخوا نیم میلیارد کسان ورباندې خبرې کوي، له ګڼو جهتونو د نړۍ ډېره مهمه ژبه ګڼل کېږي. که د دې ژبې په خورا شتمنو ادبیاتو کې د تر ټولو مهم او مشهور کتاب نوم اخلو نو دون کیشوت به یادوو. دون کیشوت( په انګرېزي کې دُن کیهوتې) د ځینو په نظر د دنیا لومړنی ناول ...

نور ولوله »

ډېرانیزم ـ اسد الله غضنفر

اسدالله غضنفر په اکثرو کورونو کې له کوچنیانو غوښتل کېږي چې هغه وخت ډوډۍ وخوري چې لویان یې خوري. مشران ممکن غوره وبولي چې غرمنۍ په یوه بجه وخوري خو ماشوم په یولس بجو لا وږی وي. ماشوم ته ماښام خوب ورځي مګر مور یې ورته وایي ، مه ویده کېږه، صبر وکړه چې ډوډۍ تیاره شي. دی شاید دوه ...

نور ولوله »