د ټیګونو ارشیف : اسلامي دعوت

اسلامي دعوت ولې دلښکر کشي سره تړلی دې !؟

لیکنه: امرالله عمران داسلامي لښکرو هدف جبر او وینې تویول نه دي، بلکې یواځېنی هدف یې دعوت او د اسلام خپرول دي. او داسلامي دعوت هدف هغه د ربعه بن عامر مشهوره وینا ده چې دفارس امپراتور ته یې کړی وه،(( چې زموږ دجګړو او لښکر کشی هدف دا دې چې بندګان دبندګانو دبندګې نه راوباسو او یوازې یې دبندګانو ...

نور ولوله »

اسلامي ليکوال او دعوتګر شيخ ابوبکر الجزايري وفات سو

عبدالمالک همت نامتو مفسر او د ګټورو اسلامي کتابونو ليکوال او دعوتګر شيخ ابو بكر الجزائري رحمه الله په مدينه منوره کي د ۱۴۳۹ هـ کال د ذوالحجې مياشتي پر څلورمه ، چي د ۲۰۱۸ ع، کال د اګست د مياشتي د ۱۵ مي سره سمون خوري د چار شنبې په سهار د 98 کلونو په عمر وفات سو. شيخ ...

نور ولوله »

پخوانیو پیغمبرانو دین او دعوت

عبد الباسط عبد الصمد د مختلفو ادیانو اتباع کوونکې د اسلام د نه منلو یو عټ لامل او دلیل چې د خپل ځان او ټولنې لپاره وړاندې کوي هغه دا چې د اسلام دین په رسول الله صلی الله علیه وسلم رانازل شوی چې څوارلس سوه کاله تاریخ لري او بس، هره ډله خپل دین ته جلا جلا نومونه ورکوي، ...

نور ولوله »

هندوستان د مسلمان دعوت ګر ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هندوستان محکمې د مشهور اسلامي دعوت ګر ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړ. د ټایمز اف انډیا د راپور سره سم د هندوستان حکومت پر ذاکر نایک تور لګولی چې نوموړی د قانون څخه تښتېدلی دی ځکه یې باید پاسپورټ لغوه شي. پر ذاکر نایک باندي د هندوستان حکومت تور پوري کړی ...

نور ولوله »

زموږ دنده او مسؤلیت

فاتح کاروان وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُونَ قَالُوا سَلٰمًا سورة الفرقان ۶۳ ایت ژباړه: د الرحمان اصلي بندګان هغه څوک دي چي پر ځمکه باندي په ورو (په عاجزي) ځي او كه جاهلان یې مخي ته راشي، نو ورته وايي: “تاسي ته سلام.” د یوه مسلمان په حیث په دنیا کې زموږ تر ټولو مهمه ...

نور ولوله »

د روژې فتوحات (د نوبه فتح)

لیکوال: نبراس الحق عزیز په اسلامي تاریخ کې یوه له هغو فتحو څخه چې د روژې په میاشت کې واقع شوې، د «نوبه» فتح ده، چې په ۳۱هـ کال د عثمان بن عفان رضي الله عنه په وخت کې رامینځ ته شوې. نوبه د نیل سیند په اوږدو کې پرته سیمه ده، نن سبا دغه سیمه د مصر او سوډان په ...

نور ولوله »

ايمان لومړنۍ اوکرايني ښځه ده، چې له اسلام منلو وروسته يې ټول قرانکريم حفظ کړ

د فيرا فيريندک په نوم يوې اوکراينۍ نجلۍ ۱۷ کاله وړاندې د اسلام مبارک دين قبول کړ، نوم يې ايمان شو او د ژوند تر ټولو ستر ارمان يې دا و، چې قرانکريم ټول حفظ کړي او څو وروځې وړاندې يې الله تعالی دا ارمان پوره کړ، چې د ټول اوکراين په کچه لومړنۍ اوکرايني مېرمن شوه، چې د اسلام ...

نور ولوله »

ډيلي ټيليګراف: جهادي ډلې ليبيا د اروپا د فتحې دروازه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې اسلامي دولت د خپلې اوږدمهالې ستراتيژي له مخې ليبيا نيسي او ليبيا د اروپا د فتحې دروازه بولي. ډيلي ټيليګراف زياتوي: « اسلامي دولت خپل سرتيري له سوريې او عراقه ليبيا ته لېږي او له هغه ځايه يې نورو جهادي ...

نور ولوله »

افریقا: بشپړ کلی په یو ځايي ډول د اسلام پر مبارک دین مشرف شو

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۲۸مه ۱۳۹۳ل): د یو مسلمان دعوتګر په هڅو د افریقا په لویدیځ کې د یو کلي ټولو اوسیدونکو په یوځايي ډول د اسلام مبارک دین قبول کړ. دا کلی د «غانا» هیواد په شمال کې پروت دی او دوه نیم زره (۲۵۰۰) اوسیدونکي لري، چې د مصري عالم او دعوتګر «شيخ وحید عبد السلام بالي» ...

نور ولوله »

د عراق ایزیدیان د اسلامي دولت په لاس اسلام راوړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۳۰مه ۱۳۹۳ل): په یوه وروستی ویډیو کې چې د اسلامي دولت د پلویانو له لوري په یوټیوب او نورو ټولنیزو پاڼو نشر شوي، اسلامي دولت هغه ټولي ادعاوي رد کړي چې ګواکي ددوی جنګیالیو د ایزیدانو ښځي او ماشومان وژلي. ایزیدان چې په عراق کې اوسیږي، تر اوسه اسلام نه دی ورته رسیدلی، او په ...

نور ولوله »