د ټیګونو ارشیف : اسیا جام

راشد خان: که اعصاب مو کنترول وساتو د اسیا جام اتلولي ګټلی شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړي راشد خان وایي که افغان لوبغاړي په خپل اعصابو کنترول ولري، کولای شي د اسیا جام اتلولي وګټي. راشد خان د نیشنل سپورت خبري ورځپاڼې سره په مرکه کې زیاته کړه، چې د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړي استعداد او بېلا بېل مهارتونه لري ...

نور ولوله »

د اسیا جام کرېکټ سیالیو د پام وړ تاریخ ته یو نظر

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالۍ په لومړي وار په کال ۱۹۸۴م کې پېل شوې، چې په کې درې لوبډلو (سرېلنکا، پاکستان او هندوستان) ګډون کړی و، دغه سیالۍ د وخت په تېریدو له بېلابېلو ستونزو او یو شمېر شخړو سره ترسره شوې. د اسیا جام سیالۍ د هندوستان هېواد په ګډون، په پاکستان، سرېلنکا، ...

نور ولوله »

مشرفي مرتضی: راشد او مجیب زمونږ د بریا پرمخ ستر ګواښ دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د بنګلدیش لوبډلې مشر مشرفي مرتضی ویلي چې دوی په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان لوبډله له بل هیڅ لوبډلې کمه نه بولي او غواړي پر وړاندې يې خپله سل سلنه کارکردګي وړاندې کړي. مشرفي مرتضی د یوه مرکې له مخې زیاته کړه چې د بنګلدیش لوبډلې لپاره د افغانستان پر وړاندې ...

نور ولوله »

بالاخره پاکستان کرېکټ بورډ د ډګر ساتنې روزونکی وموند

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ بورډ وروسته له ډیرو ستونزو او انتظاره او له یو شمېر پلټنو وروسته د لوبډلې لپاره د ډګر ساتنې روزونکی وموند. د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې دوی د نیوزېلنډ لوبډلې یوه زوړ لوبغاړی ګرانټ بریډ برن چې د نیوزېلنډ لوبډلې لپاره یې یوازې ۷ ټیسټ او ۱۱ یو ...

نور ولوله »

هانګ کانګ عربي اماراتو ته په ماتې ورکولو اسیا جام ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵ وږی، ۱۳۹۷): د ۲۰۱۸م اسیا جام لپاره د غوراوي سیالیو پایلوبه کې هانګ کانګ لوبډلې عربي اماراتو لوبډلې ته په ماتې ورکولو اسیا جام ته لار وموندله. په دغه سیالیو کې شپږ اسیایي لوبډلو ګډون کړی و چې د عمان، نیپال، متحده عربي اماراتو، هانګ کانګ، سینګاپور، او مالیزیا لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، هرې لوبډلې ...

نور ولوله »

وفادار مومند د ټپي کېدو له امله د اسیا جام سیالیو څخه بهر شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی وفادار مومند د ټپي کېدو له امله د راتلونکو اسیا جام سیالیو څخه بهر شو. وفادار مومند چې په لومړي ځل د نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره انتخاب شوی و په متحده عربي اماراتو کې د تمریناتو پر مهال په ملا ټپي شوی چې ...

نور ولوله »

د اسیا جام لپاره افغانستان خپله لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م کال اسیا جام سیالیو لپاره چې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي، د افغانستان غوراوي کميټې د ملي لوبډلې لوبغاړو اوولس کسیز نوملړ په ډاګه کړ. د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا د لوبډلې په خپاره شوي نومونو کې په لومړي ځل منیر احمد کاکړ چې یو ښه توپوهونکی او ویکټ ...

نور ولوله »

اسیا جام: لاست ملینګا له ډیرې مودې وروسته یو ځل بیا لوبډلې سره یوځای شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م کال اسیا جام سیالیو لپاره چې په متحده عربي اماراتو کې شپږو لوبډلو سره ترسره کیږي په شمار څو ورځې پاتې دي. یو له اسیا جام لوبډلو څخه سرېلنکا ده، چې تېره ورځ یې په خپاره شوي راپورونو کې ویلي چې ددې لوبډلې تکړه او د یارکرو باچا لاست ملنګا یو ...

نور ولوله »

اسیا جام: هندوستان به له ویرات کوهلي پرته سیالۍ ترسره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالیو لپاره  د هندوستان لوبډلې له ویرات کوهلي پرته د لوبډلې نوملړ په ډاګه کړ چې مشري یې روهیټ شرما تر وسپارل شوه. د کرېکټ نړیوالې شورا د راپور سره سم ویل شوي چې د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو لپاره هند لوبډلې د پنځلس لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ، ویرات ...

نور ولوله »

اسیا جام: افغانستان به لومړۍ سیالۍ په ۱۷ ستمبر د سرېلنکا سره کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیا جام سیالیو مهالویش په ډاګه شو چې د ستمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه په عربي اماراتو کې پېل کیږي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د ستمبر میاشتې په اولسمه نېټه د سرېلنکا لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي. په دغه جام کې د افغانستان په ګډون پاکستان، هندوستان، سرېلنکا، بنګلدیش ...

نور ولوله »