د ټیګونو ارشیف : اشرف غني

برتانيه له افغانستان سره ۹۶۵ ميليون ډالره مرسته کوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د برتانيې له خوا د بروکسل له کنفرانس نه چې د تلي په ۱۳ مه او ۱۴مه تر سره کيږي دوې ورځي مخکي له افغانستان سره د ۷۵۰ ميليونه پاونډو مرسته اعلانوي. ۷۵۰ ميليونه پاونډه نژدې ۹۶۵ ميليون ډالر کيږي. د برتانيې سفارت وايي له افغانستان سره ميليونونه ډالر مرسته د امنيت ، ټېکاو ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د روزګان په څېر د اچین پر برید هم سکوت غوره کړ

نن ټکی اسیا جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د حکومت دوه کاله پوره شول. د دغه حکومت د جوړیدو له پیله تر دې دمه د امریکايي او بهرني ځواکونو له خوا په ملکي وګړو او ملي سرتېرو ترسره شوي هېڅ برید نه دی غندلی. د کندوز پر روغتون برید چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما هم ...

نور ولوله »

پاکستان حکومت سره د حزب اسلامي د سولې هرکلی وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۹مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړې هرکلی کړی دی. کابل کې د پاکستان سفارت لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې پاکستان همېشه پر دې ټینګار کړی چې جګړه د افغانستان د ستونزو د لمنځه وړلو ...

نور ولوله »

حکمتیار او اشرف غني د سولې هوکړه لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې۸مه ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي افغانستان امیر ګلبدین حکمتیار د ویدیو کنفرانس او ولسمشر غني د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه د سولې هوکړه لاسلیک کړه. د سولې هوکړې لاسلیک پر مهال د حکومت نېږدې ټول چارواکي، پخواني جهادي مشران او پخوانی ولسمشر حامد کرزي هم حضور درلود. لومړی ګلبدین حکمتیار د ویدیو  له لارې ګډونوالو ته وینا ...

نور ولوله »

اشرف غني او حکمتیار سبا د سولې هوکړه‌ لاسلیکوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۷مه ۱۳۹۵ل): د ګډحکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه سبا پنجشنبه ولسمشر غني او انجنیرګلبدین حکمتیار په ارګ کې لاسلیک کړي. د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر انجنیر امین کریم رسنیو ته منلې چې سبا /پنجشنبه، ستمبر ۲۹مه/ به ولسمشر اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ ...

نور ولوله »

ولسمشر غني تېره شپه د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې باندې چاپه واچوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۵مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر غني تېره شپه ناوخته د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړله او څو مسوولین وظیفې چې د دندې پر مهال موجود نه و، يې وځنډولې. د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د پولیسو نهمې امنیتي حوزې ته د ولسمشر غني د ورتلو پر مهال یو شمېر مسوولین ...

نور ولوله »

ولسمشر غني د غوراوي کمېټې د کار پيلولو زماني موده وټاکله

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۳مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي په اړه مقدماتي غونډه په ارګ کې جوړه شوه. هغه خبرپاڼه چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه رسنیو ته لېږل شوې او یوه کاپي یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې په کې ویل شوي چې اشرف غني د ...

نور ولوله »

د ملي یووالي حکومت سیاسي مشروعیت هم پایته ورسیدو

نن ټکی اسیا سرلیکنه (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د سنبلې د میاشتې د ۲۹ نیټې په رارسیدو سره د ملي یووالي حکومت سیاسي مشروعیت هم پایته ورسیدو. دوه کاله وړاندې چې کله د ناندرییزو ټولټاکنو په ترڅ کې د ښاغلي غني او عبدالله ټیمونو یوه هم د رhیو غوڅ اکثریت تر لاسه نه کړای شو نو دواړه لوري د جان ...

نور ولوله »

ولسمشر غني د هند پر پوځي مرکز بريد وغانده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۹مه ۱۳۹۵ل): ولسمشر اشرف غني د هند تر کنترول لاندې کشمير کې د هند پر پوځي مرکز هغه بريد په کلکه غندلی چې ۱۷ هندي پوځيان پکې وژل شوي. اشرف غني دغه برید تروریستي بللی او په وینا یې له ترهګرو سره مبارزه ګډو هڅو ته اړتيا لري. د هندوستان ټایمز هندۍ ورځپاڼي د راپور ...

نور ولوله »

اشرف غني ولایتونو کې د ټاکنیزو حوزو ویشلو طرحه لاسلیک کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۲۸مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشر دوهم مرستیال وايي چې ولسمشر د انتخاباتو د قانون لاسلیکولو سره د ټاکنو کمیسیون ته واک ورکړی چې انتخاباتي حوزې تعین کړي. سرور دانش د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي چې د ټاکنو پخوانی نظام یعنی د یوې رایې نظام چې بل ته انتقالېدلای هم نشي، تغیر نه دی کړی خو ...

نور ولوله »