د ټیګونو ارشیف : اضافي عسکر

یوه «ليوا» امریکايي «مشاورین» افغانستان ته راغلل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۷): د امریکا دفاع وزارت وايي چې افغانستان ته یې یوه لیوا تازه عسکر رالیږلي ترڅو په دې هیواد کې له روانې جګړې سره کومک وکړي. پنټاګون د تازه دمو سرتیرو دقیق شمېر نه دی ښودلی، خو د امریکا په پوځ کې یوه لیوا ۲۰۰۰ عسکر لري. د امریکا دفاع وزارت په ویب پاڼه ...

نور ولوله »

امریکا د ناټو څخه د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو غوښتنه کړې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): امریکا د ناټو څخه د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو غوښتنه کړې تر څو د طالبانو پر ضد په جګړو کې برخه واخلي. د امریکا سفیرې تېره ورځ جمعه د ناټو په مرکزي قومندانۍ کې د وینا پر مهال د ناټو څخه د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو غوښتنه وکړه او ویې ویل: امریکا شاوخوا ۳۰۰۰ اضافي ...

نور ولوله »

د ټرمپ د ګوتڅنډنې په وړاندې دفاع وزیر د نیکلسن ننګه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ زمری، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزیر (جیمز میټس) په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان (جنرال جان نیکلسن) ننګه کړې او هغه یې یو اعتمادي شخص بللی. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له لوړپوړو چارواکو سره په غونډه ...

نور ولوله »

امریکايي سناتور: د امپراتوریو په هدیره کې اوږده جګړه ختمه کړئ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ زمری، ۱۳۹۶): د امریکا په سنا مجلس کې د ویرجینیا ایالت استازي (ریچرډ بلیک) په خپلې تازه مقاله کې د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې نور د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښيږدي، ځکه چې په وینا یې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده او د بې غوره بهرنیو یرغلګرو لپاره د مرګ ...

نور ولوله »

جان مکین د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ طرحه خپره کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰زمری، ۱۳۹۶): د امریکا په سنا مجلس کې د پوځي خدماتو کمیټې مشر (جان مکین) خپله هغه ستراتیژي خپره کړې چې د ټرمپ ادارې ته يې د افغانستان د جګړې د ګټلو په هیله وړاندې کړې. نوموړي ویلي چې د اوباما ستراتیژي مازې له شکسته د ځان ساتلو هدف درلود او په اوس وخت کې د ...

نور ولوله »

طالبان: که امریکا رښتینی حل غواړي؛ نو لاره شته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸زمری، ۱۳۹۶): «که امریکا رښتینی حل غواړي، نو لاره شته»؛ دا هغه سرلیک دی چې طالبانو په خپلې رسمي ویب پاڼه کې د تازه اونیزې تبصرې لپاره غوره کړی. تبصره له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په احتمالي پرېکړې راڅرخي او د ټرمپ اداره یې هڅولې چې په هیواد کې د جګړې د پای ...

نور ولوله »

امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو په وېستلو فکر کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، ۹زمری، ۱۳۹۶): د اوو مياشتو په تېرېدو، چې لا هم د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه خپله پاليسي نه ده اعلان کړې، امریکايي رسنۍ د چارواکو له خولې وايي، چې سپينه ماڼۍ له افغانستانه د عسکرو په ويستلو هم فکر کوي. وال سټريټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې ليکلي، چې واک ته ...

نور ولوله »

ټرمپ: افغانستان ته د اضافي ځواکونو اړتیا نه لیدل کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنټاګان ته د تګ پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې کیدای شي افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو اړتیا نه وي. نوموړي دغه خبرې په داسي وخت کې کړي چې د امریکا له مخکې مکرره اعلانونه چې د جولايي میاشتې په منځ کې به ...

نور ولوله »

جون ماکین په اسلام اباد کې: د پاکستان له کومک پرته په افغانستان کې سوله ممکنه نه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶ل): د امریکا کانګریس غړي جون ماکین او لیډسي ګراهام د یو شمېر نورو سناتورانو سره اسلام اباد ته رسیدلي دي او هلته یې د حکومتي چارواکو سره لیدلي دي. د ډان نیوز د راپور سره سم د امریکايي سناتورانو د پلاوي مشري جون ماکین کوي، او د نوموړي سره لنډسي ګراهام، شیلون وایټ ...

نور ولوله »

د الجزیرې خبریال: د بهرنیو عسکرو شتون د جګړې دوام دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د الجزیرې خبریال ولي الله شاهین پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې د بهرنیو ځواکونو شتون د جګړې دوام دی. نوموړي ویلي په افغانستان کې چې څوک په جګړه ټینګار کوي هغه د دې ملت دښمن دی. د امریکا او ناټو له لوري افغانستان ته د اضافي عسکرو د را ...

نور ولوله »