د ټیګونو ارشیف : اضافي ځواکونه

مسير: د قطري او اماراتي عسکرو په نامه پاکستانيان راځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه ۳۰م لړم ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې خپلواکه ورځپاڼې مسیر په نننۍ تبصره کې ویلي، د اماراتو او قطر هغه عسکر چې افغانستان ته د ناټو تر چتر لاندې راځي، ګڼ يې پاکستاني اتباع دي. د ورځپاڼې په قول په اماراتو او قطر کې ډېری پاکستاني اتباع د پیسو په بدل کې دندې ترسره کوي، چې ...

نور ولوله »

د امریکايي ستراتیژۍ په مقابل کې د طالبانو بدیل محاربوي تکتیکونه

شاهد (غزنیوال ) امریکایانو په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژي له پیل سره همهاله د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د هغوی د شتون ځایونه تر سختو هوايي بریدونو لاندې ونیول. خو طالبان چې په تیر څوارلس کلن مقاومت کې د یرغلګرو د مقابلې له ټولو تکتیکونو سره ښه بلد شوي د امریکایانو د دغې جنګي ستراتیژي ...

نور ولوله »

ګډحکومت د ناټو اضافي ځواکونو ته هر کلی ووایه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): ګډحکومت د ناټو هغې پریکړې ته هرکلی ویلی چې له مخې يې افغانستان ته ۳ زره اضافي ځواکونه را لیږي. نن د چهار شنبې په ورځ د ولسمشر اشرف غني ویاند شاه حسین مرتضوي رسنیو ته په یوه خبرې کانفرانس کې وویل: مونږ د ناټو او امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې لرو ...

نور ولوله »

ولي د جنګي ستراتیژۍ په لمبو کې د طالبانو نفوذ پراخیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: نیږدي یوه نیمه میاشت وړاندې ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره خپله جنګي ستراتیژۍ اعلان کړه. د یادې ستراتیژۍ په ترڅ کې په افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو ته امر شوی و چې د طالبانو خلاف د خپل ټول پوځي صلاحیت په کارولو سره د هغوئ په ضد له بي ۵۲ سترو جنګي ...

نور ولوله »

قاري یوسف: په هلمند کې دولتي ادارې ته د ټرمپ ملاتړ هیڅ ګټه نه ده کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره هغه د دولتي چارواکو هغه ادعاوي رد کړ چې وايي «دوي پياوړي شوي او د ټرمپ ملاتړ ګټه ورته کړې». نوموړي وویل: «د امریکایي سرغنه ټرمپ له ظالمانه استراتیژۍ د اعلان څخه وروسته امریکایانو هلمند ته خپل جګړه مار عسکر زیات واستول، ...

نور ولوله »

ډنمارک افغانستان ته ۵۵ اضافي عسکر را لیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): اروپايي هیواد ډنمارک اعلان کړی چې دوی به د کال ۲۰۱۸ پوري افغانستان ته ۵۵ اضافي عسکر ولیږي تر څو هلته د ناټو د پوځي سلاکارانو امنیت خوندي کړي. د ډنمارک دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۵۵ کسیزه نوې قوه به د ناټو هغه سلاکاران خوندي کوي ...

نور ولوله »

آیا ۳۰۰۰ امریکايي سرتېري به جګړه مهار کړي؟!!

میوند فردوس کله چې شپاړس کاله مخکې د امریکا په مشرۍ غربي ځواکونو زموږ پر هېواد یرغل وکړ، تر ۱۵۲ زره په عصري تجهیزاتو سمبال پوځونه یې افغانستان ته دننه کړل، په دې هیله چې جګړه به مهار کړي، او د دولت وسله وال مخالفین به لمنځه یوسي، خو نه یوازې دوی په دې ونه توانېدل چې جګړه مهار کړي، ...

نور ولوله »

ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا د امریکا څخه پر نوي ستراتیژۍ مننه وکړه

نن ټکی اسیا (چارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د امریکا د دفاع وزیر جیمس ماټیس او د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ سره په ارګ کې په یوه ګډ خبري کانفرانس کې را څرګند شو. نوموړي د امریکا او ناټو څخه مننه وکړه چې په خپله نوې ستراتیژي سره یې ثابته کړه چې دوی په افغانستان کې ...

نور ولوله »

روسیه: ټرمپ په افغانستان کې د اوباما غلطې تکراروي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ وږي، ۱۳۹۶): د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر پوتین خاص استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپله نوې ستراتیژې د اوباما غلطۍ تکراروي. نوموړي د اناطولیه خبري اژانس ته په مرکه کې وویل: د امریکا نوې ستراتیژې به جګړه اوږده کړي او د ملکیانو مرګ ژوبله به تر بل هر وخت ...

نور ولوله »

امریکا: افغانستان ته درې زره اضافي عسکر لیږو

british troops

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۶): د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس ویلي چې امریکا به د اوس لپاره افغانستان ته درې زره اضافي عسکر ولیږي تر څو د طالبانو پر ضد وجنګیږي. نوموړي دغه خبرې تېره ورځ د امریکا په دفاع وزارت «پنټاګان» کې خبریالانو ته کړي دي. باید وویل شي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ...

نور ولوله »