د ټیګونو ارشیف : اعدام

لویه څارنوالۍ: درې تنه انسان تښتوونکي اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د لویی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایی، د انسان تښتوني په جرم یې په دې وروستیو کې پر درې تنو د اعدام سزا تطبیق شوي ده. رسولي طلوع نیوز ته ویلي، په وروستیو درېو کلونو کې چې ۳۷ تنه د اختطافي دوسیو له امله په اعدام محکوم شوي وو؛ له هغوی نه ...

نور ولوله »

دايکندي: د تښتول شوي دولس کلن هلک مړی موندل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وری، ۱۳۹۸ل): په دايکندي ولايت کې يو تن ماشوم چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې انسان تښتونکو تښتولی و، مړی يې په يو کوهي کې موندل شوی دی. د دايکندي امنيه قومندان غلام سخي غفوري وايي چې د الله نور په نامه ياد ماشوم تيره اوونۍ ددې ولايت له شهرستان ولسوالۍ څخه تښتول شوی و ...

نور ولوله »

یو نیک پاچا د خپل ورور د اعدام حکم ولي وکړ؟! (د عبرت کیسه)

له عربي نه، ژباړه: م. حمد الله دانشمند کیسه کا: یو پاچا و، چې په لرې او نږدې سیمو کې په مېړانه، تقوا او صلاح یادېده. یوه ورځ د خپلو وزېرانو، مشاورينو لوړ رتبه مامورینو او د خپل ستر پوځ په بدرګه یوې سیمې ته په سفر ووت. د لارې په اوږدو کې یې دوه پرهیزګاره، دینداره او دینپاله وګړي ...

نور ولوله »

سعودي محکمې د دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۴ وږی، ۱۳۹۷ل): د سعودي لویې څارنوالۍ د مشهور دیني عالم سلمان العوده د اعدام غوښتنه کړې. د سعودي سرچینو او د ښاغلي العوده کورنۍ د وینا په اساس تېره ورځ په پلازمینه ریاض کې د نوموړي د سري محاکمې په لومړۍ ناسته کې د هغه د اعدام غوښتنه شوې. په هغه ۳۷ تورونه لګول شوي ...

نور ولوله »

د بښنې نړیوال سازمان: اشرف غني دې د اعدامونو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳وری، ۱۳۹۷ل): د بښنې نړیوال سازمان وايي، محمد اشرف غنې باید د اعدامونه مخه ونیسي. دوی د تېر میلادي کال په راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د ځينو بریدونو په غبرګون کې پنځه تن اعدام شوي، چې یوازې د جګړې له توندېدو سره مرسته کولی شي. د دې سازمان د اعدام برخې سلکارې کیارا سانجیورجیو ...

نور ولوله »

اعدامونه د حکومتونو عمر لنډوي

جاوید علي خیل د افغانستان په سیاسي تاریخ کې تر ټولو لږ اعدامونه د ظاهرشاه لخوا شوي چې تر ټولو اوږده موده( څلویښت کاله) پاچاهي یې کړې، اما تر ټولو ډیر اعدامونه حفیظ الله امین کړي( چې تر ټولو کمه ایله ( ۹۹ ورځې) پاچاهي یې وکړه او حتی سل یې هم نه کړه. د ظاهر شاه په اړه مشهوره ...

نور ولوله »

طالبانو د زنداني ملګرو د ممکنه اعدام په اړه د سخت غبرګون خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۶ سلواغې، ۱۳۹۶ل): طالب وياند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ګواښ کړی، چې که افغان حکومت يې له زنداني ملګرو سره ناسم چلند وکړي نو په دې قضيه کې ښکېلې ټولې ادارې به سخت غبرګون وويني. د خبرپاڼې له مخې د څرخي پله زندان کې څو تنه زنداني طالبان له ...

نور ولوله »

د اباسین درې قاتلین نن اعدام شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): نن سهار د څرخي پله زندان کې هغه درې تنه اعدام شول، چې دوه کاله مخکې یې ۱۳ کلن اباسین لومړی تښتولی و او وروسته یې وواژه. د کورنیو چارو وزارت د زندانونو عمومي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، درې تنه یې نن سهار د ولسمشر غني په ...

نور ولوله »

عطامحمد نور: لوړپوړي امنيتي مسوولین باید پر دار وځړول شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د بلخ والي عطامحمد نور د کابل د تېرې ورځې بريد اړوند پخپلو څرګندونو کې ويلي، که د ولسمشر پر ځای وای لومړۍ درجه امنیتي مسوولین به يې ټول پر دار ځړولي و. هغه چې مزار شریف کې خلکو ته خبرې کولې وويل «که زه ولسمشر وای، دوی ټول مې پر دار ځړول، ...

نور ولوله »

طالبانو په هلمند کې یو کس د قتل په جرم اعدام کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې طالبانو یو تن د دوو تنو د قتل په جرم په عام محضر کې اعدام کړی دی. د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالسلام افغان وايي، چې دغه پېښه پرون د ماسپښين لمانځه وروسته په عام محضر کې شوې ده. دی وايي، دوی د پېښې په ...

نور ولوله »