د ټیګونو ارشیف : افغانستان او پاکستان

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د جګړې وروسته د چمن لاره تړل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵غویی، ۱۳۹۶): د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې پر صفري برخه باندي د دواړو غاړو سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې چې تر اوسه هم دوام لري. د پاکستاني رسنیو په وینا له جګړې وروسته د کویټې او چمن تر منځ ټوله لاره د مسافرو پر مخ تړل شوې او په سیمه ...

نور ولوله »

پاکستان په انګور اډه کې نوي تاسیسات جوړوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۳ وری، ۱۳۹۶): د پکتیکا قومي مشران وايي چې پاکستان یو ځل بیا د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د انګورې اډې په سیمه کې پوځي تاسیسات جوړول پیل کړي دي. د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د انګورې اډې سیمې قومي مشر قدرت الله رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ سهار پاکستاني پوځیانو د «ځوابي» سیمې ...

نور ولوله »

د افغان سولې په اړه د پاکستان فارمولا، د پاکستان سفیر په واشنګټن کې وړاندې کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني رسنیو په قول د افغانستان سولې په اړه پاکستان خپله فارمولا په واشنګټن کې د امریکایانو مخته کښېښودله. د ډان نیوز د راپور سره سم د امریکا دفاع وزارت د تیرې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ددوی ۲۲۴۸ پوځیان په افغانستان کې وژل شوي او ۴۵۲۰ تنه یې په عراق ...

نور ولوله »

پاکستان وايي د افغانستان څخه څلور توغندي باندي وار شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ وری، ۱۳۹۶ل): د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم د افغانستان د پکتیا ولایت څخه پر کرمه ایجنسۍ باندي ۴ توغندي وار شوي خو ځاني تلفات یې نه دي اړولې. د کرمه ایجنسۍ ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې نن د یکشنبې په ورځ د افغانستان له لوري ۴ میزایل «توغندي» وویشتل شول چې له ...

نور ولوله »

د چمن دروازه تر نامعلومې مودې بیا وتړل شوه

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): د چمن دروازه نن د چهار شنبې په ورځ ماښام تر نامعلومې مودې پوري وتړل شوه. د پاکستان دولتي تحقیقاتي ادارې (FIA) چارواکو رسنیو ته ویلي چې تر دوه ورځو خلاصېدو وروسته یې د چمن لاره تر نامعلومې مودې پوري یو ځل بیا وتړله. د پاکستان د خبري رسنیو په حواله د ...

نور ولوله »

سرچینه: پاکستان غواړي د افغانستان سره اړیکې سمي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د دنیا نیوز خبري چېنل ویلي چې د پاکستان حکومت او پوځ یوې هوکړې ته سره رسیدلې تر څو د افغانستان سره اړیکې سمې کړي. د سرچینې په وینا پوځي او مدني چارواکو په وروستیو ناستو کې پرېکړه کړې چې د افغانستان سره سیاسي اړیکې له سره روغي کړي. په ناسته ...

نور ولوله »

عمران خان: د افغانستان او پاکستان بندې پولې بشري ناورین را منځته کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د افغان سفیر عمر زاخېلوال سره تر ملاقات وروسته ویلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ تړل شوې لاره بشري ناورین را منځته کوي او د بند پاته افغانانو سره یې خپله غم شریکي کړې. نوموړي پر خپل ټویټر ولیکل: «د افغانستان او پاکستان پوله ...

نور ولوله »

زاخېلوال: که لارې خلاصې نه شي، د افغانانو د انتقال لپاره به د ځانګړو الوتکو غوښتنه وکړم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، کب ۱۵، ۱۳۹۵ل):په پاکستان کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال د افغانستان او پاکستان تر منځ د تړلیو لارو په اړه په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې که په راتلونکو دوه ورځو کې د تورخم لاره د مسافرو پر مخ خلاصه نه شوه، د کابل څخه به د ځانګړو ...

نور ولوله »

پاکستانی پوځ: افغانستان دې د دښمن په عینکو نه راته ګوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د پوځ ویاند یوه تلویزوني چینل سره په مرکه کې ویلي چې افغانستان دې د پاکستان ضد عینکو کې دوی ته نه ګوري، بلکې خپلې افغانۍ عینکې دې وکاروي. نوموړي دغه خبري په داسي مهال کې کوي چې د پاکستان پوځ په دغه هیواد کې دننه د “رد الفساد” په نامه ...

نور ولوله »

سرتاج عزیز: د افغانستان سره سرحد به په بشپړه توګه خلاص شي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۷، ۱۳۹۵ل): په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز نن د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل چې د افغانستان سره سرحدي لارې به په بشپړه توګه ډېر ژر خلاصې شي. نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا کار به په یوه یا دوه ورځو کې تر سره شي. باید ...

نور ولوله »