fbpx

د ټیګونو ارشیف : افغانستان لوبډله

فوټبال: انتالیاسپور لوبډلې افغانستان ته په یو-صفر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او انتالیاسپور فوټبال لوبډلو ترمنځ په دوستانه سیالۍ کې انتالیا اسپور لوبډلې افغانستان لوبډلې ته په یو-صفر ماتې ورکړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ په سخت باران کې په زړه پورې سیالۍ ترسره شوه، خو افغانستان لوبډلې له ترکیې کلبي لوبډلې «انتالیاسپور» څخه ماتې وخوړه. په دغه سیالۍ کې د افغانستان لوبډله ...

نور ولوله »

د کرېکټ نړیوالې شورا تازه پوړ بندي؛ افغانستان خپل مقام ساتلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په تازه وړاندې شوې پوړ بندۍ کې افغانستان په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې خپل اتم او په یو ورځنیو سیالیو کې لسم مقام ساتلی دی. افغانستان لوبډلې چې د افغانستان پریمیئر لیګ او اسیا جام څخه وروسته یې کومې سیالۍ نه دي ترسره کړي، په درجه ...

نور ولوله »

افغانستان د شل اوریزو سیالیو په اقتصادي توپ اچونه کې دویم مقام لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې زیاتره لوبې د توپ اچونې په مرسته ګټلې دي، چې ورځ تر بلې یې په دغه برخه کې خورا مثبت بدلونونه هم رامنځته کیږي. په تېرو دوو کلونو کې افغانستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې د غوره اقتصادي توپ اچونې له کبله ...

نور ولوله »

حمید حسن: که په نړیوال جام کې ولوبېدم له کرېکټ سره به مخه ښه هم وکړم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي حمید حسن رسنیو سره د خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې له راتلونکې ۲۰۱۹م کرېکټ جام وروسته له نړیوال کرېکټ سره مخه ښه کوي. په یارکر توپ او ویکټه ویشتنه نوم لرونکی حمید حسن چې له ډيرو کلونو راهیسې د پښو له ټپونو کړیږي، ...

نور ولوله »

راشد خان په الراونډرانو کې د نړۍ لومړی مقام خپل کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او نامتو سوکه توپ اچونکي چې په تېره نیږدې کې په توپوهنه کې هم ښه ځلیږي په یو ورځنیو سیالیو کې د الراونډرانو په لیست کې لومړی مقام خپل کړ. د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په اسیا جام سیالیو ...

نور ولوله »

کی ایل راهول: د افغانستان پر وړاندې لوبه مساوي کول به زمونږ یادونو کې پاتې شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۷ل): د هندوستان ملي لوبډلې تکړه اوپنر لوبغاړي کی ایل راهول د افغانستان او هند ترمنځ لوبه مساوي کېدل یوه تاریخي سیالۍ وبلله، او زیاته یې کړه چې دا به د هندي لوبغاړو په یادونو کې پاتې شي. تېره شپه د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اسیا جام سوپر فور پړاو سیالۍ کې لوبه ...

نور ولوله »

اسیا جام: د هند او افغانستان سیالۍ په وروستي اور کې مساوي شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ تله، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سوپر فور پړاو کې د افغانستان وروستۍ سیالۍ چې د هند لوبډلې سره ترسره شوه له زړه بوږنووکې لوبې وروسته په وروستي اور کې مساوي پای ته ورسېده. هند لوبډلې ته په وروستي اور کې ۷ منډو ته اړتیا وه، د هند لوبډلې ۸ لوبغاړي سوځېدلي وو، چې یو یې ...

نور ولوله »

د مستفیض الرحمن په مرسته بنګلدیش افغانستان ته د درې منډو په توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ تله، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې یوه بله زړه وړونکې سیالۍ ترسره کړه خو بدبختانه د تېر په څېر یې یو وار بیا په وروستي اور کې د درې منډو په توپیر ماتې وخوړه. د بنګلدیش پر وړاندې دغه سیالۍ وروستي اور ته ورغځېده، چې افغانستان لوبډلې ته په وروستي ...

نور ولوله »

د افغانستان او بنګلدیش ترمنځ ننۍ لوبه اسیا جام کې د ژوندي پاتې کېدو په معنا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ تله، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م اسیایي جام سیاليو په دویم (سوپرر ۴) پړاو کې نن مازیګر (۴ بجې) د افغانستان او بنګلدیش، لوبډلې په مهمه سیالۍ کې مخامخ کیږي، له بل اړخه پاکستان د خپل سرسخته سیال هند پر وړاندې سیالۍ لري. دغه سیالۍ به د دواړو لوبډلو لپاره په یاد جام کې د ژوندي پاتې ...

نور ولوله »

اسیا جام: افغانستان به راتلونکې سیالۍ له بنګلدیش، هند او پاکستان سره ترسره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۷ل): په عربي اماراتو کې د اسیا جام ۱۴م پړاو سیالۍ روانې دي چې نن ورځ د یاد جام تر ټولو ستره سیالۍ د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ پېل شوې ده. په دغو سیالیو کې تر دې دمه څلور سیالۍ ترسره شوي او نورې یې پاتي، چې هانګ کانګ له پاکستان او هندوستان ...

نور ولوله »