د ټیګونو ارشیف : افغانستان ملي لوبډله

نړیوال جام ته چمتو والي لپاره افغانستان تمریناتي لوبډلې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹م یو ورځني نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتو والي لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره لومړنۍ لوبډلې اعلان کړې. د غوراوي کمیټې مشر دولت خان احمدزي دغه نوملړونه د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې اعلان کړل چې پکې ...

نور ولوله »

افغانستان د صحرا جام پای لوبي ته ووتی

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۱، ۱۳۹۵ل): د افغانستان او عمان تر منځ نن د جمعې په ورځ د صحرا جام سیالیو نیمه پایلوبه په دبۍ کې تر سره شوه چې افغانستان په اته وکټونو سره وګټله. د افغانستان کپتان اصغر ستانکزی د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه. د عمان لوبډلي په شل اورونو ...

نور ولوله »

صحرا جام: افغانستان دریمه لوبه هم وګټله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومې ۳۰، ۱۳۹۵ل): نن د صحرا جام په سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلي او نامبیا تر منځ د کرکیټ شل اوریزه لوبه تر سره شول چې افغانستان په ۶۴ منډو وګټله. د لوبي په پیل کې پچه د افغانستان کپتان اصغر ستانکزي وګټله او لومړی یې د توپ وهني پرېکړه وکړه. افغانستان په خپل ...

نور ولوله »

افغانستان د صحرا جام په لومړۍ لوبه کې آیرلېنډ ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومې ۲۵، ۱۳۹۵ل): نن د متحده عرب اماراتو په پلازمیني ابوظبي ښار کې دشیخ زاید د کرکیټ په میدان کې د افغانستان او آیرلېنډ تر منځ شل اوریزه لوبه تر سره شوه. آیرلېنډ د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهني (بېټنګ) پرېکړه وکړه. آیرلېنډ په خپل وار د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۵ ...

نور ولوله »

افغانستان نن یو ځل بیا متحده عرب امارتو ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لېندۍ ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): نن هم د افغانستان د ملي لوبډلي او متحده عرب اماراتو تر منځ د شل اوریزو لوبو دریمه لوبه وشوه، چې د تېرو په څېر دا هم د افغانستان په ګټه تمامه شوه. د افغانستان لوبډل مشر «اصغر ستانکزي» د لوبي پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهني (بېټنګ) پریکړه وکړه، چې ...

نور ولوله »

افغانستان د استرالیا نیو ساوت ویلز ته بیا ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، تلې ۷مه، ۱۳۹۳ل): افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د تمریناتي لوبو په ترڅ کې پرون د دوهم ځل لپاره د استرالیا سیمه ییزې لوبډلې، نیو ساوت ویلز ته ماتې ورکړه. د لوبې پچه ساوت ویلز لوبډلې وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه وکړه. ساوت ویلز لوبډله ټاکل شوو ۵۰ اورنو کې د ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو ...

نور ولوله »