د ټیګونو ارشیف : افغانستان

ښوونځي څوک سوځوي او پلونه څوک ورانوي؟؟

أبو عابد که له کندهاره تر کابله په لویه لار مو سفر کړی وي. نو د لارې په امتداد کې به یوازې د زابل په ولایت کې څو تخریب شوي لوی پلونه وګورئ، چې حتی له تخریب او  ترمیم وروسته بیا بیا منفجر کړای شوي دي او په ماته ملا پراته دي. دغو ماتو پلونو ته چې کله موټر راورسیږي ...

نور ولوله »

اجرائیه رئیس: افغانستان کې د پانګونې غوښتنه او امنیتي ننګونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): په هند کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او نړیوال افغانستان کې د پانګې اچولو د هڅونې په موخه نندارتون جوړ شوی. ددغه نندارتون د پرانستې په وینا کې د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او زیاته یې کړه ...

نور ولوله »

داعشیان لا هم د ننګرهاریانو په وینو نه دي خړوب

اکرم شینواری درې کاله کیږي چې په ننګرهار کې د داعش غږ پورته شوی دی. که څه هم په دې سیمي کې داعشي افکار اوږد تاریخ لري او له هغه وخته دلته داعشي افکارو ريښې کړي، کله چې د تیر جهاد په مهال د داعشیت مراجعو د افغان مهاجرو له غربت او احتیاج څخه ناوړه استفاده وکړه، هغوی ته یې ...

نور ولوله »

د اشغالګرو د شکست نغارې

خالد افغان زوی په دې ورځو کې په نړیوالو مطبوعاتو کې چې د افغانستان په اړه تبصرې کیږي نو زیاتره لیکوال په یو نه یو ډول ورسره د امریکایي اشغالګرو د شکست او له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د ایستلو خبره هم یادوي. په دې لیکنه کې د یو شمیر غربي معتبرو رسنیو او مبصرینو ځینې تبصرې را اخلو ...

نور ولوله »

د اسیا جام کرېکټ سیالیو د پام وړ تاریخ ته یو نظر

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د اسیا جام سیالۍ په لومړي وار په کال ۱۹۸۴م کې پېل شوې، چې په کې درې لوبډلو (سرېلنکا، پاکستان او هندوستان) ګډون کړی و، دغه سیالۍ د وخت په تېریدو له بېلابېلو ستونزو او یو شمېر شخړو سره ترسره شوې. د اسیا جام سیالۍ د هندوستان هېواد په ګډون، په پاکستان، سرېلنکا، ...

نور ولوله »

نيويارک ټايمز: امريکا د افغان جګړې په اړه خپل ولس ته دروغ وايي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وږی، ۱۳۹۷ل): د امريکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو تازه راپور کې ويل شوي دي چې امريکا په افغانستان کې د اوږدې جګړې په اړه د خپل ولس د ملاتړ د ترلاسه کولو له پاره خپلو خلکو ته پرله پسې دروغ وايي. په راپور کې ويل شوي دي چې د افغانستان د جګړې د تلفاتو ...

نور ولوله »

د مولوي جلال الدین حقاني یاد/ وحید مژده

لیکنه: وحید مژده ژباړه: زرملوال د افغانستان د مسلمان ملت په جهادي تاریخ کې ډیر قهرمانان د مبارزې میدان ته راغلي او حماسې یې پنځولې، چې د دې قافلې له سرلارو یو هم  مولوي جلال الدین حقاني و. هغه په افغانستان کې د اسلامي نهضت له سرلارو څخه و چې په خدام الفرقان تنظیم کې د عضویت له وخته یې ...

نور ولوله »

د افغانستان پر حالاتو باندي یو افغاني نظر

واحد فقیري ښاغلی نصیر شنسب د اګسټ پر ۳۱ مه په نیوز ماکس کي لیکي: په داسي حال چي په افغانستان کي د ټرمپ ستراتیژي یو کلنه سوه، نو لهذا ما وغوښتل چي پدې باره کي د عادي افغانانو نظر وپوښتم. زه د کابل په کنډ و کپر او دوړنو کوڅو او بازارونو کي وګرځېدم، او د مختلفو افغانانو سره ...

نور ولوله »

افغانستان د توپ اچونکو پر مټ ایرلینډ ته سیریز کې په دوه یو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د درې پنځوس اوریزو سیالیو سیریز کې افغانستان ایرلینډ ته د توپ اچونکو پر مټ په دوه-یو ماتې ورکړه او سیریز یې په خپل نوم کړ. که څه هم پایلوبه کې د افغانستان لخوا په دواړو خواوو کې لوبه د پام وړ او په زړه پورې وه خو ...

نور ولوله »

کرېکټ: د توپوهنې ناکامي د افغانستان د ماتې لامل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۷ وږی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دویمې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ایرلینډ توپ اچونکو د افغان توپوهونکو په زړه پورې مخه ونېوله چې پایله یې د ایرلینډ په بریا تمامه شوه. د افغانستان لوبډلې توپوهونکي د تېر په څېر یو ځل بیا په یو ورځنۍ سیالۍ کې ناکام شول، چې ونه توانېدل ...

نور ولوله »