د ټیګونو ارشیف : افغان امنيتي ځواکونه

سيګار: د افغان ځواکونو مرګ ژوبله زياته او شمير يې کم شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي لګښتوتو د څار بنسټ (سيګار) وايي چې په افغانستان کې د امنيتي ځواکونو شمير تر بل هر وخت کم شوی دی او مرګ ژوبله يې زياته شوې ده. د سيګار په تازه راپور کې راغلي چې وروستيو څلورو کلونو کې د امنيتي ځواکونو تلفات په بې سارې توګه زيات ...

نور ولوله »

فراه : پشترود کې طالبانو د افغان ځواکونو چورلکه ويشتلې

  نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۷مه، ۱۳۹۵ل):په پشترود ولسوالۍ کې طالبانو يو چورلکه ويشتلې چې له امله يې ۲۲ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې. طالبانو نن ټکي آسيا ته په را لېږل شوې خبر پاڼه کې منلي چې ددوی له لوري د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو يوه چورلکه د دهشکې په مټ ويشتل ...

نور ولوله »

هاشم الکوزی: امنیتي ځواکونه له پوستې د باندې د مسوولیت احساس نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۵مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړی او د دې جرګې د دفاعي کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزی وايي چې امنیتي ځواکونه پخپلو پوستو کې محاصره پاتې دي. نوموړي د لویو لارو پرسر د نا امنیو او د وسله والو له لوري د مسافرو د ښکته کولو په تړاو په یوه تلویزوني بحث کې وویل چې ...

نور ولوله »

کمپل: روان میلادي کال به افغان امنیتي ځواکونو ته يو خونړی کال وي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کمپل وايي چې روان ميلادي کال به د افغان امنيتي ځواکونو لپاره یو خونړی کال وي. د هغه په خبره دوی اړ دي چې د طالبانو پر ضد روزل شوي عسکر لا هم تر روزنې لاندې ونیسي تر څو د دوی د ملاتړ ...

نور ولوله »

افغانستان ته د نوي جنرال راتلل او د امريکا نوی جګړه‌ييز فکر- ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ ل): افغانستان کې د امريکايي او ناټو پوځيانو مشر قوماندان جنرال جان ايف کمبل افغانستان کې له اتلسو مياشتو پوځي ماموريت وروسته د امريکا پوځ کې له ۳۷ کلن خدمت وروسته تقاعد کيږي او تېره چهارشنبه يې افغانستان په داسې حال کې پرېښود، چې د افغانستان امنيتي چارې تر ډېره د افغان ځواکونو ...

نور ولوله »

وال سټريټ ژورنال: د طالبانو چټک پرمختګ زرګونه افغان پوځيان تېښتې ته اړ کړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، کب ۱۰مه، ۱۳۹۴ ل):د ۲۰۱۴م د پای راهيسې، چې افغانستان کې د بهرنيو پوځيانو پوځي ماموريت پای ته رسېدلی زرګونه افغان پوځيان د پوځ له ليکو تښتېدلي او لامل يې د نظامي او سياسي ځواک د مشرۍ کمزوري او د طالبانو مخ پر زياتېدونکي بريدونه ښوول شوي دي. وال سټريټ ژونال د خپلو سرچينو له قوله ...

نور ولوله »

افغانستان څخه په توغول شوي توغندي پاکستان کې درې افغانان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۲، ۱۳۹۴ل): د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چې له افغانستان څخه په توغول شويو دوو توغنديو په پاکستان کې درې افغانان وژل شوي دي. د پاکستان دپوځ يو قومندان وويل چې د پنجشنبې په ورځ له افغانستان څخه د جنوبي وزيرستان په انګور اډه سيمه دوه توغندي توغول شوي دي چې له امله يې درې ...

نور ولوله »

ناټو د افغان امنيتي ځواکونو پر وړتيا باور نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د المان شپيګل مجلې د افغانستان وروستيو نا امنيو په اړه په خپل تازه راپور کې ويلي، چې تېر کال ناټو او افغان امنيتي ځواکونو لپاره مرګونی و، د ۲۰۱۶م په رارسېدو د افغانستان امنيتي حالات نور هم مخ پر خرابېدو دي او د ناټو پټې سرچينې وايي، چې افغان امنيتي ځواکونه د ...

نور ولوله »