fbpx

د ټیګونو ارشیف : افغان ترک

کانکور کې د افغان ترک ښوونځې زده کوونکې عمومي اولنمره شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰زمري، ۱۳۹۷ل): د روان لمریز کال د کانکور په پایلو کې د افغان ترک ښوونځي یوې فارغې د هېواد په سطحه ډېرې نمبرې اخیستې دي. د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري له لوري نن د ۱۳۹۷ لمریز کال د کانکور پایلې اعلان شوې، چې پکې تهمینه د عبد الصبور لور د افغان ترک ...

نور ولوله »

جوزجان: امنیتي ځواکونو افغان ترک ښوونځی محاصره کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۶زمري، ۱۳۹۷ل): جوزجان کې افغان ترک ښوونځی تېره شپه د امنیتي ځواکونو له چاپې وروسته لا هم تر محاصرې لاندې دی. د دې ښوونځي مسؤلین وايي چې امنیتي ځواکونو د ټولو قانوني اصولو خلاف تېره شپه پر دې ښوونځي چاپه ووهله چې لا يې هم محاصره لا روانه ده. د دې ښوونځي مرستیال محمود صدیقي وايي ...

نور ولوله »

حکومت د افغان ترک ښوونځي تړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځيو د اولیاوو کمېټه وايي حکومت د دې ښوونځيو د ‏تړلو هوډ لري‎. ‎ د افغان ترک ښوونځيو د اولیاوو د کمېټې مرستیال عبدالشکور دادرس وايي، بهرنیو چارو وزارت له اقتصاد وزارت نه غوښتي ‏چې افغان ترک ښوونځي منحل کړي‎. ‎ نوموړي چې د اولیاوو کمېټې له نورو ...

نور ولوله »

اعتراض كوونکي: د نجونو پر ليليه چاپه؛ وحشي عمل دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي امنیت له لوري د افغان ترک ښوونځي د نجونو پر ليلیه د چاپې په غبرګون کې د دې ښوونځي د کورنیو شورا غونډه وکړه. په دې غونډه کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی مشر فضل احمد معنوي وویل، ملي امنیت وحشي حرکت کړی چې د افغان ترک ښوونځي د ...

نور ولوله »

د افغان – ترک لیسې څلور استادان تښتول شوي، د انجونو پر لیلیه یې چاپه لوېدلې – ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ سه شنبه د کابل په تایمني سیمه کې د افغان – ترک لیسې څلور استادان لادرکه شوې، په لومړیو کې ویل کیده چې هغه اختطاف شوي خو وروسته ماښام خواته چې د ملي امنیت ځواکونو د انجونو پر لیلیې چاپه واچول، معلومه شوه چې هغه استادان هم دوی نیولي دي. د ...

نور ولوله »

د افغان ترک مکتبونه د ترکیې حکومت ته وسپارل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۱، ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د افغان ترک ادارې چلوونکي د ترکیې د حکومت مخالف ګوند مشر «فتح الله ګولن» سره خپل تړاو ردوي، د افغانستان حکومت پرېکړه کړې چې د دغه مکتبونو اداره به په رسمي ډول د ترکیې حکومت ته سپارل شوي دي. د راپورونو سره سم د ګډحکومت ولسمشر اشرف ...

نور ولوله »

پاکستان د پاک ترک ادارې کارکوونکو د شړلو پریکړه کړې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لړم ۲۶مه، ۱۳۹۵ل): د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پاک ترک تعلیمي ادارې کارکوونکو ته امر کړی چې په ۳ ورځو کې له هیواده ووزي. د پاکستاني رسنیو د خبر سره سم د کورنیو چارو وزارت دغه پریکړه پاکستان ته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوګان د رسمي سفر په مناسبت کړې. د پاک ...

نور ولوله »

افغان زده کوونکو څلور د سرو زرو او یو د سپین زرو مډالونه وګټل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): افغان زده کونکو په نړیواله سطحه د ۲۹ هېوادونو د زده کوونکو تر منځ د ریاضي په سیالیو کې څلور د سرو زرو او یو د سپینو زرو مډالونه وګټل. په دې سیالیو کې چې ۱۳۰۰۰ تنه زده کونکو پکې برخه اخیستې وه، د کندهار ولایت پنځو زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه، ...

نور ولوله »

فاروق وردګ: ترکيې په افغانستان کې پنځه زره تنه زده کوونکي فارغ کړي

  نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۳ل): د پوهنې سرپرست وزیر فاروق وردګ په ننګرهار کې د جلال اباد مومن افغان ـ ترک د ښوونځي د پرانیستې پر مهال وویل چې د ترکيې هېواد په افغانستان کې پنځه زره تنه زده کوونکي فارغ کړي دي. په هغه ناسته کې چې په ننګرهار کې د جلال اباد مومن افغان ـ ...

نور ولوله »