د ټیګونو ارشیف : افغان چارواکي

ویسا: افغان چارواکي د امریکا په موجودیت کې پاکستان ته باج ورکوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ویسا ورځپاڼه پر ډېورنډ د معاملې اړوند په خپره کړې سرمقاله کې افغان چارواکي پاکستان ته په باج ورکولو تورن کړي دي. د سرمقالې د لیکوال په وینا سره له دې چې له بهرنیانو سره امنیتي تړون لاسلیک شوی او پوځي اډې ورکړل شوې دي، خو لا هم حکومتي چارواکي پاکستان یو دروند باج ...

نور ولوله »

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ لسګونه توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳وری، ۱۳۹۷ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستانیو پوځیانو د کونړ پر دانګام او شلتن ولسوالیو ۱۵۵ توغندي توغولي، چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان وايي، د ډیورنډ کرښې سره په نږدې ولسوالیو د پاکستانیو پوځیانو د توغول شویو ...

نور ولوله »

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۲۰۵ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي توغولي، چې د سیمې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش رسنیو ته ویلي، له تېر ماښام راهیسې پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي پر دانګام ولسوالۍ توغولي، چې د ځايي ...

نور ولوله »

پلچرخي: ښايي په اعدام محکوم طالبان د شکنجو په واسطه ووژل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): هغه طالب زندانیان چې د دولت قضايي ارګانونو په اعدام محکوم کړي او روانه اونۍ يې د اعدامېدو اوازه وه، تر سختو شکنجو او تعذیب لاندې دي. نن ټکی اسیا د څرخي پله زندان څخه داسې معلومات ترګوتو کړي، چې دولتي عسکر نوموړي محبس ته ورغلي او په اعدام د محکومو بندیانو په ...

نور ولوله »

اجراییه مشر: پاکستان دې د توغندیو ويشتو پر ځای خپله دوستي ثابته کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، پاکستان پر کونړ د توغندیو ویشتو نه کومه ګټه نه شي ترلاسه کولی؛ بلکې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم سړې کوي. ده له پاکستان وغوښتل چې د توغندیو د وېشتو پر ځای باید خپله دوستي له افغانستان سره ثابته کړي. د ...

نور ولوله »

حامد کرزی ولي اوس حقیقت وايي؟

لیکوونکی :احمد یاسر حامد کرزی د افغانستان پخوانی جمهور ریس د اکتوبر په ۱۱ د بی بی سی یوه خبریال ته په مرکه کې وویل:( آمریکا د افغانستان د نا امنیو اصلی عامل ده) دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی حامد کرزی داسې نیوکې په امریکا کوې په ورته مرکو او مجلسونو کې یی هم تندې نیوکې په امریکا ...

نور ولوله »

د ګډحکومت د چارواکو کورنۍ چیرې اوسېږي؟ هیښوونکي معلومات

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۵ل): که څه هم د ګډحکومت د چارواکو په اړه په ټولنیزو پاڼو کې ویل کیږي چې اکثریت یې له بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول د غربي هیوادونو څخه را «پراشوټ» شوي، خو په دې وروستیو کې د هغوی چارواکو نوملړ خپور شوی چې اوس مهال پر لویو دولتي چوکیو ګومارل شوي او ...

نور ولوله »

برېښنا شرکت: د نظام لوړ رتبه چارواکي او ۷۳ نور زورواکي مو پوروړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه ، تلې ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د برېښنا شرکت مشر وحید توحیدي ویلي چې یوازې دکابل په ښار کې درې میلیارده او درې سوه پنځلس میلیونه افغانۍ یې عام ولسي وګړي پوروړي دي، چې د هغو څخه یې بیا ډیری زورواکان دي او د پیسو ورکړې ته نه حاضریږي. دبرېښنا شرکت په هغه نوملړ کې چې ...

نور ولوله »

چارواکي : طالبانو د زابل پر نوبهار ولسوالۍ بريد کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال وايي پر نوبهار ولسوالۍ د دولت مخالفو وسله والو پراخ تعرضي بريدونه کړي. سيال زياتوي ۱۲۰ تنه وسله والو د شپې له يوې بجې د سهار تر څلورو بجو مقاومت وکړ . نوموړی په ياده نښته کې د ۱۷ تنه سرتيرو او طالبانو د مرګ ژوبلي ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: پاکستاني ځواکونو خوست کې امنیتي پوستې جوړې کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې غړي وايي پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره کې د ننه پوځي تاسیسات جوړ کړي دي. په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي وايي چې پاکستاني ځواکونه د دې ولایت تڼیو ولسواليو کې امنیتي پوستې جوړې کړې دي. د دوی په خبره پاکستاني پوځيانو د تڼيو د پشرلي غره ...

نور ولوله »