fbpx

د ټیګونو ارشیف : افغان

راشد خان د پاکستاني رسنیو تورونو په ځواب کې: افغان وم، افغان یم او افغان به اوسم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې نامتو او سوکه توپ اچونکي راشد خان د پاکستاني رسنیو له پلوه له ډیرې مودې راهیسي پورې شوي تورونه په سخته ځواب کړل. د اسیا جام پېل کېدو نه وروسته کله چې د افغانستان لوبډلې په لومړي پړاو کې د راشد خان په مرسته پرلپسې بریاوې خپلې کړې، او ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون له افغانیته منکر نوماندان له لیسته وباسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴غبرګولي، ۱۳۹۷ل): مسیر ورځپاڼه د ټاکنو کمیسیون د یوې سرچينې په حواله وايي، دوی نیت کې لري د هغو نوماندانو نومونه له لیسته لرې کړي چې افغان د هویت په ډول نه مني. د سرچینې په وینا ځينې ښکاره نوماندان او ځينې د ولسي جرګې برحاله غړي چې د نوماندېدو معلومات يې لا ښکاره شوي نه ...

نور ولوله »

ترکان د خپل قوم په نوم تذکره غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۳غويي، ۱۳۹۷ل): ترکان وايي دوی په تذکرو کې د خپل قوم نوم ثتبول غواړي او هم له ولسمشره غواړي چې په اساسي قانون کې دې دوی د یو فرمان له مخې جلا قوم ولیکي. دوی چې پرون د پارلمان مخې ته را ټول شوي و او ټینګار يې کاوه چې په برېښنايي تذکرو کې ترک قوم ...

نور ولوله »

ولسي جرګه؛ برېښنايي تذکرې او د افغانستان پر نوم ناندرۍ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د برېښنايي تذکرو د وېش اړوند بحث کې، ځينو وکیلانو د افغانستان پر نوم هم برید وکړ. د ولسي جرګې غړي عبداللطیف پدرام وویل، له دې وروسته به يې ټول تمرکز پر دې وي، چې افغانستان بېرته پر خراسان بدل کړي. هغه وویل د افغانستان په نوم ...

نور ولوله »

اشرف غني برېښنايي تذکره واخیسته؛ خو عبدالله يې د خلکو غولول بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني برېښنايي تذکره واخیسته خو د هغه شریک عبدالله عبدالله وايي، دی خلک غولوي. محمد اشرف غني، د هغه مېرمنې، سروردانش، د مشرانو جرګې مشر او ځينو نورو لوړپوړو چارواکو د برېښنايي تذکرو په اخیستو سره دا ناندرۍ پای ته ور نږدې کړه. برېښنايي تذکرې چې له څو کاله راهیسې پکې د ...

نور ولوله »

افـغـان: د نوم کړکـیـچ اوحل یې

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار امریکا د ايـټالـوي «امیریکو ویسپوچي»(۱۴۵۳تر۱۵۱۲) په لومړي مونث شوي نوم (امریکوس) ونومول شوه. هغه سهیلي امریکا نوې نړۍ ونومله. جرمن نقشه ساز(مارتین ولدزمیولر) په ۱۵۰۷کې د نړۍ یوه نقشه جوړه کړه او په هغې کې یې د نوې قارې نوم په مونث شکل (امِریکوس*) ولیکه. * Americus د ولـدزمیولــر نقـشه په جـرمني کې په یـوه ماڼۍ ...

نور ولوله »

علماء د ځمکې زینت او د شر دفعه کوونکي دي

لیکوال: افغان قال الله تعالي: وَلَقَدْ زَيَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْيَا بِمَصٰبِيحَ وَجَعَلْنٰهَا رُجُومًا لِّلشَّيٰطِينِ وَأَعْتَدْنَا لَهُمْ عَذَابَ السَّعِيرِ موږ د دُنیا (تاسي ته نژدې) اسمان د ستورو په ډېوو سينګار کړی دی او هماغه (ستوري) مو د شيطانانو د ويشتلو ځغلولو وسايل ګرځولي دي، موږ د دغو شيطانانو لپاره تاوجن (د دوږخ) اور تيار کړی دى. په دې مبارک ایت کښي ...

نور ولوله »

هر پښتون افغان دی؟

څېړنه: بصيرالحق عادل يو ځای مې اورېدلي وو چې: «هر پښتون افغان دی خو هر افغان پښتون نه دی» له دې جملې موږ ته ښه جوتيږي چې پښتانه يانې افغانان. په دې لنډه ليکنه کې مې د پښتنو او افغانانو په اړه يو څو خبرې کړي دي، د هغو پښتنو لپاره چې ځانونه افغانان نه بولي د يو شمېر دلايلو ...

نور ولوله »

د برېښنايي تذکرو وېش، بیا ځنډول شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۰۹کب، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي تذکرو د وېش اداره وايي، د دې تذکرو وېش یو ځل بیا ځنډول شوی دی. د دې ادارې ویاند روح الله احمدزی وايي، تر څو چې ولسمشر پخپله تذکره نه وي اخیستې، دوی يې بل چاته نه شي ورکولی. هغه وايي په ارګ کې يې د ننه د بایومیټریک پروسه هم ځنډولی ...

نور ولوله »

د اسلام له نامه او هویت څخه استفاده کېږي!

(ام صهیب) د غرب له خطرناکو او خبیثو نقشو څخه یوه هم په اسلامي خاورو کې له اشغال وروسته د ازادۍ د مفکورې خپرول دي، اشغال شوي هېوادونه ازاد نه، بلکې په فکري او ثقافتي توګه اشغاليږي. غربیان د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نهضت، پرمختګ او ترقۍ تر نامه لاندې له پرمختللو ملتونو سره یوځای کوي او افکار، عادات او ...

نور ولوله »